جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 763

لبنان؛په اسرائیل راکټي بریدونه کړي

0

لبنان د اسرائیلو پر یو شمېر سیمو برید کړی، چې له کبله یې ځینې اسرائیل ټپیان شوي دي.

اسرائیل هم منلې، چې دغه راکټونه د دوی پر خاوره لګېدلي، چې له کبله یې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د بېړنۍ خدماتو ادارې ویلي، چې دا راکټونه د استوګنې په یو کور لګېدلي دي.

احمد پوپل؛د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د اتحادیې رئیس ټاکل شوی

د بُست تعليمي او تحصيلي کمپلیکس مشر احمد پوپل د ټاکنو له لارې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو د اتحادیې رئيس شوی دی.


د دې اتحادیې موخه د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت تضمین، پرمختیا، پراختیا، همغږۍ، علمي څېړنو کې هر اړخیز ګډون، د مناسبو شرایطو برابرول، د لوړو زده وزارت سره د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو شریکول، د اکاډمیکو فرصتونو ایجادول او تحصیلي خصوصي سکتور ته وده ورکول یي له اساسي اهدافو څخه دي.

د یادونې وړ ده چې یاده اتحادیه په هرو دوه کالو کې د ریاست لپاره ټاکنې ترسره کوي.

د موسی حکیمي کورنۍ حماسه میډیا ته:د کابل د دریم زون محکمې ازبک مشر په قصدي ډول محکمه ځنډوي

طالب استخباراتو له تېرې یوې نېمې میاشتې راهیسې د جمهوري حکومت د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر هارون حکیمي ورور موسی حکیمي نیولی.

د ښاغلي حکیمي کورنۍ حماسه میډیا ته وویل، موسی حکیمي د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه د دفتر څخه بهر ته د درملنې په موخه تر رخصتۍ غوښتلو وروسته نادرکه شوی دی.

د موسی حکیمي کورنۍ وایي، پداسې حال کې چې نوموړي سپوږمۍ راډیو سره کار کاوه؛ خو له امتیاز پرته په جبري ډول بیرته مجبور شوی وو چې پخوانۍ دندې ”د چاپیریال ساتنې ادارې“ ته ستون شي.

د موسی حکیمي دوسیه د کابل د ملکي محکمې د عامه امنیت درېیم زون ته تللې چې د زون ازبک رئیس مولوي سخي داد یې په قصدي ډول څېړل ځنډوي او غواړي د څېړنو پرته یې په زندان کي وساتي.

ویل کیږي چې د طالبانو ۴۰م ریاست موسی حکیمي ددې لپاره نېولی چې د هغه ورور هارون حکیمي چې د جمهوري حکومت چارواکی وو او د طالبانو له منتقدانو څخه دی، پر دوی له نېوکو څخه لاس په سر شي.

خامنه‌یي:د اسرائیل بریدونو ته به هرو مرو ځواب ورکوي

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، چې د اسرائیل بریدونو ته به خامخا ځواب ورکوي.

هغه نن د زده کوونکو یوې غونډې ته ویلي، هغه څه چې اسرائیل او امریکا یې د دوی پر وړاندې کوي؛ باید په دې وپوهېږي، چې غاښ ماتوونکی ځواب لري.

خامنه يي د دغه ځواب د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي هم ویلي وو، چې اسرائیل ته به داسې ځواب ورکړي؛ چې هغوی یې تصور هم نه وي کړی.

د تېر کال له حوت میاشتې راهیسې؛طالبانو د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی

د طالبانو حکومت د تېر کال د حوت له میاشتې راهیسې د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی دی.

یوې باوري سرچینې حماسه ته ویلي، چې نوموړی د کابل په شهرنو کې نیول شوی او پنځه میاشتې وړاندې په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

ویل کېږي، چې هغه درې میاشتې په ریاست چهل، یوه میاشت په پلچرخي کې تېره او اوس مهال په بګرام کې بندي دی.

د هغه خپلوان هم مني چې نوموړی طالبانو نیولی او زیاتوي چې پر ده یوازې د وسلو د لرلو تور و.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا دفاع وزارت؛منځني ختیځ ته B52 بم غورځونکې او جنګي جټ الوتکې استوي

0

منځني ختیځ کې د وضعیت له ترینګلتیا سره په یو وخت د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي منځني ختیځ ته د الوتکو لېږدونکې ابراهم بېړۍ پر ځای بي – ۵۲ بم غورځونکې، د تېلو لېږدونکې، جېټ الوتکې او ځینې نورې جنګي بېړۍ استوي.

رویټرز د پنټاګون یو چارواکي له قوله لیکلي، که ایران او یا یې متحدین د امریکا اوسېدونکو او یا ګټو ته زیان ورسوي نو امریکا به یې دفاع وکړي.

تر دې وړاندې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی و، چې منځني ختیځ کې به د دوی وګړو او اسرائیل ته د بیا ځلي زیان په صورت کې له ناوړه پایلو سره مخ شي.

د پوهنتون استاد؛جاوېد مومند لاهم د طالبانو بند کې بې برخلیکه پروت دی

د پوهنتون استاد جاوېد مومند لاهم د طالبانو په بند کې بې برخلیکه پروت دی.

یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د نوموړي قضیه د طالبانو محکمې ته تللې ده.

استاد جاوېد مومند د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله نیول شوی وو.

هغه په وروستیو کې رسنیو بحثونو ته له ورتګ هم منع شوی وو.

پر تصویر او ویډیو د بندیز له کبله؛خوست کې د غرغښت تلویزیون خپرونې بندې شوې

خوست کې د غرغښت په نوم د یو محلي ټلویزون خپرونې وتړل شوې.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې په خوست کې د تصویر او ویډیو له بندیز سره د دغه ټلویزون نشرات له ننګونو سره مخ و او د همدې بندیزونو له کبله اداره د خپرونو بندولو ته مجبوره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د ساه لرونکو پر تصویرونو د بندیزونو له کبله ولایتونو کې یو شمېر محلي تلویزونونه تړل شوي.

که څه هم په مرکز کابل کې تصویري رسنۍ لاهم فعاله دي؛ خو طالبان وایي، د امربالمعروف په نوي قانون کې د ساه لرونکو پر تصویر د بندیز ماده به په تدریج سره عملي شي.

د جرمني حکومت؛ایران کې خپلو وګړیو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي

0

جرمني حکومت د یوې تازه پرېکړې له مخې، ایران ته د خپلو وګړو پر سفر د ورتګ بندیز وځنډوه.

دغه هېواد یو وار بیا ایران کې له خپلو وګړو وغوښتل چې ژر تر ژره یاد هېواد پرېږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران کې شته جرمنیان په لوی لاس ځان په دغه هېواد کې د برمته کېدو له ګواښ سره مخ کوي.

د یادونې ده چې ایران کې څو ورځې وړاندې د جرمني الاصله جمشید شارمهد اعدامېدو د جرمني غصه را وپاروله او په خپل هېواد کې یې د ایران درې واړه قونسلګرۍ وتړلې.

په واشنګټن کې؛په ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي لپاره د ملي ساتونکو یوه قطعه ګومارل شوې

0

د امریکا په واشنګټن کې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي لپاره د ملي ساتونکو یو قطعه ګومارل شوې.

دا چاره د واشنګټن د والي له لوري ترسره شوې ده.

د یادونې ده چې واشنګټن کې د رایې اچونې مرکزونه وار دمخه د خلکو پر مخ پرانیستي.

ویل کیږي چې تر دې مهاله دغه ښار کې تر دوه میلیونه زیاتو کسانو خپلې رایې کارولې دي.