لیکوال: جعفر هاند
د راروانې سه شنبې په ورځ د امریکا انتخابات دي. دا لیکنه مې د هغو لپاره ده چې د امریکا له ټاکنو او سیاست سره دلچسپي لري.
د متحدو ایالتونو د استازو خونه ٤٣٨ او سنا یې ١٠٠ څوکۍ لري. د استازو خونه او سنا کانګرس بلل کېږي. د استازو خونې څوکۍ د هر ایالت د نفوسو په تناسب ټاکل شوې او سنا کې د هر ایالت دوې څوکۍ دي.
په دې اساس، ٤٣٨+١٠٠ څوکۍ= ٥٣٨ څوکۍ کېږي. همدا شمېره مو په ذهن کې وساتئ او همدا شمېره د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهیر او پروسه ده چې الیکټورل کالج (Electoral Colleague) یې بولي.
الیکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده. دا په اصل کې د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې انتخاباتي سیمې او حوزې دې. ټولې ۵۳۸ انتخاباتي حوزي دي چې د هر ایالت د نفوسو په تناسب ټاکل شوې. دا یوه پیچلې او د نورو هېوادونو برعکس جالبه انتخاباتيپروسه ده چې ولسمشر یې په اساس ټاکل کېږي.
امریکان خپل ولسمشر څنګه ټاکي؟
افغانستان کې کېسه ساده وه، خلکو به مستقیمآ کاندید ته رایې ورکړې او هر کاندید به چې ډېرې رایې (۵۰+۱) وګټلې، ولسمشر به شو، په بله وینا کوم کاندید چې به عمومي اکثریت رایې وګټلې، کامیاب به و.
مګر، په امریکا کې عمومي او اکثریت رایې خپلول کاندید نه شي بریالی کولای، خو اکثریت انتخاباتي حوزې (الیکټوریل کالج) یې بریالی کولای شي.
څنګه؟
د کانګرس د ۵۳۸ څوکیو شمېر او پروسه (الیکټورل کالج) مو ذهن کې وساتئ. زه یې په مثال کې نور هم واضح کوم: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په خونې کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. زموږ د ایالت همدا ۱۳ څوکۍ ۱۳ الیکټورل کالج یا انتخاباتي حوزې ګڼل کېږي. د امریکا نور ایالتونه هم همداسې انتخابتي حوزې Electoral Colleague) دي.
یو کاندید باید د ۵۳۸ الیکټورل کالج، چې اکثریت یې ۲۷۰ کېږي، وګټي چې ولسمشر شي. خلک دلته هم په انتخاباتو کې خپل د خوښې کاندیانو ته په مستقیم ډول په خپلو حوزو او مرکزونو کې رایې ورکوي او هر کاندید چې هر ایالت کې ډېرې انتخاباتي حوزي وګټلې، په هغه ایالت کې ګټونکی دی. په بله وینا، هر ایالت یو مستقل هېواد فکر کړئ چې اکثریت رایه ګټونکی کاندید په کې بریالی وي، خو دې کې هم یوه وړه باریکي شته.
باریکي:
دا ده چې په امریکا کې په ټاکنو کې اکثریت ایالتونه داسې دي چې هر کاندید په کې اکثریت الیکټوریل کالج (انتخاباتي حوزې) وګټل، د ټول ایالت الیکټوریل کالج د هغه کېږي. مثال به یې بیا ویرجینا ورکړم: ویرجینیا ۱۳ انتخاباتي حوزې لري، چې د ۱۳ اکثریت ۷ کېږي. که هر کاندید په ویرجینیا کې ۷ انتخاباتي حوزې وګټلې، د ټولې ویرجینا انتخاباتي حوزې (۱۳) د هماغه کاندېد کېږي.
څو محدود ایالتونه شته دي، چې داسې نه دي او هلته چې هر کاندید هر څومره انتخاباتي حوزې (الیکټورل کالج) وګټلې، هماغومره یې حق کېږي، خو اکثریت ایالتونو کې اکثریت ګټونګی د ټول ایالت د الیکټورل کالج ګټونګی دی.
ولې شاید امریکا کې اکثریت رایه ګټونکی انتخابات نه شي ګټلای؟
مثلن، یو ایالت یو میلیون نفوس لري، ۵۰زره رایه ورکوونکي دي او ۱۳ انتخاباتي حوزې، خو دوه نور کوچني ایالتونه چې ۱.۱ میلیون نفوس لري، خو ۶۰زره رایه ورکوونکي او ۱۲ انتخاباتي حوزې لري. دلته د رایو ورکوونکو شمېر په دوو ایالتونو کې زیات دی خو انتخاباتي حوزې په یو ایالت کې زیاتې دي، بنآ، اکثریت انتخاباتي حوزې والا ګټونکی دی. د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې هیلرې کلنټن تر دونالډ ټرمپ عمومي رایې ډېرې وړې خو الیکټوریل کالج یې کم، ځکه ناکامه شوه.
مهم ایالتونه او پرېکړه کوونکي ایالتونه؟
د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې یې اکثریت معلوم دي چې په کوم یو کې یې د دیموکرات او په کوم یو کې یې د جمهوریت غوښتونکو ګوند اکثریت او ګټونکي دي.
دا ایالتونه سره او آبي ایالتونه بلل کېږي، دموکرات پلوه ایالت ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته ریډ یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. له همدې کبله، کاندیدان ډېر تمرکز په دغو ایالتونو باندې نه کوي او ډېرې غونډې هم په کې نه کوي.
د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو باندې وي چې سوینګ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالتونه نه دموکرات پلوه دي او نه هم جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلای شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.
د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې پنسلوانیا، مېشېګڼ، ویسکانسن، شمالي کارولینا، جورجیا، نویدا او اریزونا ایالتونه د کاندیدانو برخلیک ټاکونکي ایالتونه بلل کېږي، دا ټول ۷ ایالتونه ۹۶ انتخاباتي حوزې یا الیکټوریل کالج لري. نویدا تر ټولو کم چې پنځه الیکټورل کالج لري، خو په انتخاباتو کې همدا کوچنی ایالت هم د یو کاندید برخلیک ټاکلای شي.
په دې اساس، امریکا کې خلک خپلو کاندیدانو ته مستقیمآ رایه ورکوي، خو هغه کاندید ولسمشر کېږي چې اکثریت الکټورل کالج وګټي، الکټورل کالج همدا انتخاباتي حوزې او سیمې دي چې خلک په کې رایې ورکوي.
الیکټورل ووټر
په امریکا کې، تقریبا د ټاکنو په شپه معلومېږي چې کوم کاندید ډېر الکټورل کالج ګټلی او بریالی شوی دی. له عمومي انتخاباتو او نتایجو څو ورځې وروسته بیا د کانګرس غړي، چې ټول یې ۵۳۸ تنه دي، په سمبولیک ډول کامیاب ولسمشر تائیدوي او دې بهیر ته الیکټورل رایه ورکوونکي وايي، خو د دوی په تائید او رد سره د ټاکنو نتایج نه بدلېږي.
د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟ الیکټورل کالج څه دی؟ ولې اکثریت عمومي رایې کاندید نه شي بریالی کولای؟ ولې کاندیدان تمرکز په مشخصو ایالتونو کوي؟
طالب استخباراتو د جمهوري دولت د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر هارون حکیمي ورور موسی حکیمي نیولی دی
طالب استخباراتو څلوېښت ورځي کېږي چې د جمهوري دولت د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر هارون حکیمي ورور موسی حکیمي نیولی دی.
د ښاغلي حکیمي کورنۍ وایي، طالبانو نوموړی د محاکمې پرته د ۴۰ ریاست په زندان کې ساتي.
د یادونې ده چې موسی حکیمي د جمهوریت پرمهال د چاپیریال ساتني په اداره کي د بهرنیو اړیکو د مسئول په توګه کار کاوه.
د جمهوریت تر پای ته رسېدو وروسته یې په سپوږمۍ راډیو کې د ویاند په توګه کار کاوه چې وروسته د چاپیریال ساتني ادارې په جبري توګه پخوانۍ دندي ته ستون کړ او ډېر وخت یې د امتیاز پرته کارځني اخیست. موسی حکیمي څو ځله استعفا وکړه خو استعفا یې چا نه منله.
هېره دې نه وي چې هارون حکیمي د طالبانو حکومت له منتقدینو څخه دی او ګمان کیږي طالب استخباراتو په نوموړي دفشار او غږ بندیدو لپاره د هغه ورور موسی حکیمي نیولی وي.
لونګ؛ د فرهنګي هویت او هنري ښکلا نښه
لیکواله: فاطمه ملکزۍ
لونګ، چې د خوند او خوشبویۍ له امله شهرت لري، د پخواني مصر او هند په پاچاهانو کې د زینت او خوند د یوه مهم عنصر په توګه کارېدلی.
ویل کېږي چې لونګ لومړی له مصر او هنده چین ته، او بیا اروپا ته وړل شوی، وروسته یې په نوره نړۍ کې پراخ رواج وموند.
اوس مهال، لونګ تقریباً په ټولو تودو سیمو کې کښت کېږي، او سړې سیمې هم له دې ادویه بېبرخې نه دي.
لونګ د خلکو ترمنځ د خوند له امله مشهور شوی، او د جشنونو، مراسمو او نکریزو په محفلونو کې کارېدنه لري.
د دې بوټې استعمال د شوق او ذوق څرګندونه کوي، چې د خلکو د خوښۍ یوه نښه ده. همدارنګه، لونګ طبي ګټې هم لري، او په درملو کې د درد کمولو او آرامۍ لپاره استعمالېږي.
د لونګ خاصیت داسې دی چې د بوي کولو پر مهال انسان ته رواني خوشالي بخښي، چې ځینې رنځوران یې د خپګان د کمولو لپاره استعمالوي.
په پښتو ولسي ادبیاتو کې، لونګ د نورو بوټو په پرتله ډیر یاد شوی. په لنډیو او سندرو کې، دغه بوټی د ودونو په مراسمو کې په سمبوليک ډول کارېدلی دی، چې د عشق او مینې نښه ده. پښتنې انجونې د وادونو په مراسمو کې، معمولاً لونګ په شیدو یا اوبو کې یوه یا دوه ورځې مخکې لمده کوي تر څو نرم شي. بیا د کلیو انجونې ټولې راټولیږي، له دې نرم لونګ څخه ښایسته لونګین جوړوي. دا لونګین په ښایسته دسمال کې غوټه کېږي، او د ناوی په صندوق کې ایښودل کېږي. کله چې انجونې لونګین جوړوي، نو د خوشحالۍ او مینې د اظهار لپاره زمزمه هم کوي، چې دا د دوی د هنر او احساساتو یوه نښه ده.
د دې بوټې په اړه یوه مشهوره لنډۍ داسې ده
سبا به بیا بازار ته لاړ شې!
د لونګین ځونډي دې کم راوړي دینه!
لونګ د خوند، خوشبو او زینت نښه ده، چې د پیغلو د ځانګړتیاوو او مینې سمبول ګرځي. د دې بوټې شکل مېخ ته ورته دی، رنګ یې تور ته نږدې دی، خو پوره تور نه دی، او دغه نبات په استوايي سیمو کې ښه وده کوي. د لونګ ونې د ۱۰ تر ۱۲ مټرو پورې لوړېږي، او د سمې پالنې او کښت له لارې، لونګ د اقتصاد په برخه کې هم ښه ونډه لري.
که کوم زمیندار د دې ونو سم پالنه وکړي، نو دا به له اقتصادي پلوه یو عاید وړ محصول وي.
لونګ یوازې د خوند او خوشبو یوه نښه نه، بلکې د اقتصادي ارزښت یوه مهمه برخه هم ده.
نو ویلی شو چې لونګ د تاریخي، کلتوري او طبي ارزښتونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د دې بوټې زینتي او خوندور بوی، د مینې او عشق نښه، او د طبیعي درملو په برخه کې ارزښت لري. لونګ د انسانانو په ژوند کې یو ځانګړې ځای لري.
هر ځل چې د لونګ خوشبو خپرېږي، د پښتنو فرهنګ او هویت نغمه هم ورسره پورته کېږي.
پښتنې ښځې د لونګ څخه ښایسته لونګین جوړوي، چې پر اوږو یې زړه وي.
د دوی دا خلاقیت او هنر د دې بوټې له خاصیتونو سره یو ځای، د فرهنګي او هنري ارزښتونو یوه جذابه بڼه وړاندې کوي.
ایران او پاکستان کې؛جوړ شوي هیرویین اروپایي هېوادونو ته قاچاقېږي
د اروپایي ټولنې له نشهيي موادو او اعتیاد سره د مبارزې ادارې په خپل تازه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې د هیروینو جوړولو د دوام ترڅنګ، د مافیایي ډلو له لوري د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې هم ورته کارخانې فعالې شوې دي.
دغه تحلیل کې راغلي، لاهم د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونو ته له هغو نشهیي موادو زیان رسیږي، چې د افغانستان له تاریاکو جوړیږي.
تحلیل کې زیاته شوې، دا تاریاک ایران او پاکستان کې ساتل کېږي او تر هغې وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې اروپایي هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د دغه مرکز یوه تحلیلګره تیودورا ګروشکوو وایي، سره له دې چې افغانستان کې تریاک یو څه کم شوي؛ خو لا یې هم اروپا ته قاچاق په بشپړ ډول نه دی بند شوی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د نشهیي توکو له منځه وړل خپله لاسته راوړنه ګڼي.
سرګي لاوروف:امریکا اوس بیا غواړي چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا او متحدین یې له شل کلن اشغال وروسته له افغانستانه ووتل، خو نن هم غواړي د دغه هېواد په حالاتو کې لاسوهنه وکړي.
سرګي لاوروف ویلي، امریکا او متحدین یې په منځنۍ اسیا کې د پوځي حضور د بیا پیلولو په لټه کې دي.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري او که اړتیا شوه؛ نو بیا هم مداخله کوي.
حنیف اتمر:ترکیه کې د افغانستان د سیاسي او مدني قشر د راټولیدو هرکلی او ملاتړ کوم
د پرځیدلي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په استنبول کې د سیاسي او مدني څیرو د ناستې هرکلی کړی.
ښاغلي اتمر په خپل ایکس پاڼې لیکلي، د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې بین الافغاني مذاکراتو او د سولې او ثبات لپاره د سیاسي او مدني شخصیتونو د یوالي سبب کیږي.
حنیف اتمر د ترکیې هیواد څخه مننه کړې چې ددې غونډې د جوړولو لپاره یې زمینه برابره کړې.
حسین سلامي:اسرائیل ته به داسې ځواب ورکړو، چې هغوی یې تصور هم نه وي کړی
ایران یو وار بیا خبرداری ورکړی، چې له اسرائیل به د وروستي برید غچ واخلي.
د ایران د سپاه پاسداران قومندان حسین سلامي ویلي، اسرائیل ته به د هغوی له تصور پورته ځواب ورکړي.
پر ده سربېره د ایران یو شمېر نورو چارواکو هم له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې په تړاو څرګندونې کړې دي.
تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی وو، چې که پر اسرائیل او یا د دوی په وګړو بل برید وشو؛ نو ناوړه پایلې به ولري.
ګلبدین حکمتیار؛د خپل ګوند له قوماندانو او قومي مخورو سره د لیدنو لړۍ بیا پیل کړه
حزب اسلامي ګوند وایي، مشر یې ګلبدین حکمتیار د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قوماندانو سره کتلي دي.
د هغه ګوند ته منسوبې؛ ډیلي شهادت ورځپاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د هېواد پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت او سیاسي لیده کاته بندیز لګولی؛ خو بیا هم ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت دا ډول لیدنې کوي، او د طالبانو د عدلیې وزارت پریکړه بابیزه ګڼي.
زهرا بلوڅ:یو وار بیا وایم، چې طالبان ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي
پاکستان یو وار بیا ویلي چې طالبانو په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې دوی په وار وار طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره چهارشنبه اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي وو چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
بلنکین: اسرائیل او لبنان یوې هوکړې ته نږدې شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، اسرائیل او لبنان د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو په اړه یو تفاهم ته نږدې شوي.
انتوني بلنکین د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره یوې خبرې غونډې ته ویلي، سیمې ته یې خپل وروستی سفر اغېزناک و او په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی.
یادې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم هیله څرګنده کړې وه، چې په لبنان کې به ژر ژور بدلونونه راشي.
دا په داسې حال کې ده چې حزب الله وایي، له حماس او غزې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

