جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 772

نامعلومه وسله‌والو؛لس ایراني پوله ساتي ځواکونه وژلي

نامعلومو وسله والو د ایران په تقتان سیمه کې پر ایراني پوله ساتو برید کړی.

تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې په دې برید کې لس تنه ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، ایراني چارواکو د دغې پېښې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه چا د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کریم خرم:امریکا ته د انسان تر ژوند د نفتو او تیلو قیمت اهمیت لري

‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خرم د اسرائیلو له لورې پر ایران برید ته په اشارې په امریکا نیوکه کړې، چې د غزې په تړانګه د اوربند مخنیوی نه غواړي.

ښاغلي خرم په ایکس پاڼې لیکلي، چې امریکا نه غوښتل چې اسرائیل د ایران په اټومي او نفتي تاسیساتو بریدونه وکړي او لامل یې د نفتي موادو د بیو لوړوالی وو چې د امریکا په ټاکنو یې اغیز کاوه.

خرم لیکلي:« امریکا ته د انسان تر ژوند د نفتو او تیلو بیې ارزښت لري»

د پخواني جمهوریت دغه چارواکي لیکلي چې هرهغه څه چې د امریکا په ټاکنو اغیز کوي، امریکا ته ارزښت لري کنه څنګه غزه کې د امریکا خبره نه منل کیږي

ملا عبدالغني برادر؛د کابل ـ جلال اباد دویم لاین سړک د لومړي فاز د چارو د پیل پرانیسته وکړه

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغنیزو چارو پرانیسته وکړه.

ښاغلي برادر په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، چې د دغې لویې لارې چارې به د یوې ټول پلازې د حق العبور له مخې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې چې، د دغه سړک جوړېدو سره به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره او د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې ده چې د کابل – جلال آباد دوهم لېن سړک ۱۲۶ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د کابل له بګرامیو څخه پېل او د خاک جبار ولسوالۍ په اوږدو کې د جلال آباد له حلقوي سړک سره نښلول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندو

د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د ایران پر هوایي حریم تېری او په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو ته لمن وهل بللي دي.

یاد وزارت له اغېزناکو لورویو غوښتي، چې د اسرائیل مخه ونیسي، ترڅو په سیمه کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل تیره شپه ناوخته د ایران بیلابیل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.

ډاکټر عبدالله عبدالله؛پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي

تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې پر ایران د اسراییل برید به ډېرې ناوړه اغېزې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ایران د اسراییل برید به نه یوازې سیمه کې د یوه نوي پوځي جوړښت لامل شي بلکې، دغه بریدونه به د ملکي وګړو پر ژوند ډېرې ناوړه اغېزې وکړي.

ایران:د اسرائیلو په بریدونو کې مو دوه عسکر وژل شوي

0

د ایران اړوند تسنیم خبري اژانس وایي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې دوه ایراني عسکر وژل شوي دي

یاد اژانس د پوځ له قوله ویلي، چې دغه عسکر د اسرائیلو له دسیسو سره په مقابله کې وژل شوي دي.

دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

نصیر احمد فایق:افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې ددې هېواد لپاره غمیزه نه؛ بلکې د نړۍ امن هم ګواښي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، چې نړیوال دې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنیستي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي فایق له ملګرو ملتونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې د دې هېواد لپاره یو بحران او غمیزه نه، بلکې د نړۍ سوله او امن هم ګواښي.

هغه له نړیوالو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

زیلینسکي:روسیه غواړي چې د یکشنبې تر ورځې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو د ګډون په اړه خبرداری ورکړی.

زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه غواړي د راروانې یک‌شنبې ترورځې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي.

زیلینسکي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمې ته واستول شي.

هغه ویلي، دا اقدام ښيي چې روسیه په ښکاره د جګړې پراخول غواړي.

امرالله صالح:امریکا هڅه کوله چې د دوحې پروسې په چټکتیا سره د ټاکنو مخه ونیسي

جمهوري حکومت کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، امریکا هڅه کوله چې د دوحې پروسې په چټکتیا سره د ټاکنو مخه ونیسي ترڅو جمهوریت مشروعیت له لاسه ورکړي.

هغه ویلي، ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې، چې تر هغې وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و.

د صالح پر خبره هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله، له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.

نوموړي د خلیلزاد او اشرف غني ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا هم پرده پورته کړې او ویلي یې دي، چې دا اړیکې دومره خرابې وې، چې کله کله به له معمول تعرف پرته ترسره کېده.

دانیل هګاري:که ایران یو ځل بیا د برید غلطي وکړه؛ نو تر دې سخت ځواب به وګوري

0

د اسرائیل پوځ ویاند دانیال هګاري خبرداری ورکړی، که ایران غلطي وکړي او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي؛ نو اسرائیل به سخت ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي چې د اوس لپاره پر ایران د اسراییلو برید پای ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

دغې سرچینې ویلي، ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.