دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 784

څو شېبو کې؛قامي لویه جرګه به پیل شي

0

راپورونه وایي، چې به څو شېبو کې به قامي لویه جرګه پیل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالانو ویلي، چې د دوی زرګونه پلویان لا هم په لارو کې بند پاتې دي او د پاکستاني پولیسو له لوري جرګې ته نه را پرېښودل کېږي.

دوی دغه راز ویلي چې پاکستاني پولیسو شاخوا خلکو ته امر کړی چې د جرګې لپاره لویې خیمې په کرایه ورنکړي.

ددغه غورځنګ غړیو زیاته کړې چې موږ ټوله اماده ګي مخکې نېولې وه؛ خو د پاکستاني پولیسو له څو ځل بریدونو سره هغه خیمې هم ویجاړې شوې او د دوی ټوله اماده ګي یې خرابه کړه.

د یادې جرګې ځینو مشرانو ګډونوالو ویلي، چې دغه جرګه کې د ګډون لپاره یې په ورځو ورځو مزل کړی او نن به هرو مرو پښتانه د خپل برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

اتمر:هغه کسان به تل شرمنده وي چې د زور له لارې زمونږ خلک له خپلو حقونو منع کوي

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، پښتانه د خیبر مبارزه کې یوازې نه دي؛ بلکې ټوله هغه نړۍ له دوی سره ده چې پر انساني او مدني ارزښتونو باور لري.

اتمر زیاتوي، هغه کسان چې د زور له لارې زمونږ کسان له دغو حقونو محروموي، د تل لپاره به شرمنده وي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د دغې جرګې مشران به د دغه ستر هدف لپاره زیاتې هڅې وکړي.

هغه دغه راز پر یادې جرګې د پاکستاني پولیسو بریدونه غندلي دي.

فضل هادي مسلمیار:هیله لرم، چې جابر ریاست د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي

تېر جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وایي، د پاکستان جابر نظام د جرګې د مخنیوي لپاره ټولې هڅې وکړې؛ خو ونه توانېدل.

مسلمیار ویلي، ټول پښتانه له جابر ریاست څخه د خپلو وینو د حساب اخیستلو لپاره راټول شوي.

د هغه په خبره، پښتانه د دغې جرګې له لارې د دا ډول ګام پورته کولو هڅه کوي، چې ټول عمر به د ریاست له ظلمونو په امن وي.

نوموړي له یادې جرګې ملاتړ اعلان کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د دغې جرګې له لارې جابر ریاست د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

‏“خیبر جرګه: د توقعاتو مدیریت او د لنډمهاله او اوږدمهاله هدفونو ترمنځ توپیر”

0

لیکوال: محمد حلیم فدایي د پکتیا پخوانی والي
د توقعاتو مدیریت د هر ډول ستراتیژیکو جرګو او غونډو په بریالیتوب کې مهم رول لري. مناسب او معقول توقعات نه یوازې د ګډونوالو لپاره د هدفونو روښانتیا راولي، بلکې د بریالیتوب لپاره د یوې واقعي لارې جوړولو کې هم مرسته کوي. په دې برخه کې، د خیبر له جرګې څخه د خلکو توقعات باید په دقت او واقعیت باندې ولاړ وي، څو د جرګې موخې او هدفونه په سمه توګه په ګوته کړي.

خیبر جرګه چې د پښتنو د یووالي او د دوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، په طبیعي ډول د خلکو بېلابېلې تمې راپارولې دي. ځینې افغانان له دې جرګې څخه د ډیورنډ د کرښې د ختمولو، ځینې د افغانستان سره د پښتونخوا د یوځای کېدو، او ځینې یې د یو مستقل پښتونستان هېواد د جوړولو تمه لري. دا ډول لوړ  توقعات ممکن د جرګې له اصلي اوږدمهاله هدفونو څخه وي اما دا د جرګې لنډمهالې هدف نه دی او ممکنه نه ده چې په یوه غونډه کې حل شي.

له همدې کبله، د توقعاتو مدیریت اړین دی، څو هغه لنډمهالې او اوږدمهالې موخې چې د جرګې له لارې ترلاسه کېدی شي، په واضح ډول تعریف او روښانه شي. د خیبر جرګې لنډمهالې توقعات باید په داسې مسایلو متمرکز وي چې په اوسني شرایطو کې ترلاسه کېدونکي وي، لکه:

د پښتنو ترمنځ اتحاد راوستل
-پښتنو ته د دوی اصلي دوښمن پېژندل
-د پښتنو پر وړاندې د ظلم او بې‌عدالتۍ ثبوتونه وړاندې کول
-د ورکو پښتنو او افغانانو قاتلین معلومول
-په پښتونخوا کې په خپلو منابعو باندې کنټرول ترلاسه کول
-د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو له‌خوا د ډالري جګړې درول
-د پښتنو په منځ کې د سیاسي شعور بیدارول
-د ملتپالنې روحیه لا غښتلې کول
-د پښتنو حقوق ورکول
-پښتون ترهګر نه بلکې جرګه مار دی او عدم تشدد، خشونت، افراطیت د افغانانو د کلتور برخه نه ده.
-نړۍ ته د افغانانو اصلي مظلومیت او واقعي څېره ښودل
-افغانان په ملي فکري محور راټولول او واضح ملي روایت رامنځته کول

دا لنډمهالې موخې هغه واقعي او پراګماتیک هدفونه دي چې د خیبر جرګه یې په نږدې راتلونکي کې ترلاسه کولی شي او د پښتنو د وضعیت په ښه والي کې به عملي ګامونه پورته کړي.

بل‌خوا، اوږدمهالې موخې لکه د “لر او بر” یووالی یا د پښتونخوا او افغانستان ترمنځ سیاسي یوځای کېدل، ډېر ژور او ستراتیژیکي اهداف دي. د دې موخو لپاره اوږدمهاله پلانونه، د مختلفو مرحلو لارښود، او د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې اړینې دي. دا یو داسې ستراتیژیک هدف دی چې یوازې د یوې جرګې له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو په همغږۍ سره ترلاسه کېدلی شي.

په پایله کې، معقول او مناسب توقعات د خیبر جرګې د بریالیتوب لپاره اړین دي. د توقعاتو غیر واقعي او لوړ تعین د خلکو د ناهیلۍ او د جرګې د ناکامۍ لامل ګرځي. د همدې لپاره، مهمه ده چې د خیبر جرګې موخې په روښانه ډول تعریف شي او د لنډمهاله او اوږدمهاله هدفونو ترمنځ توپیر وشي، څو د پښتنو لپاره یو واقعي او عملي بدلون رامنځته شي.

ددې جرګې مهم هدف چې له جرګې دمخه یې ترلاسه کړی دی هغه دا چې ملي روایت یې د ټولنې منځ، کلي، منبر او حجرې ته انتقال کړ او د پنجاب په لاس جوړ شویو سیاستوالو او ملکانو له لاسه ووېستله او ملکیت یې د لر او بر ولسونو ته حواله کړ. بل داچې د پاکستان د فوځ اصلي څېره یې رسوا او تقدس یې د تل لپاره ختم کړ.

فضلي:قامي لویه جرګه د افغانانو د برخلیک او د تېرې پېړۍ یو ستر انقلاب دی

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د پښتنو قامي جرګه د افغانانو د برخلیک او تېرې پېړۍ ستر انقلاب بللی.

ښاغلي فضلي لیکلي، دا جرګه نور لکه پخوا د عربي شیخانو، پنجابي جنرالو او امریکایانو په فرمایش د جهاد او افغان وژنې لپاره نه ده؛ بلکې دا د تاریخ هغه شیبه ده چې پښتون په خپل نوښت او مالکیت د سولې لپاره پاڅیږي.

د فضلي په خبره، دا جرګه د جګړو، وینو بهېدو او پردیو د سازشونو د پای ټکی دی.

هغه دغه راز ویلي چې دا جرګه د افغانانو د برخلیک او د تیرې پیړۍ د تاریخ یو ستر انقلاب دی.

د ملي ازادۍ ګوند:د طالبانو حکومت د له‌منځه تللو لپاره باید داسې لاره جوړه شي چې دین پکې له سیاست جلا وي

د افغانستان د ملي ازادي ګوند چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت نبیل کوي ویلي، چې له دین څخه د واک او ارزښتونو د تحریف لپاره ګټه اخیسته د افغانستان د خلکو د بې اتفاقي سبب کېږي.

یاد ګوند یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یو باثباته افغانستان لپاره یو ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو حکومت د له منځه تللو لپاره اړتیا ده چې داسې نوې لاره جوړه شي، چې دین پکې له سیاست بیل وي.

«جنرال» مبین: د کرغېړنې کرښې ختمولو لپاره د ګوتو په شمېر ورځې پاتې

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومنداني پخوانی ویاند «جنرال» مبین د قامي لویې جرګې په اړه لیکلي، چې ‏د کرغېړنې کرښې ختمولو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

مبین لیکلي، چې د پښتنو پر سینه تېر شوی تار به له منځه ځي او ویشل شوي قومونه به یو بل ته د مینې غیږه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، نه به ویزه وي، نه پاسپورټ نه به کرښه وي، نه کنډه تار.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هیڅ طالب چارواکي د قامي جرګې په اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه کوم طالب چارواکي له دغې جرګې ملاتړ کړی.

باوري سرچینه:طالب استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رئیس عقاب حنفي د غلا او اداري فساد په تور نیولی

‏یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رئیس محمد رسول عقاب حنفي د اداري فساد په تور نیولی دی.

سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، چې نوموړی د سرې میاشتې د اوسني رئیس او د کانونو وزارت پخواني وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ته نږدې وو، او ښایي د دسیسې ښکار شوی وي.

که څه هم تردې وړاندې عقاب حنفي د کانونو وزارت څخه یو ځل له دندې ګوښه شوی وو او د سرې میاشتې د مطبوعاتو د مشر په توګه یې دنده پیل کړې وه، خو د ناڅرګند دلیل له امله له اونۍ کار وروسته بیرته کانونو وزارت کې خپلې دندې ته ستون شوی وو.

دیني عالم قاري عیسی محمدي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي چې طالب استخباراتو عقاب حنفي د غلا په تور نیولی.

عقاب حنفي په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو سخت ملاتړی وو او وخت ناوخته یې خپلو مخالفینو ته په پیغوریزه ژبه د «کمپ میشتو» او په ګڼو نورو توهین امیزه نومونو یادونه کوله.

کمال ناصر اصولي:قامي لویه جرګه کې باید اول د ډیورنډ فرضي کرښې د نه منلو مسئله یاده شي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، قامي لویه جرګه باید پرېکړه لیک ته زیاته متوجه وي.

د هغه په خبره، دغې جرګې کې باید اول د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره وشي.

اصولي زیاتوي، که جرګې کې د پاکستان له حکومت د حقونو د غوښتنې خبره وشي؛ نو د پاکستان حکومت یې د سند په توګه استفاده کوی شي، چې د کوزې پښتونخوا خلک ډېورنډ کرښه مني.

نوموړي زیاته کړې، که د ډیورنډ د نه منلو مسئله یاده نشي؛ نو دا به یوه لویه تېروتنه وي.

ضیاءالحق امرخېل:که کرغېړنه کرښه ترمنځ نه وی، زه به هم د دغې جرګې برخه وم

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، که ترمنځ کرغېړنه کرښه نه وی، نو دی به هم قامي لویې جرګې ته ورغلی و.

هغه ویلي، پښتنو هر ډول خطر ته سینه سپر کړه او د جرګې میدان ته حاضر شول چې دا تر هر څه ستره بریا ده.

د امرخېل په خبره، دا ګام ښیي، چې پښتانه د قصابانو چړې ماتولی او د راتلونکي نسل لپاره امن راوستی شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د اکتوبر یوولسمه خیبر کې قامي لویه جرګه پیلېږي او د جرګې میدان ته نن منظور پښتین هم رسېدلی دی.