دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 79

جی‌ډي ونس؛پاکستان ته د ایران له پلاوي سره د احتمالي خبرو لپاره روان شوی

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس د پاکستان په لور روان شوی څو د ایران له چارواکو سره د احتمالي خبرو اترو برخه شي، او ویلي یې دي چې باور لري دا مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې خبرو لپاره واضح لارښوونې ورکړي دي.

د یادونې ده چې مذاکرات د ایران له پلاوي سره په پاکستان کې ترسره کېږي.

د خواجه آصف څرګندونو؛د امریکا او اسراییل غبرګونونه راوپارولي

0

د امریکا د کانګرس غړي جاش ګوتایمر د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې سختې غندلې دي.

نوموړي ویلي چې دا ډول الفاظ د یهودانو او اسراییل پر ضد د کرکې څرګندونه ده او د ډیپلوماسۍ له اصولو سره سمون نه لري.

ګوتایمر زیاته کړې چې که څه هم پاکستان ځینې وخت د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو یا اړیکو د منځګړتوب رول یادوي، خو داسې څرګندونې د منځګړتوب له روحیې سره په ټکر کې دي.

بل لور ته، په امریکا کې د اسراییل سفیر یخیل لایتر هم د خواجه آصف څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې پاکستان د منځګړي پر ځای د “شر او فساد” په لور دریځ ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې خواجه آصف په یو ایکس پوسټ کې اسراییل د بشریت لپاره ګواښ او سرطان بللی و، خو وروسته یې خپله هغه پوسټ حذف کړ.

مجتبی خامنه‌ای:ایران به د جګړې د زیانونو بشپړ غرامت ترلاسه کړي

0

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای په یوه پیغام کې ویلي چې تهران به د هغه زیانونو او تلفاتو بشپړ غرامت ترلاسه کړي چې د جګړې له امله اوښتي دي.

هغه د خپل پلار علي خامنه‌ای د مړینې د څلوېښتمې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ایران لا هم د خپلو سویلي ګاونډیانو څخه د مناسب غبرګون په تمه دی، څو د ورورولۍ او خیرخواهۍ نښه وښيي.

مجتبی خامنه‌ای ویلي: «زما سویلي ګاونډیانو ته وایم چې تاسو د یوې معجزې شاهدان یاست، نو سم یې درک کړئ، په سم ځای ودرېږئ او د شیطانانو په دروغجنو ژمنو باور مه کوئ.»

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي د مدیریت په برخه کې به نوی پړاو پیل شي او ټینګار یې کړی چې ایران به د خپلو حقونو د دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي.

خامنه‌ای زیاته کړې چې که څه هم ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري او د جګړې د زیانونو او د قربانیانو د وینې بهیدنې غوښتنه به وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر؛هغه پوسټ بیرته حذف کړ چې اسراییل یې سرطان بللی و

0

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه جنجالي پوسټ چې په ټولنیزې شبکې ایکس کې یې اسرائیل «سرطان» او «د بشریت لپاره لعنت» بللی و، له پراخو غبرګونونو وروسته حذف کړی دی.

هغه څو ساعته وړاندې په خپل پوسټ کې لیکلي وو: «اسرائیل شر دی او د بشریت لپاره یو لعنت دی؛ په داسې حال کې چې په اسلام‌اباد کې د سولې خبرې روانې دي، په لبنان کې نسل‌کشي روانه ده. بې‌ګناه ملکي خلک د اسرائیل له لوري وژل کېږي؛ لومړی غزه، بیا ایران او اوس لبنان، او د وینې تویېدنه بې‌وقفې روانه ده.»

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه زیاته کړې وه:
«هیله لرم او دعا کوم هغه کسان چې دا سرطاني دولت یې د فلسطین په خاوره کې د اروپايي یهودانو د خلاصون لپاره جوړ کړی، په دوزخ کې وسوځي.»

د نوموړي دا پوسټ د پراخو غبرګونونو وروسته حذف شو.

د یادونې ده چې په امریکا کې د اسرائیل سفیر، یخیل لایتر، په اېکس کې په یوه پوسټ کې د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «آیت‌الله ګانو د اسرائیل پر ضد د مرګ شعارونه ورکړل، او اوس یو تش په نوم منځګړی هم هماغه ژبه تکراروي. تاسو منځګړی نه یاست، بلکې خپله ستونزه یاست.»

ټېډ کروز:امریکا د یو داسې ایران غوښتونکی دی چې له واشنګټن سره د دوستۍ سیاست غوره کړي

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور ټېډ کروز ویلي، که ایراني چارواکي خپلې ژمنې ماتې کړي؛ نو ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د ایران مهمې زېربناوې په نښه کړي.

کروز له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی چې واشنګټن غواړي یو داسې ایران وویني چې له امریکا سره د دوستۍ سیاست غوره کړي او سوله‌ییز چلند ولري.

هغه زیاته کړې چې ایران باید د یورانیمو د غني کولو پروګرام «صفر» ته ورسوي او خپل غني شوی یورانیم وسپاري.

د هغه په وینا، دا کار د سیمې د ثبات لپاره مهم دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې ایران باید د هرمز تنګي لارې خلاصې وساتي او دا تنګی د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

هغه خبرداری ورکړی چې د دې لارې د تړلو هر ډول هڅه به د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شي.

په امریکا کې د اسرائیل سفیر:پاکستان منځګړی نه دی، بلکې خپله ستونزه ده

0

په امریکا کې د اسرائیل سفیر، یخیل لایتر، په اېکس کې په یوه پوسټ کې د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې سختې خبرې کړې دي.

هغه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې بیا خپرې کړې وې چې پکې اسرائیل د سیمې «سرطان» بلل شوی و.

لایتر لیکلي: «آیت‌الله ګانو د اسرائیل پر ضد د مرګ شعارونه ورکړل، او اوس یو تش په نوم منځګړی هم هماغه ژبه تکراروي. تاسو منځګړی نه یاست، بلکې خپله ستونزه یاست.»

نوموړي زیاته کړې: «که څه هم دا موضوع به تاسو ته ناخوښه وي، خو اسرائیل پاتې کېږي. دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده.»

د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

اتحاد هوايي شرکت:د کابل–ابوظبي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیلوو

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او ابوظبي ترمنځ به خپلې الوتنې لا ډېرې کړي او د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه به دا مسیر هره ورځ فعال وي.

د شرکت په وینا، د دې پرېکړې اصلي لامل د مسافرو د غوښتنې زیاتوالی دی.

دا بدلون یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه راځي چې اتحاد په لومړي ځل د مارچ په ۲۰مه په دې مسیر کې په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.

چارواکي وایي، د ورځنیو الوتنو په پیل سره به مسافر وکولای شي له کابل او ابوظبي څخه نورو مهمو نړیوالو ښارونو ته په اسانه او له لږ ځنډ سره سفر وکړي.

همداراز، ویل کیږي چې دا نوې اسانتیا به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

اتحاد زیاته کړې چې د الوتنو زیاتوالی په داسې وخت کې کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان وګړو شمېر د پام وړ دی، او دا اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.

محمد باقر قالیباف:اوربند د امریکا د تعهداتو پورې تړلی دی، که یې ژمنې ماتې کړې، موږ پوهېږو چې څه وکړو

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که امریکا د خپلو ژمنو سرغړونه ونه دروي، تهران تیار دی چې اوربند ته د پای ټکی کیږدي او خپل ځواک وکاروي.

قالیباف وویل: « زموږ خلک او پوځي ځواک د هر احتمالي حالت لپاره بشپړه آمادګي لري.»

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اخیرني شرط په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې تهران د هغه د فشارونو لاندې مذاکره ونه کړه.

قالیباف زیاته کړه: «ټرمپ مجبور شو چې د خپل کورني بازار د کنټرول لپاره په دروغو د ایران سره د مذاکرې خبرې وکړي او خپل اولتیماتوم درې ځله وغځوي.»

ډونالډ ټرمپ:د ایران سره د سولې تړون ممکن دی؛ خو نه رسیدل به ورته «دردناک» وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له چارواکو سره د احتمالي سولې د تړون په اړه وویل: «زه ډېر خوش‌بین یم چې دا تړون په لاس کې دی، خو که توافق ونه شي، پایلې به ډېرې دردناکې وي.»

ټرمپ زیاته کړه چې د ایران مشران په خبرو اترو کې ډېر توپیر لري له هغه څه چې رسنیو ته یې څرګندوي.

هغه وویل: « د ایران مشران په غونډه کې ډېرې متفاوتې خبرې کوي؛ له هغه وخت نه چې د رسنیو سره خبرې کوي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې ایران به په هغو ټولو مسایلو موافقه وکړي چې لازمي دي: «هغوی به له ټولو هغو مواردو سره موافقه وکړي چې باید یې وکړي. په یاد ولرئ، دوی مات شوي دي. هیڅ پوځي ځواک نه لري.»

عباس عراقچي:سیمه‌ییز اوربند د بنیامین نتنیاهو پر سیاسي راتلونکي اغېز لري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسرائیلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د هغه د جنايي محاکمې بیا پیل به سیاسي راتلونکی تر پوښتنې لاندې راولي.

عراقچي ټینګار کړی چې که په سیمه، په ځانګړي ډول لبنان کې، پراخ اوربند ټینګ شي، دا به د نتنیاهو د احتمالي زنداني کېدو بهیر چټک کړي.

نوموړي همداراز امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د نتنیاهو د سیاستونو ملاتړ وکړي او ډیپلوماسي زیانمنه کړي، نو دا به د واشنګټن لپاره اقتصادي زیانونه ولري، خو ایران د هر ډول سناریو لپاره چمتو دی.