جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 767

د طالبانو حکومت؛د چین او ایران په مرسته د داعش د له منځه وړلو لپاره د «فاتح ځواک» قطعه جوړه کړې

‏خبریال بلال سروري وایي، چې طالبانو د داعش پر ضد د عملیاتو د ترسره کولو په موخه د چین او ایران په مرسته ځانګړې قطعه جوړه کړې ده.

بلال سروري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دغه قطعه چې د جمهوریت له سقوط درې میاشتې وروسته جوړه شوې د طالبانو د سرو قطعو له جنګیالیو تشکیل شوې، مشري د استخباراتو ریاست د مرستیال ملا تاجمیر جواد پر غاړه ده.

سروري لیکلي:«دا قطعه فاتح ځواک نومیږي، په ولایتونو کې په رڼا ورځ د داعش خلاف عملیاتونه کوي، چین یې تخنیکي او روزنیزه برخه کې مرسته کوي، اکثریت جنګیالي یې د لوګر، میدان وردګ او پکتیا د زرمت اوسیدونکي، چې جمهوریت سره د جګړې پرمهال په کابل کې فعال وو.»

نوموړي زیاته کړې، قاري بلال چې د وردګو د سید اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ددې قطعې د ریس ارکان په توګه دنده ترسره کوي.

سروري دغه راز ویلي، چې دغه قطعه ډیر زیات امکانات او یو پر دوه معاش اخلي او د هیڅ ډول عملیاتو معلومات د طالبانو ولایتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او هیچا سره نه شریکوي.

ملا هبت‌الله:له جواز پرته چاته د وسلو ګرځولو اجازه نشته

‏د طالبانو د حکومت مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده په یوه تازه خپور شوي فرمان کې ویلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې وګرځوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي:”مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.“

‏په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم له دې وروسته بې اعتباره دي.

‏خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.

خبرپاڼه وایي، چې د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.

یاده خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.

اسراییلي رسنۍ:روانه میاشت لبنان کې د حزب‌الله سره جګړو کې ۳۳ اسراییلي ځواکونه وژل شوي

0

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان په سویل کې د حزب الله په بریدونو کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۳۳ پوځیان وژل شوي دي.

د رېپوټ له مخې، دغه شمېر اسرائيلي پوځيان په روانه مياشت کې د لبنان د حزب الله او اسرائيلو ترمنځ په ځمکنيو نښتو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې ۱۴۳ فلسطینیان وژلي دي.

بل لورته په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسراییل په غزه کې بشري ناورین ته پام نه کوي.

امریکا:اسراییلو نه یې په غزه کې د وروستي برید وضاحت غوښتی

0

امریکا له اسراییل غوښتي، چې د غزې په شمال کې د وروستي برید په اړه وضاحت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې امریکا له اسراییل د غزې په شمال کې د ویرونکي برید وضاحت غوښتی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې په دغه برید کې چې د هستوګنې پر یوې ودانۍ شوی، لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان وژل شوي یا تري تم دي.

د غزې د روغتیا وزارت په خبره د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په دغه برید کې چې د سه‌شنبې په ورځ په بیت لاهیه ښارګوټي کې شوی، په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.

افغان کرکټ بورډ؛زمبابوې سره د لوبلړیو وخت په ډاګه کړو

0

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو نېټې په ډاګه کړې.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.

دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي په‌کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ سیالۍ شاملې دي.

کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه وي او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.

د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږي او دویمه ټېسټ سیالي بیا د جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به یې اخري ورځ وي.

د یادونې ده، چې چې تر دې سیالیو وړاندې، افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګله‌‌دېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ګرینفیلډ:اسراییل په غزه کې بشري ناورین ته پام نه کوي

0

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسراییل په غزه کې بشري ناورین ته پام نه کوي.

اغلې ګرینفیلډ ویلي، چې په غزه کې د اسراییلو خبرې او عمل همغږي نه دي او دا وضعیت باید ژر تر ژره بدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې امریکا له اسراییل د غزې په شمال کې د هغه برید چې ۹۰ فلسطینیان یې وژلي، وضاحت غوښتی.

خلیل الرحمن حقاني:مهاجر افغانان دې د کوربه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې د کوربه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي.

خلیل الرحمن حقاني ویلي، چې مهاجر افغانان دې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د نورو مهاجرینو لپاره ستونزې رامنځته کړي.

نوموړي له افغان کډوالو غوښتي، چې هېواد ته را ستانه شي.

د یادونې ده چې حقاني څه موده وړاندې ویلي وو چې په غربي هېوادونو کې افغان کډوال له خپلو بشري حقونو بې برخې دي.

حال‌وش:د طالبانو او د ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نن سهار نښته شوې

د حال‌وش خبري آژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو او د ایران پوله ساتو ځواکونو نن سهار د هرمند ښار په صفري نقطه کې نښته کړې.

دغه خبری اژانس وایي، د طالبانو او د ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو د هرمند د ساسولي په کلي کې په یو شمیر بلوچو باندې ډزې وکړې.

ددغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو او ایران رسمي سرچینو هم د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

زلمی خلیلزاد د جمهوریت مشرانو ته:افغانستان ستاسې بې کفایتۍ له خاورو سره خاورې او طلایي چانس یې له لاسه ورکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړیي استازیي زلمي خلیلزاد د وروستي جمهوریت په مشرانو او یو شمیر افغان سیاستوالو سخته نیوکه کړې.

نوموړي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي:« جمهوریت ستاسې د بې کفایتې له امله ړنګ شو، تاسې په حکومتولۍ، په مذاکرې او جګړې نه پوهیدئ»

نوموړي افغان سیاسیونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو طلایي چانس ستاسې د بې کفایتۍ له امله د لاسه ورکړ او تاسې افغانستان له خاورو سره خاورې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې جمهوري حکومت کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، هرځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله، له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.

حنیف اتمر:له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو شکمن یم

د افغانستان د وروستي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي،مطمین نه دی چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه وتلي وي.

ښاغلي اتمر د عبدالحق عمري سره په خبرو کې ویلي چې د مسکو فارمت غونډه کې پدې اړه د قطعنامې له خپریدو وروسته دا شک ډیر کړی چې بهرني ځواکونه لاهم په افغانستان کې شتون لري.
محمد حنیف اتمر ونه وویل چې کوم بهرنیان په افغانستان کې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼو افغان سیاسي مشرانو د دوحې تړون کې د پټو ضمایمو خبرې کوي، اوس پوښتنه داده چې ایا په پټو ضمایمو کې د امریکا او ناټو استخباراتي یا نظامي حضور شامل دي که کومه بله خبره ده.