جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 766

د سولې او ازادۍ لپاره؛د ښځو غورځنګ د ریچارډ بینېټ د راپور هرکلی کړی

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د ریچارډ بینېټ د تازه راپور هرکلی کړی.

دغه غورځنګ وايي، چې دې راپور کې جنایتونه بربنډ شوي او طالبان نه یوازې له نړیوالو قوانینو بلکې له اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو هم سرغړونه کوي.

یاد غورځنګ له ځینو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له طالبانو سره د دغو سرغړونو د دوام له کبله حساب کتاب وکړي.

د یادونې ده چې تېره دوشنبه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ راپور خپور شو او پکې ویل شوي وو چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې له جنسي ځورونې او تېریو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې افغانستان ته د بینېټ په راتک بندیز لګولی او ویلي دي چې بینېټ د افغانستان په اړه پروپاګند خپروي.

ملاله یوسفزۍ:موږ باید د افغان نجونو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره یوځای یې د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کړې، چې هغه څه په رسمیت وپېژني چې د طالبانو د رژیم له‌خوا جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض ګڼل کېږي.

ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې موږ باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو.

هغې ویلي چې د پارلمان او حکومت نه تمه لري چې د کوټلو اقداماتو له لارې دا موضوع تعقیب کړي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي، چې د طالبانو حکومت دې ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې پر ښځو پکې بندیزونه لګول شوي.

د حزب الله نوی مشر:خامنه‌يي زمونږ د جګړې معنوي مشر دی

0

د حزب الله ډلې نوي مشر ویلي، چې لبنان یې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک نه؛ بلکې د خپل مقاومت په واسطه ازاد کړی دی.

شیخ نعیم قاسم ویلي، چې دوی د هیچا د ګټو لپاره نه؛ بلکې د خپل وطن د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

نوموړي له دوی څخه د ایران له ملاتړ هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ایران یې د عقیدې پر بنسټ ملاتړ کوي.

هغه خامنه‌يي د دغې مبارزې معنوي رهبر بللی او ویلي یې دي، چې حزب الله ډلې په یوولسو ورځو کې خپل ځان بیرته راجوړ کړ.

نعیم قاسم د خپلو مشرانو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، چې په روانه میلادي میاشت کې اسرائیل د حماس او حزب الله ډلې څو مهم مشران په نښه کړل.

د اقتصادي بې ثباتي په اوج کې؛ شهباز شریف په دوه ورځني سفر قطر ته ورسېد

0

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د قطر د امیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر ولاړ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نوموړی به هلته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حما الثاني سربېره، له یو شمېر پانګوالو او د سوداګرو ټولنې له استازو سره هم وګوري.

نوموړی په داسې حال کې یاد سفر کوي، چې پاکستان اوس مهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

پاکستان تمه لري، چې خلیج هېوادونه، سعودي عربستان او چین به یې په خپلو مرستو سره له روانې اقتصادي بې ثباتي خلاص کړي.

حنیف اتمر:د جمهوریت چارواکي او د افغانستان ملګري هیوادونه دې د سقوط په مسله کې ځواب ویلو ته چمتو شي

د تیر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، د جمهوریت سیاسي او دولتي مشران باید په ملي او نړۍواله کچه ځواب ویلو ته تسلیم شي.

ښاغلي اتمر د افغانستان د ملګري هیوادونو استازي هڅولي چې پدې بهیر کې ورګډ او د حساب ورګونې او عدالت د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر وایي، د جمهوریت د سقوط داخلي او بهرني اړخونه باید په بې لوري ډول وڅېړل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له اوسنیو چارواکو هم باید حساب واخیستل شي، ترڅو د نجونو او ښځو حقونه خوندي شي.

نعیم قاسم:زما دنده د حسن نصرالله کاري پلان ته دوام ورکول دي

0

د حزب الله ډلې نوي مشر نعیم قاسم ویلي، چې زما کاري پلان په ټولو برخو کې د خپل مشر سید حسن نصرالله کاري پلان ته دوام ورکول دي.

نعیم قاسم چې تازه د حزب الله ډلې مشر ټاکل شوی، په خپله تازه وینا کې ویلي، چې دا زموږ دنده ده چې له غزې سره مرسته وکړو او ټولې سیمې ته د اسرائیلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د غزې ملاتړ وکړو.

نوموړي ویلي چې دا د لبنان او غزې جګړه نه ده، دا د امریکا او اسرائیلو د مقاومت جګړه ده.

هغه وایي:«موږ ته مه وایئ چې تا ولې د غزې له خلکو سره مرسته وکړه؟ له نورو وپوښتئ چې ولې د غزې له خلکو سره مرسته نه ده شوې.»

افغان لوبغاړي؛محمد نبي د الراونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی

0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دغه درجه‌بندي چې تازه اعلان شوې، د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې الراونډر سکندر رضا دویم، د اسټرالیا ګلین مکسویل درېیم او افغان لوبغاړي راشد خان بیا څلورم مقام خپل کړی دی.

د خلیلزاد څرګندونو ته د فدایي غبرګون:افغان دولت د سولې او جګړې روښانه تاریخ لري

ورورسته له هغه چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وروستي جمهوریت چارواکي په بې کفایتۍ، د حکومتدارۍ او مذاکرې په هنر او د جګړې په نه کولو تورن کړ د جمهوریت د یوشمیر چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوی.

په جمهوري حکومت کې د پکتیا والي محمدحلیم فدایي ویلي، د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو میړانه ټولو ته معلومه ده.

ښاغلي فدایي خلیلزاد مخاطب کړ او لیکلي:« کله چې د سولې پروسه افغاني وه او د ولسمشر غني په اختیار کې وه د حزب اسلامي د مشر حکمتیار سره یې نتیجه ټولو ته څرګنده شوه، خو کله چې تاسې د طالب سره د سولې پوسه اختطاف کړه، یوه ترهګره ډله دې په افغانانو حاکمه کړه.»

ښاغلي فدایي لیکلي:« د جمهوریت مشران د افغانستان د طلایي چانس ضایع کوونکي او ورانونکي نه دي، بلکې تاسې ددې زرین فرصت ورانونکي یاست چې یو شمیر افغان چارواکو ته مو د موقت حکومت د مشرۍ ژمنې ورکولې»

فدایي ویلي، چې د بګرام له هوايي اډې څخه د شپې په تیاره کې د امریکا ناڅاپه وتل، د افغان سرتیرو او اتباعو پریښودل، له هغو کسانو سره خیانت وو چې په یوه ګډ هدف یې باور درلود.

د یادونې ده چې د خلیلزاد دغه څرګندونو د ګڼو افغانانو غبرګونونه را پارولي دي.

حمید خراساني؛د تاجکستان د ولسمشر په اړه د خپلو پخوانیو خبرو بخښنه غوښتې

د ناصري بدري د قطعې قومندان حمید خراساني د تاجکستان د ولسمشر په اړه د خپلو پخوانیو خبرو بخښنه غوښتې.

خراساني ویلي، د حقیقت له درک وروسته پوه شوی چې تاجکان او افغانان یو ملت دي.

حمید خراساني تر دې وړاندې ویلي وو، چې امام علي الرحمن یو بې دین سړی دی او دی په تاجکستان کې د اسلامي نظام غوښتونکی دی.

د طالبانو حکومت؛د چین او ایران په مرسته د داعش د له منځه وړلو لپاره د «فاتح ځواک» قطعه جوړه کړې

‏خبریال بلال سروري وایي، چې طالبانو د داعش پر ضد د عملیاتو د ترسره کولو په موخه د چین او ایران په مرسته ځانګړې قطعه جوړه کړې ده.

بلال سروري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دغه قطعه چې د جمهوریت له سقوط درې میاشتې وروسته جوړه شوې د طالبانو د سرو قطعو له جنګیالیو تشکیل شوې، مشري د استخباراتو ریاست د مرستیال ملا تاجمیر جواد پر غاړه ده.

سروري لیکلي:«دا قطعه فاتح ځواک نومیږي، په ولایتونو کې په رڼا ورځ د داعش خلاف عملیاتونه کوي، چین یې تخنیکي او روزنیزه برخه کې مرسته کوي، اکثریت جنګیالي یې د لوګر، میدان وردګ او پکتیا د زرمت اوسیدونکي، چې جمهوریت سره د جګړې پرمهال په کابل کې فعال وو.»

نوموړي زیاته کړې، قاري بلال چې د وردګو د سید اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ددې قطعې د ریس ارکان په توګه دنده ترسره کوي.

سروري دغه راز ویلي، چې دغه قطعه ډیر زیات امکانات او یو پر دوه معاش اخلي او د هیڅ ډول عملیاتو معلومات د طالبانو ولایتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او هیچا سره نه شریکوي.