یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 778

ضیاءالحق امرخېل:جمهوریت کې داسې چارواکي وو، چې امتیاز یې هم اخیست او د نظام پښې یې هم وهلې

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې جمهوري نظام کې داسې کسان هم وه چې هم یې امتیازات اخیستل او هم یې تخریب کاوه.

ښاغلي امرخېل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغو کسانو د دې تخریب لپاره نه په دروغو صرفه کوله او نه په بهتان.

هغه ویلي، چې اوس هماغه کسان نه ملت ته د پورته کتلو سترګې لري او د دې سربيره وجدان عذاب سره هم مخ دي.

نوموړي لیکلي:«دغه اشخاص د ملت تير وېستلو په موخه وخت نا وخت په ابجدو او کنايوو کې د حاکم وضعيت څخه د ناخوښۍ کليمات په دې خاطر کاروي ترڅو په راتلوونکي کې د مبارز وروستاړی د خپل نوم پورې ونښلوي او خپل بزنس ته د مبارزې نوم ورکړي.»

امرخېل دغه راز ویلي، چې مبارزه باید سپیڅلي ملي اهداف ولري او هرڅوک باید دغو سپيڅلو موخو ته ژمن وي.

انډیا ټوډې:پاکستاني استخباراتو ویلي، چې داعش خراسان څانګه غواړي چمپینز ټرافي ته راغلي بهرني وګړي وتښتوي

0

انډیا ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي ادارو له قوله لیکلي، چې داعش خراسان ډله غواړي، چمپینز ټرافي سیالیو ته یو شمېر راغلي بهرني وګړي وتښتوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې د ښار په څنډو کې یو شمېر کورونه کرایه کړي او غواړي، چې بهرني وګړي له تښتول کېدو وروسته هملته وساتي.

یادې ورځپاڼې لیکلي، داعش خراسان څانګه غواړي، چې تر ډېره عرب او چینايي وګړي په نښه او بیا له هوايي ډګرونو، دفترونو او نورو ځایونو څخه وتښتوي.

رایان کراکر:د طالبانو دویمه دوره د دوی له لومړۍ دورې بدتره ده

افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر ویلي، د طالبانو دویمه دوره د لومړۍ دورې په پرتله خورا خرابه ده.

هغه د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، تاسف کوي، چې لاهم هلته ترهګري ژوندۍ او فعاله ده.

د کراکر په خبره، د نړیوالې ټولنې تر ټولو بدترین کار به د طالبانو په رسمیت پېژندل وي.

نوموړي دا څرګندونې د هرات دولسم امنیتي کنفرانس ته چې په مادرید کې جوړ شوی کړې دي.

رحمت الله نبیل:افغانستان پر دویمې سوریې بدلېدونکی دی

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، افغانستان نه یوازې د تروریستي ډلو په پټنځای؛ بلکې د افراط ګرو په یو دولت بدل شوی.

هغه د هرات دولسم امنیتي کنفرانس ته چې په مادرید کې جوړ شوی و، ویلي، چې طالبان اوس په ټول افغانستان کنټرول لري او د یو هېواد ټولې مالي او دیپلوماتیکې سرچینې د ترهګرو د پیاوړتیا لپاره کاروي.

نبیل خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان ډله په تېزۍ سره د پراخېدو په حال کې ده او افغانستان پر دویمې سوریې بدلېدونکی دی.

نوموړی ویلي، نړۍ باید په دې اړه چوپتیا غوره نه کړي.

ټرمپ:د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لرم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د ګډې مطبوعاتي ناستې پر مهال ویلي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لري.

هغه ویلي، چې محمد بن سلمان یو فوق العاده شخص دی او موږ ورسره ډېرې ښې اړیکې لرو.

ټرمپ تر دې مخکې هم له سعودي عربستان سره د خپلو قوي او دوستانه اړیکو یادونه کړې وه.

نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې سعودي عربستان ته سفر کړی و او تمه کېږي چې د هغه د دویمې دورې د حکومت لومړنی بهرنی سفر به هم سعودي عربستان ته وي.

پوتین:مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې د اروپا له ګډون سره مخالفت نه لري

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې د اروپا له ګډون سره مخالفت نه لري.

پوتین ادعا کړې چې اروپایي ټولنې د اوږدې مودې لپاره له روسیې سره له هر ډول مذاکراتو ډډه کړې ده.

د امریکا او روسیې استازو تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې د اوکراین د جګړې په اړه لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

اوکراین او اروپایي متحدین یې دې خبرو ته نه و بلل شوي، چې د هغوی سخت غبرګونونه یې را وپارول.

د تورخم دروازه؛د څلورمې ورځې لپاره هم د پاکستان لخوا تړل شوې

د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د ننګرهار د مرستیال والي تر مشرۍ لاندې له پاکستاني مسوولینو سره غونډه وشوه، خو بې‌نتیجې پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني لوري ترې غوښتي، چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات نه جوړوي او هممهاله دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدو مخه هم نه نیول کېږي.

حکمت ویلي، چې دوی دا غوښتنه رد کړې، چې په غبرګون کې پاکستاني لوري د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې ده.

هدایت الله بدري؛ازبېکستان ته خپل سفر کې د دغه هېواد د کانونو او سروې وزیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هدایت الله بدري، ازبېکستان ته خپل سفر کې د دغه هېواد د کانونو او سروې وزیر سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پیاوړتیا لپاره دا ډول سفرونه مهم بلل شوي دي.

هدایت الله بدري د ازبېکستان دولتي شرکتونو سره هم لیدنه کړې.

هدایت الله بدري د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد همکاري ضروري بللې ده.

جنرال سمیع سادات:د طالبانو څخه د امریکایي وسلو په اخیستو کې د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره همکارۍ ته چمتو یم

‏د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال او د متحدې جبهې مشر سمېع سادات وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې له مخې یې له طالبانو د دغه هېواد د وسلو د بېرته اخیستو خبره شوې.

ښاغلي سادات په خپل ایکس پاڼې لیکلي، چې په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د حکومت سره له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستو په برخه کې همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.

د افغانستان د متحدې جبهې مشر لیکلي، چې د طالبانو بې‌وسلې کول په سیمه کې د ثبات او امنیت لامل کیدای شي.

دغې جبهې لیکلي: «ټولې امریکایي وسلې چې د طالبانو لاس ته لویدلي، سیمې ته قاچاق شوي او داعش، القاعدې او ټي‌ټي‌پي په ګډون په مرکزي او سوېلي اسیا کې د ترهګریزو سازمانونو له خوا کارول کېږي.»

د افغانستان متحدې جبهې په اعلامیه کې له طالبانو سره خبرې اترې رد کړي او د زور له لارې د دغې ډلې بې‌وسلې کول او له واکه پرځول ښودلي.

محسن داوړ:افغانستان خپلواک تاریخ لري او طالبان د دې هېواد د خلکو استازیتوب نشي کولی

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې افغانستان خپلواک تاریخ لري او طالبان د دې هېواد د خلکو استازیتوب نشي کولی.

هغه د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو ناسته چې په ماډریډ کې پیل شوې، ویلي چې، د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان، هیڅکله د افغانستان ریښتینی دوست نه دی پاتې شوی.

محسن داوړ ټینګار کړی، چې افغانستان له لویو ننګونو سره مخ دی او نړیوال باید د طالبانو د استازیتوب ادعاوې ونه مني.

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان په اوسني بحران کې امریکا، ایران او پاکستان لاس لري او دا یوه ستره بدبختي ده.

محسن داوړ زیاته کړې، چې نړیوالو ته باید دا حقیقت ورسول شي، چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

محسن داوړ د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې افغانان تل د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې، له سختیو تېر شوي، او دا وضعیت به هم بدل شي.