سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 776

احمد مسعود:د جنرال عبدالرازق مړینه یوه شکمنه پېښه وه

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د جنرال عبدالرازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت ویلي، چې د جنرال رازق مړینه یوه شکمنه پېښه وه.

احمد مسعود په یوه انلاین غونډه کې ویلي، چې څنګه زموږ د وطن قهرمان بچی شهيد شو، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي.

نوموړي ویلي، د جنرال رازق په شتون کې دښمن یو ګام هم مخته کېښودلی نه شو.

د یادونې ده چې شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د کندهار په منډي‌ګک ماڼۍ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ترور شو.

پښتین:د یکشنبې ورځ د پاکستان د ظلمونو خلاف د پښتنو سیمو کې د پاڅون لپاره اعلانونه وکړئ

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د اکټوبر ۲۰مه د یکشنبې ورځ د ټولو پښتنو په سیمو کې د پاڅون لپاره عملي کلي په کلي اعلانونه وکړئ او په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړئ او چمتو شئ.

منظور پښتین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:”د ډالري جنګونو ریاستي پالیسیو د ختمولو لپاره، د پښتون وطن د امن لپاره، د پښتون وطن د وسائلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د راستنیدو لپاره، د پښتنو په هره سیمه کې د پښتنو پر ځمکو د جبري قبضې پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنه، د له درکه خلکو د راپیدا کولو په حق کې او د قیدیانو د راخلاصولو د پاره، د بجلي د نرخونو، په ډیورنډ لائن ګیټونو مشکلات پر خلاف او نورو ټولو ستونزو په اړه به د په هره ضلع کې د ټولو پښتنو په یو ورځ پښتون امن پاڅون وي.“

د یادونې ده چې د اکتوبر یوولسمه په خیبر کې قامي لویه جرګه کې منظور پښتین یو شمېر شرطونه د پاکستان حکومت ته وړاندې کړل؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه پرې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نبیل:جنرال عبدرازق د یو هېوادپاله مبارز ټولې ځانګړتیاوې لرلې

د جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د جنرال عبدالرازق د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د هغه میړانه او زړورتیا ستایلې ده.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: “نن موږ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي د شهادت د شپږم تلین په پار د هغه یاد تازه کوو، هغه څوک چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان د خاورې او خلکو لپاره وقف کړ. جنرال عبدالرازق د دی ټاټوبي یو ریښتینی بچی و، چې د وطن لپاره یې هره قرباني پر ځان ومنله. هغه د افغانانو د سوکالۍ او آرامۍ لپاره ډیر ټپونه وزغمل او په زړورتیا او میړانه د هر ګواښ په وړاندې ودرېد.“

رحمت الله نبیل زیاته کړې، چې جنرال رازق د یو هیوادپاله مبارز ټولې ځانګړتیاوې لرلې.

د یادونې ده چې شپږ کاله وړاندې، همدا نن ورځ د کندهار په منډي ګک ماڼۍ کې جنرال عبدالرازق ترور شو.

انس حقاني:د یحیی سنوار وینه د راتلونکو نسلونو لپاره د ازادۍ نقشه جوړوي

د طالبانو جګپوړي چارواکي انس حقاني د یحیی سنوار په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

انس حقاني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د یحیی سنوار وینه د راتلونکو نسلونو لپاره د ازادۍ نقشه جوړوي.

نوموړي د یحیی سنوار نوم د تاریخ د سترو مبارزینو په کتار کې شمېرلی او ویلي چې د سنوار ژوند او مرګ دواړه ځانګړي دي.

د یادونې ده چې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم د یحیی سنوار د وژنې په اړه غبرګون ښودلی دی.

بل لورته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي لیکي، چې طالبان د حماس د مشر یحیی سنوار د مړینې له کبله خواشیني څرګندوي؛ خو ایران کې د ۲۶۰ افغانانو په اړه بې خبري ښیي.

په ایران کې؛د وژل شویو کډوالو یو شمېر جسدونه لا هم په غرونو کې ورک دي

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو ټولنې ویلي، چې د ایران پولې ته څېرمه د کالګان سیمه کې د وژل شویو یو شمېر افغانانو مړي لا هم په غرونو کې ورک دي.

دغه ټولنه وايي، چې د ۱۳ کسانو جسدونه د سراوان په سیمه‌ییز روغتون کې په یخچالونو کې ساتل کېږي او ځینې نور جسدونه د هغوی د کورنیو د غړو له لوري افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د وژل شویو کډوالو یو شمېر کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د عدالت غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو یې غوښتي چې دې مسئلې ته رسېدنه وکړي.

د یادونې ده چې د ایران په سراوان سیمه کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري ۲۶۰ افغان کډوال ووژل شول.

رینا امیري:د ایران په سراوان کې د افغان کډوالو د وژلو په تړاو باید شفاف تحقیقات وشي

د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ایران په سراوان کې د ګڼو افغانانو د وژلو په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

رینا امیري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه کسان چې له ځپل کېدو تښتي، باید له هغوی سره په خواخوږۍ او انسانیت چلند وشي، نه په خشونت.

د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۲۶۰ افغانان ووژل.

دغې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او ډېره وغندل شوه؛ خو د طالبانو حکومت یې ګنګوسه بولي او لا یې هم د تحقیقاتو څرک نه لېدل کېږي.

حزب‌الله:اسراییل سره په جګړه کې یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په حال کې یو

0

حزب‌الله ډلې ویلي چې، له اسراییل سره په جګړه کې یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په حال کې دي.

دوی ویلي چې:“د اسراییل په وړاندې به یوې نوې او پراخې مرحلې ته داخل شي.”

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د حماس مشر یحيی سنوار د اسرائیلو په برید کې په غزې تړانګه کې ووژل شو.

د حماس ډلې تر اوسه د یحیی سنوار د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

غفور لېوال:د بې‌ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هر کله او په هر نامه وحشت دی

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال وایي، چې د بې ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هرکله او په هرنامه وحشت دی.

ښاغلي لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:”له وحشت څخه ټولیز انزجار باید ولس داسې سره یوموټی کړي، چې په مورني هېواد کې دننه د هوسا، خپلواک، ولسواک او مدني ژوند شرایطو په برابرولو سره د افغان انسان ژوند وژغورل شي او هيڅوک له هېواده وتلو ته اړ نه شي.”

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې ایراني پوله ساتړ ځواکونو په افغان کډوالو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي.

نتنیاهو:په غزه مې مو د حماس مشر یحیی السنوار وواژه

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پوځیانو یې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنور وژلی دی.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پوځیانو یې د پنجشنبې په شپه د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنور وواژه.

نتنیاهو زیاته کړې، چې زموږ ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی او موږ باید په غزه کې اسرائیلي بندیان آزاد کړو.

هغه ویلي، چې موږ به د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

تر دې وړاندې د اسرائیل پوځ د غزې تړانګې په جنوب کې د چهارشنبې په ورځ په عملیاتو کې یو جسد وموند او د DNA له معایناتو وروسته یې اعلان وکړ چې د حماس مشر یحیی السنوار یې وژلی دی.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي طالبانو ته:د هند مرسته شوي ملي بس ته مو رنګ ورکړی او د افغانستان تولید مو ونوموه

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي په طالبانو نېوکه کوي چې د هندوستان هېواد له لوري تېر جمهوري‏ نظام سره مرسته شوي ملي بسونه رنګ کړي او اوس یې دا د افغانستان د تولید په نامه نومولي.

دوی ویلي، چې دروغ او تبلیغات هم حد لري، کمپني او شرکت یې نشته او ملي بس یې جوړ کړی دی.

دوی د پوښتنې په شکل ویلي، چې دا ملي بس د کومې کمپنۍ او کوم سرمایه ګزار په پانګونې جوړ شوی دی؟

دوی لیکلي:”یو شمیر ملي بسونه د جمهوریت وروستیو میاشتو کې د ترانسپورټ وزارت لخوا د عامو ښاریانو دپاره را وارد شوي وه، چې د طالبانو چسپکي ماینونو له امله ودرول شول، ترڅو عام ښاریان قرباني نشي، اوس طالبانو په داسې حال کې د ایران په پوله د ۳۰۰ تنو شهیدان او ټپي شوو او د همدې خبر کمرنګه کولو او تبلیغاتو موخه دا نشر کړی.”

دوی ویلي، که دومره لویې کمپنۍ افغانستان کې د طالبانو حکومت کې فعاله وی بیا ځوانان ولې په قاچاقي لارو تګ ته مجبورېدل او د پردیو هېوادونو له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېدل.