شنبه, جون 6, 2026
Home Blog Page 785

سره میاشت:هغه افغان چې د غربت له امله یې خپله ګرده خرڅوله د نقدي مرستې ترڅنګ مو دنده ورکړه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې سره میاشت وایي، له هغه شخص سره یې د ۲۰ زره افغانیو نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې چې څه موده وړاندې یې خپله ګرده پلورله.

دغې ادارې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې یاد کس ته یې د نغدي مرستې ترڅنګ دنده هم ورکړې ده.

د یادونې ده چې څه وخت وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د دغه کس ویډیوګانې نشر شوې چې د فقر له کبله ګرده پلوري.

نوموړی وایي، د خوراک او بچیانو درملنې لپاره هیڅ نه لري.

اسماعیل بقایي:د امریکا له لوري ایران ته د اتومي موادو د قاچاق په تور د جاپاني وګړي نیول سناریو ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د عدلیې وزارت هغه کار مسخره او ټوکه وباله، چې ګواکې یو جاپاني وګړي ایران ته اتومي مواد قاچاق کول.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دا کار یوه جوړه شوې سناریو ده، چې پر ایران د فشار لپاره کارول کېږي.

تر دې وړانډې د امریکا عدلیې وزارت ویلي وو، چې یو جاپانی وګړی یې نیولی، چې اتومي مواد په ځانګړي ډول یورانیم او پلوتونیم یې له میانامار څخه نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول ایران ته قاچاق کول.

ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته:د کډوالو د سرپرست په توګه د مولوي کبیر د مخالفت اوازې بې بنسټه دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ګنګوسې رد کړې چې ګوندې پخوانی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو د سرپرست په توګه د ټاکنې له امله ناخوښه دی.

ښاغلي مجاهد حماسه میډیا ته وویل: « نه دا خبره غلطه ده، چې ګوندي مولوي صاحب کبیر وزارت ته نه ورځي»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده په حکومتي اډانه کې د ادلون بدلون په لټه کې مولوي کبیر د سیاسي مرستیالۍ څخه ګوښه او د کډوالو چارو سرپرست په توګه وټاکه.

جنوبي کوریا:تر اوسه د شمالي کوریا ۳۰۰ سرتېري اوکراین سره جګړه کې وژل شوي

0

جنوبي کوریا وایي، تر اوسه د شمالي کوریا ۳سوه سرتیري له اوکراین سره جګړه کې وژل شوي او ۲۷۰۰ ټپیان شوي.

د جنوبي کوریا استخباراتو ویلي، د شمالي کوریا سرتیري د دغې جګړې په اړه معلومات نه لري؛ نو ځکه یې تلفات لوړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي وو چې د شمالي کوریا دوه سرتیري یې ژوندي نیولي دي.

بلوچستان؛په یوه کان کې ۱۲ کان کېندونکي وژل شوي

0

بلوچستان کې په یوه کان کې د چاودنې له کبله ۱۱ کان کېندونکي وژل شوي دي.

بل لورته پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې ژغورونکې ډلې د ۱۱ کان کیندونکو جسدونه موندلي.

دوی زیاته کړې، چې د دولسم کارګر د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

سرای شهزاده؛طالب استخباراتو ګرځنده صرافان وهلي

یوې سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې طالبانو په سرای شهزاده کې ګرځنده صرافان وهلي دي.

سرچینه زیاتوي، طالب استخباراتو تیره ورځ د سرای شهزاده ګرځنده صرافان له بولي څخه شړلي دي.

د معلوماتو له مخې، دوی شپږ ګرځنده صرافان نیولي، چې درې یې لاهم بندیان دي.

سرچینې د یادو دریو کسانو نومونه جانباز خان، وحید خوستی او امان الله یاد کړي او ویلي چې دوی له پرون راهیسې په بند کې دي.

حامد کرزی:د نجونو د زده کړو مخنیوی د ملي ګټو خلاف عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان ناستې له پرېکړه لیک هرکلی کړی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د نجونو زده کړې د هغوی شرعي حق دی او منع کول یې د ملي ګټو خلاف او نه توجیه کېدونکی عمل دی.

هغه یو وار بیا ویلي چې د هېواد پرمختګ کې د نجونو زده کړې حیاتي رول لري.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

اسرائیل:د لبنان او سوریې ترمنځ مو هغه تجهیزات په نښه کړي چې حزب الله ډلې ته انتقالېدل

0

اسرائیل وایي، د لبنان او سوریې ترمنځ یې هغه تجهیزات په نښه کړي چې حزب الله ډلې ته انتقالېدل.

دوی ویلي چې لبنان کې یې یو شمېر نور اهداف هم په نښه کړي دي.

اسرائیل وایي دوی ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره په هر ډول اقداماتو د لاس پورې کولو حق لري.

حزب‌الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوبایډن:د محمد رحیم افغاني خلاصون ته اماده نه یو؛ خو له محمود شاه حبیبي سره یې تبادله کوو

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې له طالبانو سره د بندي امریکایي وګړو، له کورنیو سره خبرې کړې دي.

بایډن دغو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په بند کې زنداني امریکایي وګړي به ازادوي.

بایډن ویلي، دوی د محمد رحیم الافغاني خلاصون ته اماده نه دي؛ خو له محمود شاه حبیبي سره یې تبادله کوي.

د یادونې ده چې په دې اړه د طالبانو حکومت او امریکا مذاکرات پیل شوي.

اصف درانی:طالبان د کورني او بهرني مشروعیت له نشت سره مخ دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي اصف دراني ویلي، چې اکثره افغانان له طالبانو ملاتړ نه کوي.

نوموړي ویلي طالبان د کورني او بهرني مشروعیت له نشت سره مخ دي او هیچا په رسمیت نه دي پېژندلي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د کابل پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي قاطع او د پاکستان له دوښمنانو د افغانستان پر نه ملاتړ ور ټوله ده.