دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 793

ملک نصیر:د پي‌ټي‌ایم ملاتړو ته په افغانستان کې طالبان ګواښونه کوي

ًقومي مشر ملک نصیر ادعا کوي، چې د پي ټي ایم ملګرو ته له افغانستان ګواښونه کېږي.

نوموړی وایي، هره ورځ د پي ټي ایم ملاتړي ورته پیغامونه پریدي چې طالبان یې ګواښي.

د هغه په خبره، خلک ورته وایي، چې طالبان ورته ګواښ کوي چې له بچیانو سره به یې ونیسي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم افغانستان کې د طالبانو له لوري د پي ټي ایم ملاتړي نیول شوي او وهل ټکول ورکول شوي دي.

مک‌کال:امریکا باید اسرائیلو ته د وسلو ورکړه چټکه کړي

0

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل‌مک‌کال له واشنګټن غوښتي چې اسرائیلو ته د وسلو ورکړه چټکه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، هغه ویلي، دا ډاډ باید حاصل شي چې اسرائیلو ته د امریکا د هر ډول وسلو ورکړه چټکه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه ایران پر اسرائیلو نږدې دوه سوه مزایل وتوغول.

له دغو بریدونو وروسته امریکا وویل، چې د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي.

اسرائیلو؛کرانه باختري سیمه کې ۱۸ فلسطینیان وژلي

0

په کرانه‌باختري سیمه کې د اسرائیل د برید له کبله ۱۸ فلسطینیان وژل شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې دا برید د کډوالو پر استوګنزي شوی.

بل لورته اسرائیل ویلي چې د دغه برید هدف یې د حماس ډلې یو سیمه‌ییز مشر وو.

حماس ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې دا برید د ایف۱۶ جنګي جټ له لوري شوی و.

کابل کې؛د راشد خان د واده مراسمو ته ګڼ امنیتي تدابیر نېول شوي

نن په کابل کې د کرکټ د نوموتي لوبغاړي راشد خان د واده مراسم دي.

د هغه د واده مراسمو ته ګڼ شمېر لوبغاړي، سوداګر، مشهور شخصیتونه او زرګونه افغانان راغلي دي.

د راشد خان واده په سوشل میډیا کې د خلکو بېلا بېل غبرګونونه راپارولي دي.

ډېرو خلکو کابل کې د راشد خان واده ستایلی او دا یې د راشدخان له خپل وطن سره وفاداري یاده کړې.

ویل کېږي، چې د راشد واده ته بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د یادونې ده چې راشد خان سره یې د کورنۍ د درېیو نورو غړو ودونه هم دي.

پښتین:یوولسم د اکتوبر جرګه به ټول پښتانه په شریکه کامیابوو

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې د یولسم اکتوبر د جرګې د تیاري په جرم د شانګلې ځوان فواد علي د پاکستان چارواکو نیولی دی او د شانګلې د ډیرو مشرانو په کورونو یې چاپې وهلې دي.

پښتین ویلي، چې شانګله د ملت په مِلي کاروان کې قربانې ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې یولسم د اکتوبر جرګه به مونږ ټول پښتانه په شریکه کامیابوو.

هغه د شانګلې له خلکو مننه کړې او د هغوی د چمتوالي هرکلی یې کړی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:افغانستان کې له ښځو سره روان ظلم یو طرحه شوی پروګرام دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره” طرحه شوی پروګرام” بللی.

راپور کې راغلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښځو شاتګ کړی او داسې فرمانونه یې صادر کړي چې مېرمنې، له عامه او سیاسي ژوند څخه څنډې ته کوي.

د راپور له مخې، زیاتې ښځې د یوازیتوب احساس کوي او له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، له محدودیتونو سره سره افغانو ښځو بشپړ مقاومت کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د لېوه مړۍ

0

لیکوال: رحمت شاه فراز

کیسه لومړنۍ معلوماتي ټکنالوژي وه، چې بشر اختراع کړه. کیسو په لوی شمېر د معاونت او همکارۍ بنیاد کېښود او بشر يې د ځمکې په مخ تر ټولو زورور حیوان کړ. مګر کیسې هم خپل محدودیتونه لري.
لومړی په دې غږېږو، چې کیسې د ملتونو په جوړولو کې څه ډول لاس لري. ګڼ ملتونه لومړی د شاعرانو په تخییل کې رامنځته شوي دي. مثلاً په ۱۸۹۰ کلونو کې د بیالیک په نوم یوکرایني یهودي، ګڼ شعرونه او کیسې ولیکلې او اروپايي یهودو ته يې په دوی باندې د کېدونکو ظلمونو او کمزورتیاوو په اړه وویل او په دوی يې غږ وکړ، چې له خپله ځانه وسله واله دفاع وکړي، فلسطین ته دې کډه وکړي او هلته دې خپل دولت په پښود ودروي. نوموړي په خپل یوه مشهور نظم کې پر یهودي ښځو ډله ییز تېري ته اشاره وکړه او یهودي سړي يې له وېرېدلو موږکانو سره تشبیه کړل او داسې یې انځور کړل، چې یهوديانو خدای ته لاسونه لپه کړي دي او د یوې معجزې په تمه دي. د دغه نظم لوست اوسمهال په ښوونځیو کې اجباري دی او په هر هغه چا یې هم لوستل لازمي دي، چې غواړي، په تېرو دوو زرو کلونو کې پر یهودو د تېرو شویو ظلمونو داستان واوري. د دغو خبرو پایله وه، چې يهودي پوځ د نړۍ د ځواکمنو پوځونو په کتار کې ودرېده، او همدا شعرونه وو، چې بیالیک ته يې د اسرائیل د ملي شاعر تاج ور په سر کړ.
یوه خوا بیالیک په یوکراین کې شعرونه ليکل، نو بل خوا په هنګري کې تیودور هرزل یهودي په ۱۹۸۰ کلونو کې د صیهونستي رژیم په سازمان بندي کې بوخت و. هرزل دوه کتابونه ولیکل، «یهودي دولت»، چې په فلسطین کې د یهودي دولت د قیام لپاره د هرزل نظریات وړاندې کوي او بل کتاب يې «پخوانۍ نوې ځمکه» یو ناول دی، چې د یوه خوشاله او هوسا یهودي دولت انځور پکې ايستل شوی دی. دغه کتابونه، سره له دې چې په فلسطین کې يې ځمکني واقعیتونه ډېر سخت له پامه غورځولي وو، د صیهونستي رژیم په جوړېدو کې خورا ډېر اغېزمن وو. «پخوانۍ نوې ځمکه» په عبراني ژبه کې په تل ابیب وژباړل شوه او تل ابیب ښار، چې د کتاب له چاپ نه اووه کاله وروسته منځته راغی، خپل نوم يې له دې کتابه اخیستی و. بیالیک د اسرائیل ملي شاعر دی، مګر هرزل د اسرائیلي دولت لرلیدونکی شو.
بیالیک او هرزل د خپل وخت ډېر زیات واقعیتونه له پامه وغورځول، مثلاً دا چې په ۱۹۰۰ شاوخوا کې د فلسطین په شاوخوا ۶۰۰ زره نفوس کې یهودو یوازې له شپږ تر نهه سلنه پورې جوړوله. خو دې دواړو لیکوالو د بایبل کیسو ته ډېر زیات ارزښت ورکړ او دغه راز دواړه د ملتپانې له هغو اسطورو هم ډېر زیات اغېزمن وو، چې دغه مهال په اروپا کې شاوخوا هرې توکمیزې ډلې د ځان لپاره پنځولي وو. تر دې پورې چې هرزل وویل، چې ملتونه له خوبونو، سندرو، افسانو را پورته کېږي.
مګر خوبونه، سندرې او افسانې چې هر څومره الهام بښونکې هم شي، د یوه فعاله ملي دولت د جوړولو لپاره کفایت نه کوي. د دغه دولت د ساتنې لپاره پوځ ته اړتیا ده او مالیې ته اړتیا ده، چې وسلې او توپکې پرې واخلي. د کثافاتو لپاره د کانالیزاسیون او ویالو سیسټم پکار دی. وطنپالنه خو دا نه ده، چې د خپل مور وطن په ښکلا کې ترانې وغږوې او دا خو بالکل نه ده، چې د نورو قومونو او اقلیتونو په باره کې له کرکې ډکې ویناوې وکړې. اصلي وطنپالنه دا ده، چې مالیه ورکړې، تر څو د هېواد وګړي د ویالو او کانالیزاسیون، امنیت، تعلیم او عامې روغتیا له سیسټمونو نه برخمن شي.
بيا د دغو ټولو خدمتونو او مالیو ټولولو لپاره ډېر زیات معلومات باید راټول، ذخیره او پروسیس شي. د جایدادونو، تادیو، قرضونو،، زېرمو، بودیجو، بیلونو او معاشونو په باره کې یوه دنیا معلومات باید زموږ په لاس کې وي. مګر دا معلومات خو داسې څه نه دي، چې په یوه کیسه به يې بدل کړې او دغه کیسه به په یادو زده کړې. بلکې دغه ټول معلومات د لیسټونو، جدولونو او پراخو پاڼو په شکل کې راځي.
لیسټونه نه یوازې د ملي مالیې د سیسټمونو لپاره ضرور دي، بلکې د نورو مغلقو مالي مؤسسو لپاره هم ورته اړتیا ده. شرکتونه، بانکونه او د اسهامو بازارونه له دوی پرته دوام نه شي موندلی.
لیسټونه او کیسې د یو بل بشپړوونکې دي یا به ووایو چې لازم و ملزوم دي. ملي اسطورې د مالیو حسابونو ته مشروعیت ور بښي، او د مالیو حسابونه بيا په دې کې مرسته کوي، چې دغه ذهني کیسې په کانکريټي ښوونځیو او روغتونونو تبدیلې شي. دا خبره په هر ځای کې په همدې شان ده. ډالر، پاؤنډ، یورو او بیټ کواین د یوه ډله اغېزناکو خلکو د کیسو په مټ وجود مومي، او هغه افسانې چې بانکوال، د مالیې وزیران او لوی پانګه وال يې بیانوي، د هغو په مټ د دې پیسو ارزښت یا پورته ځي یا ښکته ځي. مګر په دې ټولو سربېره، بيا هم د یوه بانک د مدیریت لپاره لیسټونه خورا ضرور دي.
خو د لیسټونو ستونزه او له کیسو سره يې فرق دا دی، چې لیسټونه له کیسو ډېر زیات ستومانوونکي دي، او دا په دې معنا ده چې کیسې په اسانه په یادو زده کولی شو، خو د لیسټونو په زړه ساتل ستونزمن کار دی. ارتقا زموږ ماغزه داسې اوډلي دي، چې په ډېره لویه کچه معلومات هغه مهال اخیستلی، ساتلی او پروسیس کولی شو، چې د کیسو په بڼه ترتیب شي. رامایانا د هندو اسطورې له بنسټي افسانو څخه ده. دغه افسانه ۲۴ زره کرښې اوږده او شاوخوا ۱۷ سوه مخه حجم لري.
په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې پر رامایانا فلم او ټلویزوني سریال جوړ شو. په ۱۹۸۷- ۸۸ کې دغه ۷۸ برخې سریال (چې شاوخوا ۲۷۳۰ دقیقې کېده) په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتل شوی سریال وپېژندل شو. په ۲۰۲۰ کې د کرونا په دوران کې دغه سریال یو ځل بیا په ټلویزون خپور شو. او یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو ډېر کتل شوی سریال وګرځېده. د انسان اوږدمهاله حافظه د دې لپاره سازه شوې ده، چې کیسې زېرمه کړي. مګر ډېری خلک د لیسټونو په زړه کول ډېر ستونزمن مومي. د حفظ کولو په میتودونو کې د دې لپاره چې د توکو یو لیسټ حفظ کړای شي، هغه توکي په یوه پلاټ کې اوبدل کېږي، او په دې سره لیسټ د کیسې بڼه خپلوي. خو ان د دغو میتودونو په مرسته به هم څوک وکولی شي، چې د ټول هېواد د مالیې او بودیجې حسابونه په ذهن کې وساتي؟
د ملي شعرونو او اسطورو برخلاف، چې په مغزو کې زېرمه کېدلی شي، مغلقو ملي مالیو او مدیریتي سیسټمونو ته یوه غیرعضوي معلوماتي ټکنالوژي پکار وه. دغه ټکنالوژي لیکلي اسناد وو.

د پور وژل

لیکلی سند څو څو ځله په ګڼو ځایونو کې اختراع شوی دی. په لومړنیو بېلګو کې يې بین النهرین یادولی شو، چې د اور د پاچا «شوګلي» یوه خټینه لوحه ده او په دې لوحه کې د پسونو او اوزو میاشتنۍ تادیې خوندي شوې دي. د دې ټولو تادیو په یاد ساتل د شاهي ادارې لپاره خورا مهم وو، چې د رعیت اطاعت ور معلوم شي او د سرچینو حساب ورسره وي.
په تاریخ کې د کیسو او نورو ټولو معلوماتي ټکنالوژیو په څېر، لیکلي اسناد هم په حتمي توګه د واقعیت دقیقه نماینده ګي نه کوي. مثلاً د اور په هغه خټینه دړه کې هم تېروتنه وه. په سند کې ویل شوي و، چې د یوې میاشتې په جریان کې ټول ۸۹۶ حیوانات ترلاسه شوي، مګر اوسنیو پوهانو چې ټول مندرجات جمع کړل، شمېر يې ۸۹۸ شوی و.
خو که صحیح وي یا غلط، لیکلي اسناد نوي واقعیتونه پنځوي. اسنادو چې په ځان کې جایدادونه، مالیې او تادیې خوندي کولی شوی، نو په دې سره د اداري سیسټمونو، سلطنتونو، مذهبي سازمانونو او تجارتي شبکو جوړول تر پخوا ډېر اسانه شوو. په شفاهي کلچرونو کې به بین الذهني واقعیتونه د شفاهي کیسو له لارې پنځېدل، چې ګڼو خلکو به په خوله یو بل ته کولې او په مغزو کې به یې ساتلې. مګر ماغزه د هغو ټولو بین الذهني واقعیتونو په حفظ کې پاتې راغی، چې انسانانو اختراع کړي وو.
مګر لیکلو اسنادو دغه محدودیت له منځه یووړ. اسناد د یوه عیني واقعیت استازیتوب نه کوي، بلکې اسناد پخپله یو واقعیت وو. هغسې چې په راتلونکو فصلونو کې به يې وګورو، لیکلو اسنادو د کمپیوټرونو لپاره د ابتدايي ماډلونو حیثیت خپل کړ. نن ورځ چې کمپیوټر د بین الذهني واقعیتونو د پنځولو قابلیت لري، دا د هماغو خټینو لوحو او کاغذي ټوټو امتداد دی.
په شفاهي ټولنو کې چې لیکلي اسناد يې نه درلودل، د ملکیت بین الذهني واقعیت به د ټولنې د غړو د خبرو او چلند له مخې وجود مونده. دا چې یو پټی ستا دی، دا په دې معنا وه، چې ستا ګاونډیان دا مني، چې دا پټی ستا دی او چلند او برخورد يې هم همدغسې دی. دوی به په دې ځمکه خېمه نه دروله، خپل څاروي به يې نه څرول، یا به يې ستاسو له اجازې پرته ستاسو مېوه نه شکوله.
په غیرشفاهي یا په لوستو ټولنو کې د یوه پټي ملکیت په دې معنا شو، چې په یوه خټینه لوحه، د باڼس یا کاغذ په ټوټه یا د سلیکان په چیپ لیکل شوي دي، چې دا پټی ستا دی. که ستا ګاونډیانو په هغه ځمکه له کلونو راهیسې خپل څاروي څرولي وي او هیچا هم دا نه وي ویلي چې دا پټی ستا دی، خو که ته په یو نه یو ډول یو رسمي سند را جوړ کړې، چې پکې لیکل شوي وي، چې دا پټی ستا دی، نو د دې ډېر زیات چانس دی، چې ته خپله ادعا په حقیقت بدله کړې.
دا په دې معنا شو، چې ملکیت د یوه داسې مرکزي چارواکي په لاس کې دی، چې اړوند اسناد جوړوي او واک يې ورسره دی. دا په دې معنا هم ده، چې ته خپل پټی د خپلو ګاوڼدیو له اجازې پرته هم خرڅولی شې او یوازې به هغه مهم سند نوي څښتن ته انتقالوې.
د اسنادو په لاس د بین الذهني واقعیتونو د پنځولو ځواک په لرغونې اشوریايي لهجه کې ډېر ښایسته غبرګ شوی دی، چې اسنادو ته يې د ساکښو موجوداتو په سترګه کتل چې وژل کېدلی شوی. کله به چې قرض پرې شو، نو د پور تړون به وژل کېده، چې په اشوري ژبه کې يې «داؤکوم» باله. دا کار به داسې کېده، چې کله به چا پور پرې کړ، نو هغه خټینه لوحه به يې له منځه یووړه، یا به يې یوه نښه پرې ولګوله او يا به يې مهر ترې مات کړ. داسې هم کېدل، که به چا پور نه و ورکړی، مګر سند به يې «مړ» شو، نو پور به هم نه پاتې کېده. دا کار زموږ له پیسو سره هم کېدلی شي. که مو سپی د سلو ډالرو نوټ وخوري، نو بیا خو هغه سل ډالره له منځه لاړل.
کله چې اساسي قوانین، د سولې تړونونه یا تجارتي قراردادونه لیکل کېږي، نو وکیلان، سیاسیون او سوداګر اوونۍ او ان میاشتې میاشتې د سند په متن سرخوږی تېروي، ځکه دوی پوهېږي، چې دغه د کاغذ ټوټه خورا لوی ځواک لري.

بیوروکراسي

هره نوې معلوماتي ټکنالوژ‎ي لوړې او ژورې لري او ځینې پخواني مشکلات حل کوي او یو شمېر نوې ستونزې له ځان سره راوړي.
کله چې اسناد ډېر زیات شوو، نو د اسنادو پیدا کول ډېر ستونزمن شو. دا د پاچاهانو، راهبانو، سوداګرو او هر هغه چا لپاره یو لوی ګواښ و، چې په خپلو آرشیفونو کې به يې زرګونه اسناد جمع کړي وو. په دې زرګونو اسنادو کې ته د خپلې اړتیا سند څه ډول لټوې؟ سمه ده، چې لیکلي اسناد د ځینو معلوماتو په خوندي کولو کې تر بشري مغزو بهتر وو، مګر دغو اسنادو یوه بله او جدي ستونزه را پیدا کړه: د اسنادو د بېرته ترلاسي ستونزه.
زموږ ماغزه په خپلو بیلیونونو نیورونونو او ټریلیونونو ساینپسونو کې د خوندي شویو معلوماتو په را ایستلو کې ډېر زیات مؤثر کار کوي. دا چې زموږ ماغزه په څه ډول دغه کار کوي، تر اوسه پورې هېڅ څوک په دې نه پوهېږي، چې حافظه څه شی ده او په څه ډول معلومات خوندي کوي او بېرته يې را باسي. سره له دې چې عصبپوهانو په دې برخه کې ځینې پرمختګونه کړي دي. خو کله چې انسان د معلوماتو د خوندي کولو وظیفه له خپلو عضوي مغزو څخه واخیسته او غیر عضوي اسنادو ته يې وسپارله، نو بیا خو د معلوماتو د ترلاسي لپاره په بیالوژیکي سیسټم باندې تکیه نه شوای کېدلی. د ارتقا پروسې انسانان د دې جوګه کړي، چې په ځنګلونو کې مېوې یا مرخېړي ولټوي، خو په آرشیف کې د اسنادو پیدا کولو قابلیت یې نه دی ورکړی.
بله دا ده، چې ارتقا خو ځنګلونه هم په عضوي ترتیب رغولي دي. مېوې فوټو سنتیسیز عملیه لري، نو د لمر رڼا ته اړتیا لري. مرخېړي په مړه عضوي ماده کې وده کوي، نو ځکه عموماً په ځمکه کې موندل کېږي. بله دا ده، چې مڼې د مڼو په ونه کې وي، او انځر د انځر په ونه کې. موږ چې په مڼو پسې وځو، نو لومړی د مڼو ونه پیدا کوو او بیا پورته ګورو. انسان چې په ځنګله کې مېشت و، په دغه عضوي ترتیب يې ځان پوه کړ.
خو آرشیفونه ډېر زیات فرق لري. دا چې اسناد ژوندي موجودات نه دي، نو بیالوژیکي قوانینو ته هم غاړه نه ږدي، او د ارتقا پروسه يې زموږ لپاره نه منظموي. د مالیو راپورونه د مالیې په تاخچه کې نه را شنه کېږي. دغه راپورونه باید په خپل لاس هلته ایښودل شوي وای. د دې لپاره اړتیا وه، چې د تاخچو له مخې د معلوماتو د ډلبندي نظریه جوړه شي، او بیا دا پرېکړه وشي، چې کوم اسناد په کومو تاخچو کې کېښودل شي. د دې کار لپاره د آرشیف مسوولینو د نړۍ لپاره یو نوی نظم ایجاد کړ. دغه نظم ته بیوروکراسي ویل کېږي.
د بیوروکراسي له مخې خلکو وکولی شو، چې په لویو سازمانونو کې د اسنادو د بیا را ایستنې ستونزه حل کړي، او په دې توګه تر پخوا لویې او لا ځواکمنې معلوماتي شبکې وپنځوي. مګر د اسطورو په څېر، بیوروکراسي هم حقیقت د نظم له سره قرباني کوي. بیوروکراسي چې نوی نظم اختراع کړ او په نړۍ يې نافذ کړ، نو د نړۍ په هکله د خلکو په فهم کې يې په بې ساري ډول لاسوهنه وکړه.

بیوروکراسي او د حقیقت لټون

د بیوروکراسي لغوي معنا د «دفتري مېز واکمني» ده. دغه اصطلاح د اتلسمې پېړۍ په فرانسه کې منځته راغله، چې یو عادي مامور به خپل مېز ته ناست و، او دې مېز به روکونه یا «بیورو» درلودل. بیوروکراسي د بیا ترلاسي ستونزه په دې طریقه حل کوي، چې نړۍ په روکونو وېشي، تر څو دا معلومه شي، چې کوم سند په کوم روک کې باید کېښودل شي. دا اصل همېش په خپل شکل پاتې کېږي، فرق نه کوي، چې دغه سند په روک کې ایښودل کېږي، یا په تاخچه، ټوکرۍ، لوښي، د کمپیوټر فایل یا بل شي کې: بېل يې کړه، اېل يې کړه. نړۍ په چوکاټونو ووېشه، او بیا چوکاټونه له یو بل لرې وساته، چې اسناد له یو بل سره ګډ وډ نه شي. خو دغه اصل خپله بیه لرله. بیوروکراسي د دې په ځای چې پر نړۍ له هغې زاویې غور وکړي، څرنګه چې نړۍ په واقعیت کې ده، بیوروکراسي زیاتره وختونه په دې کې بوخته وي، چې پر نړۍ نوی او مصنوعي نظم نافذ کړي. بیوروکراتان ډول، ډول روکونه ایجادوي، چې په اصل کې بین الذهني واقعیتونه وي، چې د نړۍ له عیني ډلبندیو سره يې هېڅ ډول راشه درشه نه وي. نو کله چې بیا نړۍ د دوی په روکونو کې پوره نه راځي، نو بیوروکراتان هڅه کوي، چې نړۍ خپلو روکونو ته برابره کړي. هغه چا چې رسمي فورمه يې کله ډکه کړې وي، په دې خبره ډېر ښه پوهېږي. کله چې موږ فورمه ډکوو، او د فورمې یو آپشن هم زموږ له وضعیت سره سمون نه خوري، نو بیا موږ خپل ځان له فورمې سره برابروو. [کالي نه اوږدوو، خپل ځان جامو ته برابروو.]
بیوروکراتان اصلاً هڅه کوي، چې د روکونو په ایجاد سره په نړۍ کې نظم قایم کړي، خو دغه نظم يې د حقیقت په بیه تمامېږي. په دغه وېش کې ځینې وختونه داسې هم کېږي، چې د کوچنیو موخو لویې اغېزې پکې په پام کې نه وي نیول شوې. مثلاً یو بیوروکرات چې د تولید دنده له ور له غاړې وي، د خپل تولید د زیاتوالي په حرص کې چاپېریالي اندېښنې په پام کې نه نیسي. خو بل نفر ته چې بیا د چاپېریال له ککړوالي سره د مبارزې دنده وسپارل شي، نو هغه دومره کلک قوانین وضع کړي، چې په پایله کې يې اقتصادي تباهي رامنځته شي.
د بیوروکراتانو دغه وېش یوازې په دولتي ادارو او شخصي سکتورونو کې نه دی، بلکې په علمي او ساینسي مؤسساتو کې هم دی. مثلاً تاسو وګورئ، چې په پوهنتونونو کې مختلف پوهنځي او ډیپارټمنټونه تقسیم شوي دي. تاریخ له بیالوژي او ریاضیاتو جلا دی. ولې؟ ښکاره ده چې وېش عیني واقعیت نه منعکسوي. مثلاً د کرونا وبا يوه تاریخي، بیالوژيکي او ریاضیکي حادثه هم ده او په ورته وخت په دې ټولو پورې هم تعلق لري. خو د وباوو علمي څېړنه د تاریخ، بیالوژي او ریاضیاتو په جلا جلا ډیپارټمنټونو وېشل شوې ده. بله دا چې په علمي زینه چې تاسو څومره بره ځئ، هماغومره پر تاسو د تخصص فشار زیاتېږي او پر تاسو دایره راتنګېږي. پر اکاډمیکه نړۍ نن ورځ د نشر یا فنا قانون حاکم دی. که دنده غواړې، نو باید په علمي ژورنالونو کې مقالې خپرې کړې. خو دغه ژورنالونه هم په څانګو وېشل شوي دي او د بیالوژي په ژورنال کې چې د وایروس په بدلونونو مقاله خپروې، نو د دغې مقالې تقاضاوې له هغې مقالې سره فرق لري، چې په تاریخي ژورنال کې د وباوو په سیاست خپرېږي.
مګر ارتقا داسې ده، چې په هېڅ بیوروکراتیک چوکاټ کې په اسانۍ نه ځایېږي. د ارتقا اصلي نکته دا ده، چې انواع تل د بدلون په حال کې دي او دا په دې معنا ده، چې هره نوعه چې په نه بدلېدونکي روک کې ایښودل کېږي، د هغه بیالوژیک واقعیت ورسره په بله اوړي. لیکوال په دې ځای کې د حیواناتو او د بشر د پخوانیو انواعو پر بیالوژي او تناسل خبرې کوي؛ او ټول استدلال يې په دې څرخېږي، چې بیالوژیک موجودات په چوکاټونو کې نه ځایېږي؛ بله دا چې په دې هکله زموږ پوهه یا معلومات ډېر نیمګړي او ناقص دي. لیکوال د وایروسونو په هکله هم غږېدلی، چې څه ډول موجودات دي. او راته وايي، چې د وایروسونو په هکله زموږ پوهه عیني واقعیت نه دی، بلکې بین الذهني واقعیت دی.
ښکاره ده چې بین الذهني عقاید هم د واقعیت برخه دي او موږ انسانان چې څومره ځواکمن کېږو، هماغومره زموږ بین الذهني باورونه زموږ له معلوماتي شبکې دباندې د نړۍ لپاره ډول، ډول پایلې راوړي. مثلاً کوم حیوانات چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وي، هغه په بېلا بېلو کټکوريو وېشل کږي. مثلا هغه حيوان چې د «تر خطر لاندې» کټګورۍ پورې تعلق لري، نو بیوروکراتان د هغو پر ښکار بندیز لګوي او احتیاطي تدابیر ورته نیسي. نو لیکوال د دې ټکي په بنیاد راته وايي، چې زموږ ډلبندي د یوه حیوان د ژوند او مرګ برخلیک ټاکلی شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

پښتو لاتین لیکدود، اړتیا که انتخاب؟

0

لیکوال: دکتور محمد تنها

موده مخکي مې اکسفورډ څېړنیز ژورنال ته یو څېړنلیک لیکل، د څېړنیزو لیکنو له دود سره سم مې باید د څېړن سیمې په اړه لنډ تاریخي او کلتوري شالید لیکلای وای. په سیمه کې د چاپیریالي راډیواکټیفیټي تعیین لپاره په لمړی ځل روسي او افغاني انجنیرانو په اتیایمه زیږدیزه لسیزه کې سروې کړې وه، له ډېر لټون وروسته مې د دې سروې په اړه په نړیوالو څېړنیزو کتابتونونو کې هیڅ داسې کره لاسوند پیدا نکړ چي زه یې د اخځلیک په بڼه وکارووم، یواځيني د کار وړ لاسوندونه چې موجود ول په ملي ژبه لیکل شوي ول. اوس دوهمه ستونزه دا وه چې په ملي ژبه لیکل شوي لاسوندونه به څنګه د اخځلیکونو په بڼه کاروم ؟ پرته له دې چې یې لمړی له ملي ژبې رومانیک کړم بله چاره نه وه، د رومانیزېشن لپاره یوه نسبتاً منلې سرچینه چې په ډېری علمي څېړنیزو مطالعاتو کې کارول کېږي د آمریکا کانګرس کتابتون لخوا رومانیزیشن ته د اړولو وړاندې شوې کړنلاره ده. دې یوې کرښې اخځلیک اړولو ښایسته ډېر وخت راڅخه واخیست خو چې کله مې لارښود پروفیسور ته ور وښود نو هغه ویل معیاري نده، کېدای شي څېړنلیک دې د ژورنال لخوا رد شي، یوه بشپړه ورځ مې بله پرې تېره کړه تر څو د ژورنال له اصولو سره سم یواځې یوه کرښه اخځلیک له ملي ژبې څخه رومانیک ته واړوم.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د ډوکټورا یوه بل څېړونکي ملګري د هسپانیې له یوه پوهنتون څخه اړیکه راسره ونیوه او له ورته ستونزي یې سر ټکاوه. دواړو په دې موضوع ښایسته ډېر بحث وکړ چې نړیوالې اکاډمیکې کورنۍ ته د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ غړیو شاملېدل هغه مهال ممکن او آسانه دي چې مونږ له نړۍ سره په اکاډمیکه راکړه ورکړه پوی شو، د دې راکړې ورکړې پوهاوي په وړاندې سترخنډ له نړۍ سره د یوې ګډې اکاډمیکې ژبې او لیکدود نه شتون دی، دا ستونزه یواځې مونږ نه لرو بلکې عربي نړۍ، ایران او ټول هغه هیوادونه چې په غیر رومانیک لیکدود لیکنې کوي له دې ستونزې سر ټکوي.

په اکاډمیکو او څېړنیزو لیکنو کې هغه لیکنې درندې او معتبرې دي چې د لوړاغېز ضریب لرونکو علمي ژورنالونو کې د پيير رویو په بڼه چاپ شوې وي. کله چې تاسو څېړنیزې لیکنې داسې معتبرو ژورنالونو ته د خپرولو لپاره لیږۍ، نو ژورنال دا لیکنې ستاسو په مسلک کې یوه بل متخصص ته د بیا کتنې یا پییر رویو لپاره لېږي چې د یوه لنډ څېړنلیک د بیا کتنې او نظریاتو ادلون بدلون پروسه کولای شي له دوو میاشتو تر یوه او آن دوو کلونو پورې وخت ونیسي، خو کله چې بیا دا پایلې چاپ شي نو اعتبار یې په نړیواله کچه ډېر لوړوي، کله کله کېدای شي سترې کمپنۍ، ادارې او دولتونه ستاسو دا موندنې په ډېره لوړه بیه وپېري. د دغه ډول ژورنالونو کتونکي ډله یا پییر رویورز تر ډېره بریده یواځې په انګریزي ژبه پوهېږي او په رومانیک لیکدود د اصلاح وړاندیز کوي، نو که پداسې معیاري ژورنالونو کې د څېړنلیک د چاپولو هوډ لري باید دا په پام کې ونیسي چې د ژورنال له اصولو سره سم هرڅه په انګریزې ژبه او رومن لیکدود ولیکي.

که تاسو د هغو هیوادونو علمي او څېړنیز ژورنالونه ته چې په رومانیک لیکدود لیکنې نکوي وګورئ او یا یې هم په سکالر ګوګل لټون کې د اغیز ضریب وپلټئ نو نږدې ټولي یې د اغېز ټیټ ضریب لري، ځکه خو د دغو هیوادونو ډېرو مهمو څېړنو پایلې هم تر قیامته یواځې په آرشیف کې پاته او خوسا شي، د کم اعتبار او ټیټ ضریب له وجي یې نه کمپنۍ پېرلو ته زړه ښه کوي او نه یې هم د سایټېشن لپاره څوک کاروي.

په دې ورستیو کې ځینو ځوانانو له عربي لیکدود څخه لاتین لکیدود ته د پښتو اړولو هڅي پیل کړي چې له کلکو مخالفتونو او نسبي موافقتونو سره مخامخ شوي، متاسفانه د مخالفت سرلاري یې تر موافقینو ډېر او متشدد دي او علت یې هم ماته هماغه کره افغاني سایکولوژي ښکاري چې د هرډول بدلون په وړاندې له ښېګڼو او بدیو څېړلو مخکې غوڅ مخالفت یا موافقت کوو. زه ډاډه یم چې زما په ګډون ډېرو موافقو او مخالفو کسانو د لیکدود اړونې په اړه هیڅ علمي اخڅلیکونه ندي کتلي، په علمي ډول یې ګټي او تاوانونه ندي سره پرتله کړي او یواځي یې د مخالفت لپاره مخالفت او یا هم د موافقت لپاره موافقت کړی. که زه دې هڅو ته یواځې د یوه څېړونکي له دربچې وګورم نو فکر کوم چې د لیکدود دا ډول اړول یو انتخاب نه بلکې یوه اړتیا ده، دا چاره به مونږ له نړۍ سره په اکاډمیک ډګر کې یو ګام نږدې کړي، نړۍ ته به زمونږ څېړنیزو لاسوندونو او مونږ ته به د نړۍ څېړنیزو لاسوندونو پوهاوی آسانه شي، له یو بل سره به په اکاډمیکه ژبه پوی شو، د اخځلیکونو پورته یادو شویو ستونزو ته ورته اکاډمیکو ستونزو په را کمولو او له له مینځه وړلو کې به مو ستونزه تر ډېره بریده حل کړي، کېدای شي د نورو نړیوالو غني او اکاډمیکو ژبو لکه انګلیسي په زدکړه کې هم ځکه مرسته راسره وکړي چې که چېرې مونږ انګرېزي زدکول پیلوو نو لږ ترلږه له لیکدود، غږونو او وایو سره به واردمخه آشنا یو. زه دعوه نه کوم چې هرڅه ته باید یواځې د څېړنو له دربچې وکتل شي خو له دې هم خوښ نه یم چې د هرنوي بدلون دې خامخا وچ کلک مخالفت وشي. زه په دې باور یم چې دا مسئله له خواله رسنیو او اخبارونو ور هاخوا باید وڅېړل شي، زمونږ د ژبو، کلتور، قوانینو، ساینس او ټکنالوژۍ اکاډمیکي ادارې دې سره کېني او د لیکدود اړولو د ګټو او تاوانونو پرتله دې سره وکړي، په خواله رسنیو کې دا خبره په دومره سطحي انداز مطرح کول او بیا یې په تمسخر آمیزه ډول وچ کلک مخالفت کول او بیا هغه له دینداري او بېدیني سره نښلول بیخي غیر مسلکي او غیرعلمي ښکاري. علمي کارونه په غیر علمي پلاټفورمونو کې مطرح کول سړي ته د اوښ او رباب غږولو متل ور په زړه کوي. په دې هیله چې د پښتو لیکدود اړونې په اړه د کفر او الحاد له ټاپو ور هاخوا مسلکي بحث ته ټغر وغوړېږي او د افغانستان اکاډمیکه کورنۍ یې په ریښتینې اکاډمیکه او مسلکي مانا وڅېړي، مونږ ته دا پوښتنه را ځواب کړي چې له اوسنۍ بڼې څخه لاتین ته د پښتو لیکدود اړول یوه اړتیا ده که انتخاب ؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د بخښنې نړۍوال سازمان؛د جاوید کوهستاني او حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت له لوري د شنونکو او خبریال حکمت ارین نیول کېدل غندلي او دا کار یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللی.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتي چې د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني، خبریال حکمت ارین او نور هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي، ژر تر ژره ازاد کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو یو شمېر هغه کسان نیولي چې رسنیو کې یې پر دوی توندې نیوکې کولې.

لبنان؛اسرائیلو پر یو استوګنزي برید کړی چې شپږ تنه یې وژلي

0

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلو تېره شپه بیروت کې پر یو استوګنزي برید کړی چې شپږ تنه یې وژلي.

دا برید د لبنان په جنوب کې د اسرائیل د اتو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته شوی.

بل لورته د نړۍ ګڼو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنان ووځي.