سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 76

منظور پښتین:د پښتنو پر ضد د پنجاب د استعماري پالیسیو پر ضد به دریږو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د رمضان په مبارکه میاشت کې د پاکستاني پوځ وروستي عملیات او بریدونه غندلي او هغه یې د «پنجاب استعماري پالیسیو» دوام بللی.

پښتین ویلي، چې پاکستاني پوځ په تیراه کې پنځه بېګناه پښتانه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا، د دې پېښې پر ضد د احتجاج پر مهال هم پر لاریون کوونکو برید شوی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د شپې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژلي دي.

هغه دا پېښې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او ترهګریز عمل بللی دی.

پښتین زیاته کړې، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروت، باجوړ او نورو پښتني سیمو کې هم په وروستیو نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه ټینګار کړی چې د پښتنو پر ضد روان تاوتریخوالی د استعماري سیاستونو دوام دی او ویلي یې دي چې غورځنګ به یې په هر ډول شرایطو کې د دې ظلمونو پر ضد غږ پورته کوي او د خپل ولس ترڅنګ به ولاړ وي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان د خپلو ناسمو پالیسيو له امله افغانستان ته زیان رسول عادت وګرځول

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب شوي دي.

نوموړي ویلي، د باور وړ سرچینو له مخې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر بې‌ګناه ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې دا یو خواشینوونکی او د غندنې وړ اقدام دی.

خلیلزاد د دغو بریدونو اصلي لامل د پاکستان کلونه ناسنجول شوې پالیسۍ بللې او زیاته کړې چې ناسم سیاسي تصمیمونه، ناکامې ستراتیژۍ او کمزورې حکومتولي پاکستان دې حالت ته رسولی دی.

هغه ټینګار کړی چې د لږکیو ځپل، د ټاکنو د پایلو پرله‌پسې سبوتاژ او د پوځ بیا بیا واک ته رسېدل د پاکستان ستونزې ژورې کړې دي.

د امریکا دغه پخواني استازي زیاته کړې، چې دا وضعیت نه یوازې د پاکستان د خلکو لپاره تراژیدي ده، بلکې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره هم ستره ستونزه ده.

خلیلزاد ویلي، افغانانو خپل اوږد جګړه‌ییز وضعیت پای ته رسولی، خو اوس د ګاونډي هېواد د بحرانونو اغېزې تجربه کوي.

نوموړي د پاکستان پر واکمنو غږ کړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او پر افغانستان د فشار پر ځای د سولې او ثبات لاره خپله کړي.

درې چاري، د دریو چارو لپاره!

0

لیکوال: احمد شاه ساحل
ویل یې درې چارې، د دریو چارو لپاره ترسره کوم او په ډېره بېړه پر همدې هڅو بوخت یم. لومړی، د پي ټي ایم د غړو لپاره د ځای برابرول؛ دوهم، مالي امکانات؛ او دریم، د هغوی سیاسي روزنه.

ویل یې، همدا درې چارې دي چې موږ خپلو نورو دریو اساسي چارو ته رسوي. (وايي داسې یو ځای ته اړتیا ده چې د دوی لاس ورته ونه رسېږي؛ هدف یې پاکستان و. او موږ وتوانېږو هلته په ډاډه توګه ځوانان راوبولو. وايي، د دې لپاره مالي امکاناتو ته هم اړتیا ده، او کله چې دا دوه چارې، ان په نسبي ډول هم ترسره شي، دریم کار به مو دا وي چې د سیاسي شعور پر بنسټ ځوانانو ته لازم پوهاوی ورکړو، تر څو هغوی په اساسي ډول د هر ډول مخته‌ تګ لپاره چمتو شي.) منظور پښتین د سیاسي شعور په اړه متفاوت نظر لري، چې وروسته تشریح شوی.

بیا یې ویل، کله چې دا درې چارې ترسره شي، زموږ درې نورې چارې چې لار، تګلاره او منزل دي، پیلېږي.(وايي، د پښتنو د ښه ژوند غوښتنه هر څوک کوي، خو د هغې څرنګوالی، د رسېدو لار او اصول تر اوسه هېچا نه دي وړاندي کړي. وايي، د پښتنو له ښه ژونده زموږ (پي ټي ایم) هدف ازادي ده؛ بناً، زموږ منزل به ازادي وي. خو تر دې وروسته هم د ازادۍ مفهوم روښانه نه دی. مثلاً، څنګه ازادي؟ هدف به څه وي؟ له ”افغانستان“ سره یووالی که بل څه؟ د منزل له معلومولو وروسته موږ لارې ته اړتیا لرو. ایا وسلواله که سیاسي مبارزه؟ موږ د فعلاً لپاره هېڅ یوه رد کولی نه شو. خو کله چې یو ځوان د سیاسي شعور له روزنیزي لنډ مهاله پروسې راوځي، هغه ته بیا اسانه ده چې کومه یوه انتخاب کړي. وايي، د منزل او لارې له ټاکلو وروسته تګلاره راځي، چې هغه به منزل ته د رسېدو او پر ټاکل شوې لار د تګ لپاره اصول او سرې کرښې وړاندې کوي. وايي، ایا دومره ډېر خلک کولی شي یو ځای، د یو بل تر څنګ مخته ولاړ شي؟ کوم اصول به ورته ټاکو؟ کوم تبلیغات به ورته کوو؟ او کوم تعلیمات به ورکوو؟)

بیا یې د پوښتني په ډول وویل، تر هغه چې ما یو تربیتي نظام نه وي رامنځته کړی او خپل ملګري مې نه وي یوځای کړي، ایا زه د دې جوګه یم چې د منزل او لارې اعلان وکړم؟

ویل یې، ”او که چېرې دا درې چارې موږ اعلان نه کړو، زموږ د مبارزې پایله به هماغه د پخوانیو اشخاصو د مبارزې په څېر وي.“

ویل یې، د فعلاً لپاره زموږ اساسي هڅې د همدې دریو چارو لپاره دي. (بیا یې په ډاډه زړه وویل، کله چې ما پښتانه تر لارې او تګلارې ورسول، تر منزله به خپله رسېږي. ویل یې، پښتون لوی قام دی؛ که تر منزله یې زه ونه رسوم، نور به راپیدا شي او هدف به ترلاسه کړي.)

ویل یې د پښتونخوا د خپلواکۍ په اړه نه د کابل ”پاچاهانو“ او نه هم د لر پښتنو مشرانو تراوسه روښانه او صریحه خبره کړې ده. (دلته د منظور پښتین خبره پر دې بنسټ هم سمه ده چې د کابل له واکمنانو څخه هېڅ یوه هم په اعلان او وضاحت سره د پښتونخوا په اړه خپل دریځ نه دی بیان کړی. بس هر یوه دا ویلي دي چې دا پرېکړه به ولس کوي، خو د خپل وخت د یو مسوول په توګه یې هغه مسوولیت نه دی ادا کړی چې د دې پرېکړې د کولو لپاره یوه ملي او ټولشموله پروسه رامنځته کړي، تر څو ولس وکولای شي له هغې لارې خپله پرېکړه وکړي.)

ویل یې، پښتانه لا هم له هغه سیاسي شعور څخه بې‌ برخې دي، چې پر بنسټ یې د پښتونخوا برخلیک ټاکل کېدای شي. (د منظور موخه دا ده چې سیاسي شعور یوازې علم لرل نه دي، یوازې د پاکستان سره دښمني او د پوځ پر وړاندې درېدل نه دي، او نه هم یوازې د خاورې سره مینه ده. دی وايي، سیاسي شعور صرف او صرف له دریو موضوعاتو جوړ دی. لومړی دا چې منزل درته معلوم وي، دوهم دا چې هغه ته د رسېدو لاره وپېژنې، او دریم دا چې پر هغې لارې د سفر طریقه درته روښانه وي. وايي که کوم کس په دې دریو موضوعاتو وپوهېدی، دا په دې مانا ده چې دا کس سیاسي شعور لري.)

ویل یې دا واقعیت، چې د ولس یوه برخه له خپل تاریخ او هویت څخه ناخبره ده او ځیني خلک ورته د ”ګلخانانو“ اصطلاح کاروي، اصلاً یې مسوولیت د پښتون قام پر مشرتابه ورګرځي. ځکه هغوی په خپل وخت کې دا خلک د سیاسي شعور په بشپړه مانا نه دي پوهولي. (دلته د منظور هدف دا دی چي که یو څوک سیاست او یا پارلمان مني، دا په دې مانا نه ده چې هغه سیاسي شعور هم لري. یعنې یوازې په سیاست کې ګډون کول د سیاسي شعور معنا نه لري، بلکې د اصلي موخې ټاکل او د هغې پر لور منظم، دوامدار او باثباته سفر سیاسي شعور بلل کېږي. دلته د منظور هدف دا دی چې د پښتونخوا اوسنی حالت باید له نورمالو ټولنو سره پرتله نه شي. کېدای شي په عادي نړۍ کې سیاسي شعور دا وګڼل شي چې څوک په ټاکنو کې برخه واخلي، سیاسي واک ترلاسه کړي او له هغې لارې عادي خدمت وکړي؛ خو د پښتونخوا مسله له دې بېله او حتا برعکس ده. دلته که څوک په ټاکنو کې برخه واخلي او د هماغه جوړ شوي سیستم له لارې واک ترلاسه کړي، ډېر امکان لري چې د خپل ولس پر وړاندې بې‌ تفاوته شي او سیاسي شعور له لاسه ورکړي. ځکه دلته مسله د حاکم او محکوم، د ازاد او غلام ده. دلته حاکمانو سیاست د تور جال په څېر جوړ کړی؛ داسې جال چې نه یوازې د ولسونو محکومیت ته دوام ورکوي، بلکې د ملیتونو فعال، متحرک او ویښ غړي هم پکښي راګیروي.)

یو بل واقعیت، چې باید د تاریخ برخه وګرځي، دا دی چې منظور پښتین ته نه یوازې د خپل وخت مسوولیتونه ور په غاړه دي، بلکې د تېرو وختونو، یا په بله اصطلاح د تېرو شویو پښتنو مشرانو، او حتا د کابل د واکمنانو هغه ناتمام مسوولیتونه هم ور پاتې دي چې باید هغه وخت ترسره شوي وای. که تېرو مسولو مشرانو پښتون قام ته سیاسي شعور په واقعي مانا ورکړی وای، نن به د منظور لاره ډېره اسانه او لنډه وای. هغه مهال به یوازې د هدف ترلاسه کول د هغه مسوولیت و. یعنې که د منزل، لارې او تګلارې ټاکنه هغوی کړې وای او ولس پرې قانع شوی وای، نو نن به هلته رسېدل یوازې د منظور دنده وه. خو اوس منظور اړ دی چې لومړی د هغوی پاتې درې واړه مسوولیتونه ترسره کړي، او وروسته خپل پيل کړي.

په هر صورت، د ډاډ خبره دا ده چې منظور پښتین دا هر څه کولی شي؛ هم د پخوانیو مسوولیتونه ترسره کولی شي او هم خپل. دا یوه لویه خبره ده، او دا د شکر ځای دی.

بلې بلې، منظور لرل، د شکر ځای دی!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

«جنرال» مبین:د پاکستان د سفیر احضارول د پخواني ملګري سره د احوال پوښتنې په مانا دي

د طالبانو د حکومت بندي مبلغ او د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، که څه هم افغانستان د پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ له کمښت سره مخ دی او د فوري ځواب وس نه لري؛ خو ټینګار یې کړی چې د پاکستاني هوايي بریدونو ځواب به ورکول کېږي، حتی که دا کار درنه ځاني بیه هم ولري.

هغه په طنزي ډول د ډیپلوماتیکو اړیکو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د سفیر احضارول داسې ښکاري لکه له یو پخواني ملګري سره د احوال پوښتنه، نه دا چې د یوه جدي سرغړونې په اړه اعتراض.

نوموړي زیاته کړې، چې په روژه کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، په نښه کول وحشیانه عمل دی.

هغه دغه راز د لاس د کړۍ یو عکس خپور کړی او د ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونو ته یې اشاره کړې چې ویلي یې وو،«پر افغانستان بریدونه د پاکستاني پوځ د ځانګړیو کړیو لاس دی» هغه کړۍ همدا ده.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان د بریدونو ځواب به پوځي وي، نه د هغوی پڅیر ملکي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره پوځي بریدونه تکرار شي؛ نو د «اسلامي امارت» غبرګون به د پاکستان پر نظامي اهدافو متمرکز وي.

مجاهد د اریانا نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي، او دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي.

د هغه په وینا، «اسلامي امارت» هڅه کوي چې د جګړې پر مهال ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي او یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي.

هغه زیاته کړې چې پخوا هم د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

د نوموړي په وینا، یو شمېر پاکستاني سرتېري نیول شوي وو چې وروسته بېرته خوشې کړل شول.

مجاهد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان له لوري فشارونه دوام ومومي؛ نو افغانان به بیا هم خپل غبرګون وښيي.

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ د سرحدي بریدونو تر شا ولاړې دي او هڅه کوي د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان واچوي.

شاه محمود میاخیل:د واکمن نظام سیاستونو افغانستان نړیوالې انزوا ته ټېل وهلی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل د افغانستان پر خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نه منلو وړ عمل بللی.

نوموړي ویلي، د پاکستان وروستی هوايي برید د سختې او بې‌قید و شرطه غندنې وړ دی او ټینګار یې کړی چې افغانان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قربانیان پاتې شوي، نه دا چې د هغې ملاتړي وي.

د هغه په وینا، سره له دې افغانان په ناحقه تورن شوي او افغانستان د نړیوالو په کچه منزوي شوی، چې د هېواد د اغېزمن سیاسي او ډیپلوماتیک حضور مخه یې نیولې ده.

میاخیل زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنۍ سیاسي انزوا تر ډېره د واکمنو د پالیسیو پایله ده، چې هېواد یې په نړیواله کچه سیاسي او ډیپلوماتیک ډول منزوي کړی دی.

هغه پاکستان تورن کړ چې د کلونو لپاره یې دوه مخې سیاست پر مخ وړی، له یوې خوا یې په سیمه کې د توندلارو او وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی او له بلې خوا یې ځان د ترهګرۍ ضد شریک په توګه معرفي کړی دی.

د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه د پاکستان له دې دوه مخې سیاست څخه ښه خبره ده او اوس اسلام‌اباد د همدې تګلارو پایلې ویني.

شاه محمود میاخیل ټینګار وکړ چې د افغانستان ولس باید د ناکامو سیمه‌ییزو ستراتیژیو، افراطي اجنډاوو او روان سیاسي انزوا بیه ورنه کړي.

میاخیل ویلي:«نور بس دی، افغان ولس نور د نورو د ناکامو سیاستونو قرباني کېدل نه شي زغملی.»

د افغان ملت ګوند مشر:د پاکستان بریدونه دې بې حسابه نه پاتې کېږي

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې پاکستان د افغانستان ازلي دښمن بللی او تور یې پورې کړی چې د دغه هېواد سیاستونه او کړنې د اسراییلو له ظالمانه کړنو سره ورته والی لري.

هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په ښکاره له اسراییلو سره خپل نږدېوالی څرګند کړی، چې د ده په وینا دا چاره د قضاوت لپاره روښانه ثبوت ګڼل کېږي.

د اعلامیې له مخې، د روژې په مبارکه میاشت کې د یوه مسلمان ګاونډي هېواد پر حریم تېری او د بې‌ګناه ملکیانو وژل د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل بلل شوی او ټینګار شوی چې افغان ولس به دا ډول کړنې هېڅکله هېرې نه کړي.

ستانه ګل شیرزاد همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید د مسؤلیت احساس او عملي ګامونه واخیستل شي، نه دا چې پېښه د پاکستان د «یوې ځانګړې کړۍ» کار وبلل شي.

په اعلامیه کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د عدالت، نړیوال قانون او بشري کرامت د دفاع لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او پرې نه ږدي چې د ملکي وګړو وینه بې حسابه پاتې شي.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو ډګر نه، بلکې د قانون، حاکمیت او متقابل درناوي پر بنسټ یو خپلواک او امن هېواد وي.

ډیوه پتنګ:پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د هوايي بریدونو حساب باید واخیستل شي

د افغان ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ وایي، پاکستان یو ځل بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي دي.

پتنګ دغه بریدونه له وحشت او ظلم ډک بللي او ویلي یې دي چې قربانیان یې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

نوموړې دا عمل په سختو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه هېڅکله د بښلو نه دي.

هغې همداراز ویلي چې د دغو بریدونو حساب باید واخیستل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:پر افغانستان د تېرې شپې د بریدونو له امله، کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو یې ورته رسمي احتجاج‌لیک سپارلی دی.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې یاد بریدونه، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوی او په کلکو ټکو غندل شوي دي.

نوموړي ویلي، په لیدنه کې پاکستاني لوري ته ویل شوي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه پاروونکي اقدامات دي او د ورته پېښو د تکرار په صورت کې به د احتمالي پایلو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د هوايي حریم ساتنه د «اسلامي امارت» مسئولیت دی او له پاکستانه یې غوښتي چې د ورته بریدونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

عاطف مشعل:پاکستان د افغانستان پر حریم تېری کړی او دا ډول اقدامات د منلو نه دي

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر ملي حریم تجاوز کړی او دا ډول اقدامات د نړیوالو اصولو او د سیمې د ګډ تاریخ خلاف عمل دی.

مشعل ویلي چې افغانان دا ډول متجاوزانه اقدامات نه هېروي او د اړتیا پر مهال به ورته مناسب ځواب ورکړي.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان نظامي مشرتابه هڅه کوي د خپلو داخلي اقتصادي او امنیتي ستونزو پام بل لور ته واړوي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان اوسني واکمنان باید درک کړي چې د دغه هېواد ولس د خپلواکۍ او د دیني غوښتنو د تحقق غوښتنه لري او دوامدار ثبات یوازې د ولس د ارادې او متوازن سیاست له لارې ممکن دی.