جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 762

ایراني چارواکی:ناقانونه افغان کډوالو ته باید اوبه او برېښنا ورنکړل شي

تهران کې د پولیسو یو مشر ویلي، پر ایران د لګول شویو بندیزونو له کبله باید ناقانونه افغان کډوالو ته د ښاري بس، میټرو، روغتون، برېښنا او نور ګڼ خدمات ورنه کړل شي.

علي قاسم پور له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ایران له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا سرچینې باید نورو ته په واک کې ورنه کړل شي.

د هغه په خبره، افغانان په ناقانونه توګه ایران ته راغلي او اوس باید ورسره قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی، چې په تېرو درې کالو کې ایران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ چټکه شوې.

ایران کې؛تېره اکټوبر میاشت ۱۳ افغانان اعدام شوي

تېره اکټوبر میاشت ایران کې ۱۳ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې تېره میاشت د شپږو ښځو په ګډون ټولټال ۱۶۶ تنه اعدام شوي چې ۸۰ تنه یې د وژنې، ۶۴ تنه د نشه یي توکو اړوندو جرمونو او ۱۲ نور هم په نورو بېلابېلو جرمونو محکوم و.

دسرچینې د معلوماتو له مخې، له تېرو درې کالو راهیسې په ایران کې د افغانانو د اعدامېدو کچه زیاته شوې.

اسرائیلي رسنۍ:د تېر کال د اکتوبر له اوومې څخه تر اوسه د اسلامي ډلو له لوري له ۲۶ زرو زیات توغندي د دوی پر هېواد لګېدلي

0

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د تېر کال اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې تر اوسه د اسلامي ډلو له لوري۲۶ زره او ۳۶۰ توغندي د دوی پر هېواد توغول شوي دي.

د اسرائیل ۱۲ شبکې لیکلي، ، چې دا توغندي له لبنان، غزې، ایران او یمن څخه توغول شوي دي.

یادې رسنۍ د تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیل د برید له کبله تر څلوېښت زرو ډېر کسان وژل شوي، چې زیاته برخه یې مېرمنې او ماشومان دي.

افغان خبریالان؛د حقیقت په لټون له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت یو وار بیا له افغان خبریالانو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې افغان خبریالان د حقیقت په لټون له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.

یاد سفارت ویلي، “ازاد مطبوعات د عادلانه ټولنې بنسټ دی او موږ باید د هغو کسانو ساتنه وکړو چې خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو کیسې روښانه کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د نومبر دویمه، د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ وه.

سنټکام:منځني ختیځ ته مو بي ۵۲ او نورې جیټ الوتکې ورسېدې

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې منځني ختیځ ته یې B52بم غورځونکې او نورې جنګي جیټ الوتکې ورسېدلې.

تېره ورځ رویټرز راپور ورکړی وو، چې امریکا د ابراهیم بېړۍ پر ځای سیمې ته جنګي الوتکې لیږي.

دا کار وروسته تر هغې کېږي، چې ایران له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې خبر ورکړی.

د یادونې ده چې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی، چې پر اسراییل او یاهم منځني ختیځ کې د دوی پر وګړو د برید په صورت کې به دغه هېواد له ناوړه پایلو سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ:د بریا په صورت کې به میلیونونه کډوال له امریکا وباسم

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ویلي، چې د بریا په صورت کې به میلیونونه کډوال د امریکا له خاورې وباسي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې د کاملا هرېس د بریا په صورت کې به د امریکا هر ښار د کډوالو او خطرناکو پناه غوښتونکو د استوګنې پر ځای بدل شي.

بل لورته کاملا هرېس ویلي، ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا راګرځېدلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

هغې ویلي، ټرمپ هغه کس دی، چې هره ورځ د غچ اخیستنې فکر ورسره دی.

جابر نعماني طالبانو ته:هغه جنګ ته اماده شئ چې زمونږ تر مرۍ رارسېدلی، نسبي ارامي د یو وحشي طوفان د راتګ ښکارندوی ده

‏د طالبانو د استخباراتو غړي جابر نعماني په هیواد کې وروستیو ناامنیو او د افغانستان څخه د باندې جوړیدونکو غونډو ورخطاء کړی دی.

ښاغلي نعماني په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې په هیواد کې نسبتاً درې کلنه آرامي د یو وحشي طوفان د راتلو نښه ده او دغه راز یې په طالب سرتېرو غږ کړی چې د امارت دفاع ته چمتو شي.

نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي، چې هغه جنګ ته اماده شي چې د دوی تر مرۍ رارسیدلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي دي.

د آزادۍ جبهه:د طالبانو پر وړاندې د لویو بریدونو تابیا لرو

‏د افغانستان د ازادۍ جبهه چې د پخواني افغان پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ د طالبانو ضد وسله واله ډله ده، او د هېواد په یوشمیر ولایتونو کې فعاله ده، خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر ضد د پراخو او لویو بریدونو تابیا لري.

دغه جبهه د کابل په ګډون په یو شمیر پښتون میشتو ولایتونو کندهار، لغمان او ننګرهار کې هم فعاله ده، او وخت ناوخته په طالبانو غلچکي بریدونه کوي.

خالد ځدران:د اور وژنې ډله هڅه کوي چې کابل کې د ګازو په شرکت کې اور کنترول کړي

کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي، چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر خان سیمه کې د ګازو پر یوه شرکت کې اور لګېدلی دی.

د هغه په ​​وينا، د اور وژنې ډله د پېښې ځاى ته رسېدلې او هڅه کوي، چې ژر تر ژره اور کنټرول کړي.

د یادونې ده چې دغه اورلګېدنه درې ساعته وړاندې رامنځته شوې او تر اوسه په مهارولو یې د اور وژنې ډله نه ده توانېدلې.

ددغه اورلګېدنې د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ملګري ملتونه:له ۲۰۰۶ کال راهیسې ټوله نړۍ کې تر ۱۷۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي

0

ملګري ملتونه وایي، د شاوخوا ۸۵ سلنه خبریالانو د وژنې قضیې محکمو ته نه راجع کېږي.

یاد سازمان ویلي، له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې تر ۱۷۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي.

د یاد سازمان مشر انتوني ګوترېش ویلي، تر ټولو زیات خبریالان د غزې جګړه کې ووژل شول.

بل لورته د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي، چې شل تنه یې ښځې وې.