دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 797

بلخ کې؛د طالب او یو موټر چلوونکي تر فزیکي شخړې وروسته، طالبانو موټر چلوونکی وژلی

سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د دغې ډلې له یوه غړي سره د یو موټر چلوونکي تر نښتې وروسته یاد موټر چلوونکی وواژه.

د حماسه میډیا لخوا ترلاسه شوي ویډیو کې ښکاري چې طالب عسکر له موټر چلوونکي سره د جګړې پرمهال په خپل ټوپک ټپي شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه ملکي وګړي، چې موټر یې اور اخیستی و، په پوسته کې له طالبانو څخه د اور د وژلو لپاره مرسته وغوښته.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د دغه موټر چلونکي او طالب عسکر ترمنځ فزیکي شخړه رامنځته کېږي، د شخړې جریان کې طالب نه په خپل ټوپک ډز کېږي او پرې زخمي کېږي.

له دې ویډیو وروسته څو نور طالبان راغلي او موټرچلونکی یې وژلی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوراسیا:امریکا په افغانستان کې خپل سفارت ژر نه پرانېزي

اوراسیا تحلیلي شبکې راپور ورکړی، چې ښايي امریکا په افغانستان کې خپل سفارت ژر پرانه‌نیزي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو ډلې، افغانانو د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو مخالفت، په افغانستان کې د امریکايي سیاستمدارانو ماتې او پر طالبانو بندیزونه هغه دلایل یاد کړي چې له مخې یې ښايي دغه هېواد کابل کې ژر خپل سفارت پرانېستلو ته زړه ښه نه کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم ویلي چې کابل کې د سفارت پرانېستلو نیت نه لري.

اتریش؛ډاکترانو هغه شخص ته چې خپله تناسلي اله یې پرې کړې وه، بله تناسلي اله ونښلوله

0

په اتریش کې یو سړي چې د “جاودیي مشروم” د زیاتې پیمانې خوړلو وروسته خپله تناسلي اله په تبر څو ټوټې کړې او وروسته یې د واورې په یوه کڅوړه کې اچولې ده.

نیویارک پوسټ ویلي، چې دا کس وروسته له دې کار د زیاتو الکولو څښلو سره مخ دی.

نیویارک پوسټ په خپل راپور کې زیاته کړې، چې ډاکټران توانیدلي چې یاد ناروغ ته بله تناسلي اله ونښلوي.

هېره دې نه وي چې دا د کلینګزور سنډروم په نوم ثبت شوې قضیه ده په کوم کې چې په رواني ناروغۍ اخته کس خپل ځان ته زیان رسوي.

د طالبانو حکومت:د داعش خراسان څانګې مرکزونه په پاکستان کې دي

د طالبانو حکومت وایي، د داعش خراسان څانګې مرکزونه او پټنځایونه د پاکستان بلوچستان کې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې داعش پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري او له هغه ځایه د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو کې بریدونه طرحه کوي.

د مجاهد په خبره، د افغانستان په خاوره کې د داعش ډلې تر ځپل کېدو وروسته د دغې ډلې مشران او غړي استخباراتي کړیو د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال کړي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت د پاکستان په اړه ورته څرګندونې کوي.

تر دې وړاندې پاکستان په ځلونو په طالبانو تور لګولی چې افغانستان کې ترهګر روزي او سیمه پرې ناامنه کوي.

طالبان؛د داعش ډلې هغه بریدګر مو ژوندي ونیول چې د پاکستان روزنیز کمپ څخه راغلي وو

د طالبانو حکومت وايي، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د برید طراح کوونکي نیولي، چې په خبره یې دغه کسان د پاکستان د بلوچستان په مستونګ کې د داعش ډلې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس‌پاڼه په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، یادو کسانو بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو او یو شمېر نورو بریدونو کې هم لاس درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغو کسانو عملیات په کابل او ننګرهار کې ترسره شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې یو یې تاجکستانی ځانمرګی برید ګر دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په کابل او فاریاب کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي او ځینې نور ژوندي نیول شوي چې دوی هم تازه د بلوچستان مستونګ کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.

خبرپاڼه کې د مجاهد له قوله ویل شوي، افغانستان کې د داعش ډلې له ځپل کېدو وروسته، د دوی مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو له لوري بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته انتقال شوي چې له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه سرته رسوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا ډلې هلته هم دیني علما، د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت واک ته تر رسېدو وروسته په لومړي ځل ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د بردیدونو هڅې کوي.

مارک زوکربرګ؛د نړۍ د څلورو میلیاردرانو کټګورۍ کې شامل شو

0

وروستۍ موندنې ښیي، چې د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ شخصي شتمني په ۲۰۲۴ کې له ۷۳.۴ میلیارد ډالرو څخه ۲۰۱ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې.

د میټا ادارې مشر مارک زوکربرګ د نړۍ څلورم بډایه کس شو، چې د ۲۰۰ میلیارد ډالرو شتمنۍ په لرلو سره د نورو څلورو میلیاردرانو په خوا کې راغلی.

د CNN په خبره، د ۲۰۰ میلیارد ډالرو کلب مخکې یوازې درې غړي درلودل چې اوس له زوکربرګ سره څلورو ته پورته شول.

بل خوا د ټیسلا او ټولنیزې شبکې ایکس پاڼې مشر ایلیون ماسک د ۲۷۲ میلیارد ډالرو په لرلو، جیف بیزوس، د ایمازون بنسټ ایښودونکی ۲۱۱ میلیارد ډالرو او برنار ارنو، متشبث او په نړۍ کې د ځینو لوکس برانډونو درلودونکی د ۲۰۷ میلیارد ډالرو شتمنۍ لرلو سره له زوکربرګ مخکې دي.

نیپال کې؛سیلابونو ۱۹۲ کسان وژلي

0

نیپال هېواد کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۱۹۲ کسان وژلي دي.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې د نیپال پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم ۳۰ تنه نادرکه دي.

د نیپال چارواکو د ددغه سیلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله درې ورځې ښوونځي هم رخصت کړي دي.

نیپال کې دغې سیلابونو د ځاني زیان تر څنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

امریکایي سناتور:اسرائیلو د حسن نصرالله د وژلو لپاره امریکایي بم کارولی

0

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر سناتور مارک کیلي له NBS سره مرکه کې ویلي، هغه بم چې حسن نصرالله پکې ووژل شو، د امریکا لخوا جوړ شوی و.

مارک کیلي ویلي، چې اسرائیلو د حسن نصرالله د وژلو لپاره دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې په څرګنده توګه د اسرائیلو ملاتړ کوي.

اسرائیلو تر اوسه دا نه دي ویلي، چې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژلو لپاره یې کوم ډول مهمات کارولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ اداره:د طالبانو له لوري د دوو خبریالانو د لس کاله بند محکومولو پرېکړې اندېښمن کړي

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له‌ لوري په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو پرېکړې اندېښمن کړي دي.

د دغه سازمان څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې نېول شوي چې اوس په لس کاله بند محکوم شوي.

یادې ادارې په نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو دغه خبریالان له بنده ازاد کړي.

ویل کېږي، چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلو؛نن سهار وختي د لبنان بیکا سیمه کې بمبار کړی

0

د اسرائیلو جنګي جیټ الوتکو نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې بمبار کړی.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی په دغو بریدونو کې د حزب‌الله د وسلو زېرمې په نښه کړي دي.

د اسرائیل پوځ زیاته کړې، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزب‌الله پوځي وړتیاوې له‌منځه یوسي.

ددغه بریدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات نه دي خپاره شوي.