چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 770

غزه کې؛پر یوه ښوونځي د اسراییلو برید ۱۷ تنه وژلي

0

د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د اسوشیټد پریس خبري اژانس ویلي، چې بې‌‌ځایه شویو په‌دې ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.

اسوشیټدس پریس د روغتون د چارواکو له قوله ویلي، چې په‌دې برید کې ۲۴ کسان ټپيان شوي او په وژل شویو کسانو کې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.

بل لورته اسراییلي ځواکونو د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې په‌‌دې برید کې یې د حماس وسله‌‌وال په نښه کړي.

په ډیره اسماعیل خان کې؛د وسله والو په برید کې د پاکستان لس ملېشه ځواکونه وژل شوي

0

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواکونو پر پوستې برید کې لږترلږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې برید د ډیره اسماعیل خان اړوند د درازنده ښارګي پر زام پوستې تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

ځايي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني پوځ پوسته له ملېشه ځواک پوستې سره نږدې وه، خو پوځ یې مرستې ته ونه رسید.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

اتونبایووا:ډېری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون ډیری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي.

روزا اتوبایووا نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د تاسیس د نهه اویایمي کالیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، چې افغانستان د دې سازمان له لومړنیو غړیو څخه دی چې په ۱۹۴۶ م کال کې یې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړې زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړي دي.

امیرخان متقي:له احساساتي ویناوو څخه ورته ملي منافع مهمې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې له احساساتي ویناوو نه ورته ملي منافع ډېرې مهمې دي.

امیرخان متقي نن د بهرنیو چارو وزارت له یوې روزنیزې دورې د ځوانانو فراغت غونډه کې کومې پېښې ته اشاره نه ده کړې؛ خو ویلي یې دي چې کله کله نېوکې پرې کېږي او ورته ویل کېږي چې وزیر صیب دې او هغې پېښې ته غبرکون ونه ښود.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې په ایران کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته پر طالبانو توندې نېوکې وشوې.

دغې پېښې د نړیوالو ګڼ غبرګونونه را وپارول؛ خو د طالبانو حکومت ګنګوسه وبلله او تر نن ورځې یې پلاوي له رسنیو سره هېڅ ډول معلومات شریک نه کړل.

سراج الدین حقاني:د نجونو د زده کړو بندیز دایمي نه دی

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو د زده کړو بندیز دایمي نه دی.

ښاغلي حقاني په دې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو خپل منځي اختلافات نشته او دا د ځینو کړیو تبلیغات او اوازې دي.

هغه ویلي، چې د دوی حکومت د جګړې فصل تړلی او اوس یې نړۍ سره د مثبت تعامل او اړیکو فصل پرانېستی دی.

سراج الدین حقاني زیاته کړې، چې دوی تېرو شلو کلونو کې څو ځله امریکا سره خبرو ته کېناستل؛ خو واشنګټن د دوی وړاندیزونه ونه منل او جګړه یې پرې تحمیل کړه.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی او لا هم دغه بندیزونه دوام لري.

دانیل هګاري:د ایران د سپاه پاسداران افسران د ایران د سفارت له لارې لبنان ته داخل شوي

0

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري وایي چې د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي.

هګاري له العربیه سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې دغه افسران د حزب‌الله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کوي.

هګاري زیاته کړې چې ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزب‌الله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چې حزب‌الله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.

هګاري همداراز ویلي چې د دوی پوځ د حزب‌الله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چې ډېری یې جګپوړي کسان وو، له منځه وړي دي.

ترکیې؛په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي

0

ترکیې پرون په انقره کې د فضایي- دفاعي صنعت پر یوه شرکت له خونړي برید وروسته په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي دي.

د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د هوایي بریدونو پایله کې “د ترهګرو ډلو” ۳۲ مرکزونه ویجاړ کړي او زیات شمېر وسله‌وال یې وژلي دي.

د یادونې ده چې پرون د ترکیې په هوایي شرکت برید کې د بریدګرو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ترکیه دا برید د کردانو د کارګر ګوند یا پي‌کې‌کې کار بولي.

پوتین؛د بریکس سازمان په غونډه کې د “بریکس” پولي واحد رسنیز کړ

0

د روسیې په کازان ښار کې د بریکس غونډه کې روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د « برېکس » ډیزاین شوي پولي واحد رسنیز کړ.

د بریکس نیوز په نوم یوې روسي رسنۍ په خپله اکس پاڼه نشر کړي چې بریکس پولي واحد به په راتلونکي کې د ډالرو ځای نیونکی پولي واحد وي.

یادې رسنۍ د بریکس پولي واحد یوه نمونه نشر کړې چې پکې د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو ” اسلامي امارت” نوم هم لیدل کېږي

لویډ اسټین:داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته ۳ زره سرتېري استولي

0

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي چې داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.

ښاغلي اسټین تېره ورځ له روم څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې روسیې ته د وسلو له ورکولو وروسته دا د پیونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکایي څېړونکي لا هم وضعیت څاري، خو پیونګ یانګ به د دې نتیجې وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.

بل لورته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.

کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.

د بریکس غړو هېوادونو؛له طالبانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه وکړه

د روسیې په کازان کې د بریکس غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ سوله ییز حل اړین دی او له طالبانو یې غوښتي چې له ظلم لاس واخلي.

دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي.

په یاده اعلامیه کې د بشري حقونو په رعایت او د ښځو، نجونو او قومي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو پر ساتنې هم ټینګار شوی دی.

د بریکس غړو هیوادونو دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا باید دوی ته ډاډ ورکړل شي چې ددې هېواد خاوره د “ترهګرو” لخوا نه کارول کیږي.

د يادونې ده، چې د بریكس سازمان درې اړخيزه غونډه د چين، هند، روسيې په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور كې پيل شوه.

دغه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت هم بلنه ولېږله؛ خو د دغه سازمان د غړو هېوادونو له لوري ونه منل شوه.