جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 768

مسعود پزشکیان:امریکا هېڅکله موږ نه شي تسلیمولای

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې امریکا هېڅکله دوی نه شي تسلیمولای.

ښاغلي پزشکیان یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، که چیرې باور او اعتماد شتون ولري، هیڅ ځواک نشي کولی زموږ د هیواد په اړه غلط نظر ولري.

نوموړي له خپلو خلکو غوښتي، چې همیشه په ځان باور ولري او ټول په اتفاق کې اوسي.

پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې اسراییلو ددغه هېواد په بېلا بېلو دولتي ځایونو او تاسیساتو بریدونه وکړل چې څلور ایراني عسکر پکې ووژل شول.

حزب‌الله ډلې؛نعیم قاسم د عمومي منشي په توګه منلی

0

د لبنان حزب الله نعیم قاسم د دغې ډلې د عمومي منشي په توګه وټاکه.

نعیم قاسم له هاشم صفی الدین وروسته ددغې ډلې عمومي منشي وټاکل شو.

حزب‌الله ډلې د نعیم قاسم په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د لبنان په بیروت کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو او هاشم صفي الدین یې ځای ناستی شو؛ خو دوه اونۍ وړاندې هاشم صفي الدین هم اسراییلو وژلی.

د اوکراین؛په خارکییف کې د روسیې په حملو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د اوکراین پر خارکییف ښار نن سهار وختي د روسیې په حملو کې څلور کسان وژل شوي.

د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف ویلي، چې پر اوسنو ویانسک ناحیه په دې برید کې ملکي تاسیساتو او د استوګنې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

تیريخوف زیاته کړې چې د ښار پر مرکز په لومړۍ حمله کې نهه کسان ټپیان شوي وو.

د هغه په وینا، په دې حمله کې یوه تاریخي ودانۍ هم زیانمنه شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت:د سمندري ځواکونو یو قومندان یې له افغانانو د رشوت اخیستو په تور زندان ته لېږلی

امریکا خپل یو قومندان له افغانانو د رشوت اخیستو په تور زندان ته لېږلی.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د جیرومي پېټمن په نوم د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یو قومندان له افغانانو د رشوت اخېستو او امریکا ته د ورتګ لپاره هغوی ته د جعلي اسنادو د جوړولو په جرم زندان ته لېږلی دی.

نوموړي ته د محکمې لخوا د ۳۰ میاشتو حبس مودې د تېرولو سزا ورکړل شوې ده.

دغه وزارت لیکلي، چې پېټمن په خپل جرم اعتراف کړی.

یاد وزارت زیاته کړې چې پېټمن ویلي، ۲۰ افغانانو ته یې داسې اسناد چمتو کړي چې وښیي هغوی په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.

دين خانه او د دين نرسان

0

لیکوال: رحمت شاه فراز
د دين په پېچلي کولو کې د ملا ګټه دا وه، چې د دين په څېر فردي پديده يې د ملا ملکيت وګرځوله. د دين د پېچلتيا سلسله له عباسي دورانه پيل شوه او بيا نظام الملک د پېچلتيا عروج ته ورسوله.

د دينپوهانو دليل دا دی، چې ايا طبابت د هر سړي کار دی که لومړی به تخصص پکې اخلي؟ خو د دوی دا مثال تر بحث لاندې مسئلې سره هېڅ اړخ نه لګوي. دين الله تعالی فرد ته د عمل کولو لپاره را لېږلی، د دې لپاره نه دی چې د دين په سر د بل سړي عمليات وکړو يا د امر او نهي پېچکاري ورکړو.

ملا د دين په پېچلتيا کې ګڼ مراحل ووهل. په لومړنۍ مرحله کې يې د دينپوهنې په برخه کې دومره فنون او علوم ايجاد کړل، چې عام سړي ته يې يوازې د نومونو زدکړه هم تر ابن سينايي طبابته مشکله شوه. په دې سره يې عوام په دين کې بې وسه کړل.

په دوهمه مرحله کې دينپوهانو د ځان لپاره داسې لقبونه اختيار کړل، چې له ځان سره يې يو ډول تقدس لېږداوه. امام، شيخ الحديث، شيخ القران او داسې نور. په قرآن کې يوازې د تفقه في الدين اصطلاح راغلې وه، دا نور ټول د دينپوهانو شخصي ايجاد و.

په دريمه مرحله کې ملا د اختلاف له موجوديته انکار وکړ او خپله خبره يې وروستۍ او د خدای يوازينۍ منشأ وګڼله. مګر په طبابت کې د دوهمې او دريمې رايې اخيستو اصل تر نن ورځې پلي کېږي.

په دې مراحلو سره دينپوهان په ديني چارو کې د صحيح او غلط قاضيان شول او دا يې هېر کړل، چې په دين کې خو صحيح او غلط يوازې د خدای په لاس کې دي. تاسو لويې، لويې فتاواوې در وګورئ، تر هرې فتوې لاندې (والله اعلم بالصواب) ليکلي وي. چې صحيح او صواب يوازې خدای ته معلوم دي، نو ملا خپلې فردي فتوا ته د قانون شکل څرنګه ورکولی شي؟

په پورتنيو درې واړو کې تر ټولو خطرناکه دريمه مرحله وه. زموږ د وطن د نوي قانون جوړوونکي په دې پوهېږي چې د دوی په قانون کې ليکل شوې ګڼې مسئلې اختلافي دي او د دې اختلافونو په منځ کې د يوه غوراوی د فرد خوښه ده، د ملا يا حاکم کار نه دی. چې په يوه مسئله کې اختلاف موجود وي، فطري خبره ده چې په خپله خبره يا نظريه باندې د تقنين او تنفيذ تر بريده تاکيد نه شو کولی. اختلاف په دې معنا هم دی، چې دا اطمينان نشته، چې د چا خبره سل سلنه سمه ده او په دې صورت کې يوازينۍ لاره دا ده، چې د عمل کولو لپاره د يوه نظر يا فتوا غوراوی فرد ته پرېښودل شي. تاسو څو شېبې تصور کړئ، که طبيبان حاکمان شوو او خپل د امر او نهي قانون يې وضع کړ، د انسانان وضعه به څرنګه وي؟

ملا چې دينپوهنه له طبابت يا انجينري سره پرتله کوي، نو بيا دې ټول رنګ او بوی د هغو ور خپل کړي. له ځانه دې د دين ډاکټر جوړ کړي او د کوڅې په سر کې دې «دين خانه» پرانيزي او خپلو مراجعينو ته دې شېبې وشمېري. طبيبان چې کور په کور نه ګرځي، د دين نرسان ولې په چوکونو کې ليدل کېږي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د افغاني اسلام له تبلیغه تر تنفیذه انحراف

0

لیکوال: رحمت شاه فراز

دا نن چې تاسو په خپله ټولنه کې د اسلام کومه بڼه وينئ، د دې ډېرې کمې برخې يې له قرآن او سنت نه سرچينه اخیستې ده. د دې وجه دا ده، چې زموږ په ټولنه کې تاريخي اسلام حاکم دی، په خپله مذهبي اسلام د ټولنې په ډېره محدوده ساحه کې منل شوی دی. له مذهبي نه مې مراد هغه اسلام دی، چې سرچينه يې له قرآن او سنت نه اخيستل شوې وي. ځينو خلکو ته به يوازې د معروف و منکر قانون تر نظر ورځي، خو اوسمهال زموږ د ټولنې په بنيادي بستر کې ټول ټغر د تنفيذي اسلام خپور شوی دی. زموږ د ټولنې هغه منوره طبقه هم چې د دين په روح يې يا خپله ځان پوه کړی او يا يې د نورې نړۍ له روشنفکره علماوو نه زدکړه کړې ده، له حاکمې طبقې سره يوازې په جزياتو کې اختلاف لري. مثلا په پورتني قانون کې د ښځو اواز عورت ګڼل شوی دی. منوره طبقه له حاکمانو سره په همدې ټکي اختلاف کوي، چې ايا په رښتيا هم په اسلام کې د ښځې غږ عورت دی که نه دی او بيا هغه ايتونه او احاديث ورته راوړي، چې د هغو له مخې د ښځې د اواز نه عورت والی ثابتېدلی شي.

خو دغه استدلال د مسئلې ډېره سرسري مطالعه ښيي. د وکړه مه‌کړه د قانون ګڼې مادې به له قرآن او سنت سره په ټکر کې وي او ښايي د حاکمې طبقې منصف مزاجه ډله به راسره د هو سر هم وښوروي، خو دا به په دې معنا نه وي، چې موږ مسئله سمه پېژندلې او يا مو يې حل لاره موندلې ده.

لومړی بايد په دې ځان پوه کړو، چې زموږ په ټولنه کې لږ تر لږه د اوسمهالني اسلام بنياد او منبع قرآن او سنت نه ده، بلکې هغه عملي شوی دين دی، چې په سمه يا ناسمه بڼه د مذهبي متنونو پخوانیو شارحینو او لیکونکو په خپلو کتابونو کې بيان کړی دی. په بله وينا، زموږ د ټولنې اسلام، مذهبي اسلام نه دی، تاريخي اسلام دی.

د خپلې ټولنې په اوسمهالني اسلام باندې د پوهېدو لپاره به یوې وړې بېلګې ته ودرېږو. مثلا تاسو د معروف او منکر قانون در وګورئ، هلته به ډېر کم داسې ومومئ، چې يوه مسئله دې له قرآن او سنت نه بيان شوې وي او شاوخوا په ټول قانون کې يوازې تاريخي استدلال سترګکونه وهي او دا ښکاره ده، چې تاريخي استدلال د اسلام په برخه کې تر ټولو کمزوری استدلال دی. خو په ورته وخت کې تر ټولو زورور استدلال هم دی، په دې چې تاريخي استدلال قدامت لري او زموږ ټولنه له بنياده قدامت پرسته ده. زموږ منوره طبقه هم چې د حاکمانو په مقابل کې کمزورې ښکاري، وجه يې دا ده، چې منوره طبقه له قرآن او سنت نه خبرې کوي او حاکمه طبقه او د دې طبقې ملاتړي دوديز ملايان تاريخي اسلام غږوي او په ډېره تونده ژبه دا پوښتنه کوي، چې ايا دا ټول تاريخي سفر ترکستان ته وهل شوی دی او اوس به دا نوي روشنفکران موږ ته د کعبې لاره راښيي؟

يو بل دليل چې د معروف و منکر د قانون حيثيت ور شړوي، دا دی چې په قرآن کريم کې يوازې د ګوتو په شمېر احکام اجتماعي او تنفيذي صبغه لري، نور ټول احکام فردي جنبه لري او د فردي احکامو په برخه کې ان د حکومت مسووليت هم يوازې د تبليغ تر حده وي، د تنفيذ حق يې نه لري.

په پای کې به يو بل دليل هم راوړو. په قرآن کريم او د احاديثو په ټوله مجموعه کې د معروف او منکر ټکي تنها راغلي دي، د معروفاتو او منکراتو ليستونه نه دي ورسره ذکر شوي، خو زموږ په هېواد کې چې د معروف او منکر بشپړ قانون موجود دی، سرچينه يې هماغه تاريخي پاڼې دي، قرآن او سنت نه دی. دا نیوکه هم کېدلی شي، چې اخر دغه تاریخي پاڼې هم د قرآن او سنت په بنیاد لیکل شوې دي، خو خبره دا ده، چې د قرآن او سنت تعبیر او تفسیر خو زه هم کولی شم، پوښتنه دا ده، چې زما تعبیر او تفسیر دې ولې غلط وي او تاریخي پاڼې دې ولې دومره معتبرې شي، چې د قانون بڼه خپله کړي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

رن کوخاو:پر ایران د اسراییل برید د روسیې پوځي باور ته هم یو حیثیتي ګوزار و

0

د اسراییل د هوايي ځواک یوه پخواني قوماندان رن کوخاو ویلي چې د دې هېواد نظامي عملیات چې د ایران پر ضد ترسره شول، نه یوازې ایران ته یو دروند ګوزار و، بلکې د روسیې پوځي اعتبار ته هم “یو حیثیتي ګوزار” و.

رن کوخاو، د تل‌ابيب یوې راډیو ته ویلي، چې د ایران د هوايي دفاع په سیستمونو باندې برید د دې سیستمونو نیمګړتیا ښکاره کړه او د احتمالي راتلونکو بریدونو لپاره یې د ایران توان کم کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران باید د اسراییل د بریدونو پر وړاندې د دفاع په اړه فکر وکړي.

له بلې خوا ایران د غچ اخیستو خبره کوي.

ټیک؛ د جمال او کلتور ترمینځ اړیکه

0

لیکواله: فاطمه ملکزۍ
ټیک د ښکلا او کلتور سمبول دی، چې د هندوانو او پښتنو په کلتور کې ځانګړی ارزښت لري. دا یوازې یو زیور نه، بلکې د ښځو د حیثیت او جمال نښه هم ګڼل کېږي. د سرو زرو او سپینو زرو نه جوړه شوې، ټیک د خلاقیت او هنري هنر یوه بیلګه ده، چې د ښځو د کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.

د پښتنو کوچیانو ترمنځ، ټیک عموماً د سپینو زرو نه جوړېږي او د دودیزو لباسونو سره په زړه پورې ترکیب لري. شاعرانو هم خپلو شعرونو کې د خپلې محبوبې ټیک یاد کړی.
خوشحال بابا وایي:

“خدای دی تا له وږو سترګو وژغوري،
دلربایه چې ټیکه په جبین کېږدی او سینګار وکړی څو شانه.”

دلته، ټیک د جمال سمبول بلل کیږي، چې د ښځو مقام او حیثیت څرګندوي. که څه هم په معاصره نړۍ کې د ټیک استعمال کم شوی، خو په کوچیانو کې دغه دود لا هم پیاوړی دی. د تندي پر سر د سیخکی په واسطه د ټیک ځوړندول د ښځو د کلتوري هویت نښه ده.

هره کرښه او نازکۍ د ټیک د ښځو روح او هویت انځوروي. شاعران د دې نازک او هنري جوړښت له لارې د خپلې ټولنې رنګینۍ او تنوع ته اشاره کوي. ټیک د کلتور او روحاني میراث انعکاس کوي.

پدې توګه، ټیک یوازې یوه ګاڼه نه بلکې د ښځو د ژوند، کلتور او عشق یو سمبول دی. د دې ګاڼې له لارې، ښځې د خپل کلتوري هویت او د ټولنې د ارزښتونو څرګندونه کوي، چې د دوی د هویت یوه نه هیریدونکې نښه ده.

ټېلګراف:د طالبانو حکومت د افغان ښځو پر وړاندې د جګړې د پیلولو په حال کې دی.

‏ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د افغان ښځو پر وړاندې د بشپړې جګړې د پیلولو په حال کې دی.

ټېلګراف ورځپاڼې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په اشارې  لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف د وزیر څرګندونې د هېواد د ښځو لپاره د روحي شکنجې بڼه ده.

د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي په دې وروستیو کې په یوه خپور شوي غږيز کليپ کې چې د یوې بالغې ښځې غږ یې بلې بالغې ښځې ته د قرائت له ویلو منع کړی، ویلي دي: «حتی کله چې یوه زړه ښځه لمونځ کوي او بله ښځه د هغې په خوا کې تېریږي، باید په’ داسې لوړ غږ لمونځ ونه کړي، چې د هغې غږ واورېدل شي.

د خالد حنفي دغه څرګندونو د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

شیخ هبت‌الله:د طالبانو دولتي ادارې دې د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار واخلي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په يوه فرمان کې خپل حکومت ته امر کړی، چې د افغانستان په لويو لارو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د طالبانو دولتي ادارې د کورنیو صنایعو د ودې او د هېواد د خودکفايۍ په موخه د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار اخلي.

همدارنګه په دغه فرمان کې ویل شوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د طالبانو د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي باید له خصوصي سکتور سره ښه چلند وکړي او د چارو په تطبیق کې له ځنډ څخه ډډه وکړي.