دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 792

اسرائیلو؛د حزب‌الله د نوي مشر هاشم صفي‌الدین د وژلو خبر ورکړی

0

اسرائیل وایي، چې د پنجشنې د ماښام په بریدونو کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین یې هم وژلی دی.

په ورته وخت کې العربیه هم د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیلو د هاشم صفی الدین مړینه تایید کړې ده.

د حزب‌الله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلو د حزب‌الله مشر حسن نصرالله د بیروت په جنوب کې په یو هوایي برید کې وواژه.

نورستان کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله اووه تنه مړه شوي

نورستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه تنه مړه شوي دي.

د سیمه‌ييزو مسوولینو په خبره، پېښه د دواب ولسوالۍ اړوند بجیګل سیمه کې د یو موټر چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

په پېښه کې اته تنه نور ټپیان دي، چې د درېیو ورضعیت نازک ښودل شوی.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی، چې ډېر کله یې اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.

حامد کرزي؛توماس ویسټ سره ټیلفوني خبرو کې له هغه مننه کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي له توماس ویسټ مننه کړې چې د خپل ماموریت په دوره کې یې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې هڅې کړې دي.

نوموړي نن د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ټیلفوني خبرې کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي ماموریت کې هم بریالی وي.

توماس ویسټ له خلیلزاد وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و، چې تېره اوونۍ یې دنده پای ته ورسېده.

یوسفزی:د پاکستان مرکزي حکومت د لاریونونو له کبله وارخطا شوی

0

پاکستانی خبریال سمیع یوسفزی وایي، د پاکستان دارلاخلافه د اسلام اباد امنیت د دولسو ورځو لپاره پوځ ته وسپاره.

د یوسفزي په خبره، دوی دا کار د عمران خان ګوند د لاریونونو له کبله کړی.

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال اسلام اباد ښار ته ټولې لارې تړل شوي.

یوسفزی دغه راز وایي، د خیبر پښتونخوا علی وزیر پېښور څخه اسلام اباد ته را روان دی او مرکزي حکومت د لاریونونو له کبله وارخطا ښکاري.

هغه ویلي، پاکستان له ژور سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران سره مخ دی.

ایران:ایران د لبنان تر شاه ولاړ دی

0

ایران یو وار بیا له لبنان څخه د خپل ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ بیروت کې خبریالانو ته ویلي، چې هېواد یې پر اسرائیل د نورو بربدونو اراده نه لري؛ خو د دوی د نورو اقداماتو په صورت کې به سخت ځواب ورکړي.

عباس عراقچي ویلي، بیروت کې د ده حضور ښیي چې ایران د لبنان تر شاه ولاړ دی.

د بښنې نړیوال سازمان:پاکستان دې ژر تر ژره قامي لویې جرګې ته مخابراتي شبکې بېرته فعالې کړي

0

وروسته تر هغې چې پاکستاني پوځیانو پښتونخوا کې پر قامي لویې جرګې مخابراتي شبکې قطعه کړې؛ تازه د بښنې نړیوال سازمان له دغه حکومت غوښتي چې قامي لویې جرګې ته مخابراتي شبکې فعالې او سوله‌ییزو لاریونونو ته اجازه ورکړي.

یاد سازمان ویلي، د محدودیتونو لګول له زوره د کار اخیستلو په معنی دی.

دوی د لاریون کوونکو نیول او ځپل هم د اندېښنې وړ بللي دي.

د یادونې ده چې له تېرو درې ورځو راهیسې پښتونخوا کې پاکستاني پوځیان د قامي لویې جرګې پر غړو بریدونه کوي او اوس یې پر دوی مخابراتي شبکې پرې کړې دي.

پښتین:پښتانه مسافر له پردیو وطنونو زمونږ له تحریک سره ولاړ دي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پښتنو مسافرو مننه کړې.

نوموړي ویلي، پښتانه مسافر له پردیو وطنونو څخه د دوی له تحریک سره ولاړ دي.

پښتین زیاته کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کامیابي به د مسافرو د مسافرۍ ژوند د کلي په یو خوشال او اباد ژوند بدل کړي.

هغه له پښتنو غوښتي چې له غورځنګ دې خپل ملاتړ جاري وساتي.

د یادونې ده چې نوموړي تېره ورځ له خلکو غوښتي وو چې د قامي جرګې لپاره په سوشل میډیا هم فعال شي.

‏د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو اړیکې او د افراطیت نوې څپه

لیکوال: فضل محمود فضلي

له ۲۰۱۰کال راهیسې، د سیمې هېوادونه، سره له دې چې پوهېدل امریکا له طالبانو سره ژورې اړیکې لري، بیا هم د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړه چې د افغان طالبانو سره پراګماتیکې (واقعي) اړیکې جوړې کړي. د دې هڅو موخه د طالبانو ملاتړ ترلاسه کول و، ترڅو خپلې بومي افراطي ډلې، لکه القاعده، داعش-خراسان، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، جیش العدل، بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ، او د پاکستان د طالبانو تحریک، مهار یا له منځه یوسي.
د ۲۰۱۸او ۲۰۲۱ کلونو د دوحې د بدنامې پروسې په ترڅ کې، د امریکې ځانګړي استازي کوښښ وکړ چې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې طالبان به د واک ترلاسه کولو په صورت کې د دغو افراطي ډلو پر وړاندې کلک کنټرول راولي. دغه کنټرول به یا د طالبانو لخوا او یا هم په ګډه له امریکا او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ترسره کېږي.

د طالبانو د واک درې کلنه دوره:

اوس چې د طالبانو پر واکمنۍ درې کاله اوښتي، سیمه‌ییز هېوادونه لکه روسیه، چین، ایران، او د منځنۍ آسیا هېوادونه خپلې پخوانۍ محاسبې بیا ارزوي. دوی ګوري چې طالبان د افراطي ډلو پر وړاندې هغه عملي ګامونه نه پورته کوي چې دوی یې تمه لرله. په دې وروستیو کې د دې هېوادونو غوښتنې زیاتې شوې دي چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې چټکې او ملموسې پایلې وړاندې کړي.

د سیمه‌ییزو هېوادونو تکتیکي او ستراتیژیکې محاسبې:

اوس ټولو ته جوته شوې ده چې طالبان په افغانستان کې د افراطي ډلو کوربه‌توب کوي او له دې وضعیت څخه د سیمه‌ییزو هېوادونو په وړاندې ګټه پورته کوي. د دې هېوادونو ډېری هڅې تکتیکي دي، یعنې هغوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د ګټو د خوندي کولو لپاره اړیکې وساتي، سره له دې چې پوهېږي طالبان له امریکا سره نږدې او ژورې اړیکې لري. په دې برخه کې یوازینی استثنا پاکستان دی، چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي. پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

پاکستان او افراطیت:

د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کاروي، دغه هدف کې یې نه یوازې هیڅ بدلون نه دی راغلی بلکې دغه دکتورین یې د کورنیو چلنجونو سره د مقابلې لپاره لا غښتلی کړي. په حقیقت کې یې خپله اصلي مبارزه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي. افغانان د پاکستان دې دوه مخۍ لوبې سره ښه بلد دي. پاکستان له یوه لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.

افغانستان او د افراطیت خطرونه:

د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي. موږ په دې باور نه یو چې یوه بده ډله دې د بلې بدې ډلې په وسیله وځپل شي. دا ډول لوبه افغانستان د افراطي اورپکو ډلو لپاره یو خوندي چاپېریال ګرځوي او زموږ د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سبب کېږي.

د وضاحت اړتیا:

دغه تکتیک چې د ځینو مذهبي افراطي ډلو څخه دې په پټه ملاتړ وشي او نورې دښمن وګڼل شي، زموږ لپاره هم لنډمهاله او هم اوږدمهاله منفي پایلې لري. زموږ مبارزه باید د وضاحت پر بنسټ وي. موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.

د افراطیت ماهیت:

موږ په دې باور یو چې د افراطیت ټولې ډلې یو بل سره توپیر نه لري. دوی د ښکیلاک نیابتي ډلې دي چې په خپل منځ کې اصولي اختلافات نه لري، بلکې د امتیازاتو او قدرت لپاره یو بل سره په ظاهره اختلاف کوي. موږ باید دغه حقیقت روښانه کړو چې په افغانستان کې د استبدادي ډلو ملاتړي، که غرب مېشتي دي او که بل ځای، د افراطیت په پیاوړي کولو کې رول لوبوي. ځینې دا تبلیغات د ناپوهۍ له امله کوي، خو ځینې یې په شعوري او اګانه ډول په لر و بر افغانانو کې د ملي حرکتونو پر ضد دریځ نیسي او د افراطي ډلو د ملاتړ له لارې هڅه کوي، د روانې ټولنیزې اګاهۍ او بدلون مخه ونیسي.

د ولس ملاتړ او راتلونکی:

موږ غواړو چې ځوانان او د ولس متحرک افراد د افراطیت د چاپېریال په وړاندې له مبهم حالت څخه ځان راوباسي او د وضاحت پر بنسټ فکر وکړي. د خیبر په سیمه کې د یولسم اکټوبر لویه جرګه باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. جرګه د افغانانو لپاره یو ولسي او تاریخي بنسټ دی، د ولسواکۍ او ملي پریکړو د څرګندولو یوه کامیابه وسیله ده. اوس چې په کوزه پښتونخوا کې د منظور پښتین او ملګرو له خوا د جرګې اهمیت بیا ژوندی شوی، دا موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.

د یو سوله‌ییز او سرلوړي افغانستان په هیله!

متقي:داعش د افغانستان له پولو دباندې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې ویلي، چې د داعش روزنیز مرکزونه د افغانستان له پولو دباندې دي.

متقي ویلي، چې د داعش ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته راغلي دي.

امیرخان متقي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو ویلي چې داعش په دې وروستیو کې د افغانستان له پولو بهر روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې داعش په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې روزنیز مرکزونه لري او مشران یې په پاکستان کې استوګن دي.

صالح:د پي ټي ایم ستراتیژیک اهداف د دوی په ګټه دي

د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د پي ټي ایم ستراتیژیک اهداف د دوی په ګټه دي.

امرالله صالح زیاته کړې، چې د دوی اهدف پر دوښمن کړۍ را تنګوي.

صالح دغه راز ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بري لپاره دعا کوي.