جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 766

یونان:اروپایي ټولنه دې د کډوالو لپاره لا سخته پالیسي جوړه کړي

0

یونان له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې لا سخته پالیسي جوړه کړي.

د یونان د کډوالۍ وزیر نیکوس پاناګیوتوپولوس ویلي، چې یونان ته له تېر مني د سمندر له لارې د ور روانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی.

هغه وایي چې د دغه کډوالو د مخنیوي لپاره حکومت یې په ردس او کرت ټاپوګانو کې د توقیف ځایونو پر جوړولو غور کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اټکل کېږی، د کال تر پایه به د پناه غوښتونکو شمېر ۵۰زرو ته ورسېږي.

هغه دغه راز ویلي، چې د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه ډک شوي، خو په اصلي قلمرو کې دغه کمپونه ۶۰ فیصده ډک دي.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان:طالبان دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، چې د طالبانو حکومت دې ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې پر ښځو پکې بندیزونه لګول شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو دغه بندیزونو کې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بریدونه شوي او د ښځو د ژوند ټولې برخې یې متاثره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي تازه ویلي، کله چې یوه بالغه ښځه لمونځ ادا کوي او یوه بله بالغه ښځه یې له مخې تېرېري، دا لمونځ کوونکي ښځه اجازه نه لري چې “الحمدلله” او “سبحان الله” ووایي.

تر جنوبي سوډان وروسته؛افغانستان شپږم هغه هېواد دی، چې د خبریالانو قاتلین په کې سرې سترګې ګرځي

افغانستان تر جنوبي سوډان وروسته شپږم هغه هېواد نومول شوی چې زیات خبریالان پکې وژل شوي او قاتلین یې هم مجازات شوي نه دي..

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر یوه لسیزه افغانستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي، چې تر ټولو زیاتې وژنې په ۲۰۱۸ کال کې شوې دي.

هېره دې نه وي چې تېرو درې کالو کې هم افغان خبریالان له فزیکي او ذهني پلوه سخت شکنجه شوي.

کاناډا:د ایران د ډیجټلي نفوذ له پراخېدو څخه په وېره کې یوو

0

کاناډا په یوه تازه سروې کې تر روسیې او چین وروسته ایران د ځان لپاره یو سایبري خطر بللی.

کاناډا خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د ایران ډیجټلي نفوس په پراخېدو دی.

په دغې تازه سروې کې راغلي، چې پر خپلو مخالفو د څار لپاره له سایبري لارې د ایران نظارت د کاناډا لپاره په ګواښ بدل شوی.

کاناډا دا اندېښنې وروسته تر هغې کوي، چې اسرائیل د سایبري بریدونو په واسطه د حزب الله ډلې نږدې درې زره کسان ټپیان کړي وو.

د سولې او ازادۍ لپاره؛د ښځو غورځنګ د ریچارډ بینېټ د راپور هرکلی کړی

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د ریچارډ بینېټ د تازه راپور هرکلی کړی.

دغه غورځنګ وايي، چې دې راپور کې جنایتونه بربنډ شوي او طالبان نه یوازې له نړیوالو قوانینو بلکې له اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو هم سرغړونه کوي.

یاد غورځنګ له ځینو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له طالبانو سره د دغو سرغړونو د دوام له کبله حساب کتاب وکړي.

د یادونې ده چې تېره دوشنبه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ راپور خپور شو او پکې ویل شوي وو چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې له جنسي ځورونې او تېریو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې افغانستان ته د بینېټ په راتک بندیز لګولی او ویلي دي چې بینېټ د افغانستان په اړه پروپاګند خپروي.

ملاله یوسفزۍ:موږ باید د افغان نجونو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره یوځای یې د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کړې، چې هغه څه په رسمیت وپېژني چې د طالبانو د رژیم له‌خوا جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض ګڼل کېږي.

ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې موږ باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو.

هغې ویلي چې د پارلمان او حکومت نه تمه لري چې د کوټلو اقداماتو له لارې دا موضوع تعقیب کړي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي، چې د طالبانو حکومت دې ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې پر ښځو پکې بندیزونه لګول شوي.

د حزب الله نوی مشر:خامنه‌يي زمونږ د جګړې معنوي مشر دی

0

د حزب الله ډلې نوي مشر ویلي، چې لبنان یې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک نه؛ بلکې د خپل مقاومت په واسطه ازاد کړی دی.

شیخ نعیم قاسم ویلي، چې دوی د هیچا د ګټو لپاره نه؛ بلکې د خپل وطن د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

نوموړي له دوی څخه د ایران له ملاتړ هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ایران یې د عقیدې پر بنسټ ملاتړ کوي.

هغه خامنه‌يي د دغې مبارزې معنوي رهبر بللی او ویلي یې دي، چې حزب الله ډلې په یوولسو ورځو کې خپل ځان بیرته راجوړ کړ.

نعیم قاسم د خپلو مشرانو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، چې په روانه میلادي میاشت کې اسرائیل د حماس او حزب الله ډلې څو مهم مشران په نښه کړل.

د اقتصادي بې ثباتي په اوج کې؛ شهباز شریف په دوه ورځني سفر قطر ته ورسېد

0

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د قطر د امیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر ولاړ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نوموړی به هلته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حما الثاني سربېره، له یو شمېر پانګوالو او د سوداګرو ټولنې له استازو سره هم وګوري.

نوموړی په داسې حال کې یاد سفر کوي، چې پاکستان اوس مهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

پاکستان تمه لري، چې خلیج هېوادونه، سعودي عربستان او چین به یې په خپلو مرستو سره له روانې اقتصادي بې ثباتي خلاص کړي.

حنیف اتمر:د جمهوریت چارواکي او د افغانستان ملګري هیوادونه دې د سقوط په مسله کې ځواب ویلو ته چمتو شي

د تیر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، د جمهوریت سیاسي او دولتي مشران باید په ملي او نړۍواله کچه ځواب ویلو ته تسلیم شي.

ښاغلي اتمر د افغانستان د ملګري هیوادونو استازي هڅولي چې پدې بهیر کې ورګډ او د حساب ورګونې او عدالت د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر وایي، د جمهوریت د سقوط داخلي او بهرني اړخونه باید په بې لوري ډول وڅېړل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له اوسنیو چارواکو هم باید حساب واخیستل شي، ترڅو د نجونو او ښځو حقونه خوندي شي.

نعیم قاسم:زما دنده د حسن نصرالله کاري پلان ته دوام ورکول دي

0

د حزب الله ډلې نوي مشر نعیم قاسم ویلي، چې زما کاري پلان په ټولو برخو کې د خپل مشر سید حسن نصرالله کاري پلان ته دوام ورکول دي.

نعیم قاسم چې تازه د حزب الله ډلې مشر ټاکل شوی، په خپله تازه وینا کې ویلي، چې دا زموږ دنده ده چې له غزې سره مرسته وکړو او ټولې سیمې ته د اسرائیلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د غزې ملاتړ وکړو.

نوموړي ویلي چې دا د لبنان او غزې جګړه نه ده، دا د امریکا او اسرائیلو د مقاومت جګړه ده.

هغه وایي:«موږ ته مه وایئ چې تا ولې د غزې له خلکو سره مرسته وکړه؟ له نورو وپوښتئ چې ولې د غزې له خلکو سره مرسته نه ده شوې.»