جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 773

وال‌سټریټ ژورنال:پر ایران د اسرائیلو بریدونه به په څو پړاوونو کې ترسره شي

0

یوه امریکايي چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه به په څو پړاوونو کې ترسره شي او اوس یې دویم پړاو یې پیل شوی دی.

د اسراییلو ۱۱ تلویزیوني چینل هم تایید کړه چې د بریدونو دویمه څپه اوس روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې اسرائیلي هوايي ځواکونو د خپلو ۱۴۰ جنګي جیټ الوتکو په مرسته په ایران برید کړی او د دغه هیواد مهم پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

ایران: د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو یو

0

تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

دغې سرچینې ویلي، ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې اسرائیلي هوايي ځواکونو د خپلو ۱۴۰ جنګي جیټ الوتکو په مرسته په ایران برید کړی او د دغه هیواد مهم پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

افغان الف لوبډلې؛ د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ځان ورسوه

د اسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ځان ورسوه.

دغه سیالۍ کې افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه پیل کړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې صدیق‌الله اتل ۸۳ منډې او دغه راز ذبیداکبري۶۴ او کریم جنت بیا په ۴۱ منډو وسوځېد.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.

ملاله یوسفزۍ:د مکسیکو له ولسمشرې سره یې پر افغان نجونو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې کړي

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د مکسیکو له ولسمشرې کلاودیا شینباوم سره یې پر افغان نجونو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې کړي دي.

ملالې یوسفزۍ په خپلې ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د طالبانو له لوري له ټولو حقونو محرومېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درې کالو راهیسې د افغان نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه د طالبانو حکومت له لوري تړل شوي دي.

بل لورته تېره ورځ د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.

اسراییلو؛لبنان کې درې خبریالان وژلي

0

اسراییلو په لبنان کې درې خبریالان وژلي.

رویټرز خبري ازانس د لبناني رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې درې خبریالان چې د لبنان په سویل کې په یوه مېلمستون کې ویده وو، نن سهار د اسراییلو په برید کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې په دغو کسانو کې د المیادین شبکې کمره مین غسان نجار او محمد رضا المهندس او د المنار شبکې یو کمره مین چې له حزب الله سره تړاو لري شامل دي.

د اسراییل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت په نوم جبهه:د کابل په “کارتي نو” سیمه کې مو درې طالب سرتېري ووژل

د مقاومت په نوم جبهې د کابل په “کارتي نو” سیمه کې د چاودنې مسولیت منلی.

دغې جبهې ادعا کړې چې د اتمې حوزې اړوند یې په دې برید کې درې طالب عسکر وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزه کې؛پر یوه ښوونځي د اسراییلو برید ۱۷ تنه وژلي

0

د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د اسوشیټد پریس خبري اژانس ویلي، چې بې‌‌ځایه شویو په‌دې ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.

اسوشیټدس پریس د روغتون د چارواکو له قوله ویلي، چې په‌دې برید کې ۲۴ کسان ټپيان شوي او په وژل شویو کسانو کې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.

بل لورته اسراییلي ځواکونو د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې په‌‌دې برید کې یې د حماس وسله‌‌وال په نښه کړي.

په ډیره اسماعیل خان کې؛د وسله والو په برید کې د پاکستان لس ملېشه ځواکونه وژل شوي

0

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواکونو پر پوستې برید کې لږترلږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې برید د ډیره اسماعیل خان اړوند د درازنده ښارګي پر زام پوستې تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

ځايي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني پوځ پوسته له ملېشه ځواک پوستې سره نږدې وه، خو پوځ یې مرستې ته ونه رسید.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

اتونبایووا:ډېری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون ډیری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي.

روزا اتوبایووا نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د تاسیس د نهه اویایمي کالیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، چې افغانستان د دې سازمان له لومړنیو غړیو څخه دی چې په ۱۹۴۶ م کال کې یې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړې زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړي دي.

امیرخان متقي:له احساساتي ویناوو څخه ورته ملي منافع مهمې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې له احساساتي ویناوو نه ورته ملي منافع ډېرې مهمې دي.

امیرخان متقي نن د بهرنیو چارو وزارت له یوې روزنیزې دورې د ځوانانو فراغت غونډه کې کومې پېښې ته اشاره نه ده کړې؛ خو ویلي یې دي چې کله کله نېوکې پرې کېږي او ورته ویل کېږي چې وزیر صیب دې او هغې پېښې ته غبرکون ونه ښود.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې په ایران کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته پر طالبانو توندې نېوکې وشوې.

دغې پېښې د نړیوالو ګڼ غبرګونونه را وپارول؛ خو د طالبانو حکومت ګنګوسه وبلله او تر نن ورځې یې پلاوي له رسنیو سره هېڅ ډول معلومات شریک نه کړل.