جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 759

تېر درې کاله؛افغانستان کې ۴۰۰ ځلې زلزلې شوې دي

د سره صلیب نړیوال فدراسیون ویلي، چې په تېرو درې کالونو کې په افغانستان کې سلګونه ځله زلزلې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان اوس د زلزلو له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو په قطار کې دی، چې په تېرو درې کالو کې په کې ۴۰۰ ځلي زلزلې شوې دي.

یادې ادارې ویلي، افغانستان د اقلیم د بدلون او د طبیعي پېښو د ګواښونو له مخې، څلورم او د اقلیم د تطابق په نړیوال شاخص کې د زیانګالو او چمتووالي له مخې په ۲۴م او ۲۶م ځای کې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په هرات او خوست کې د زورورو زلزلو له کبله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سید کاظم ګیلاني د فاتحې مراسمو لپاره؛عبدالله عبدالله د سید اسحاق ګیلاني کورته ورغلی دی

د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سید اسحاق ګیلاني کورته د هغه د ورور د فاتحې لپاره ورغلی دی.

عبدالله عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د سید کاظم ګیلاني د فاتحې مراسم یې پر ځای کړل.

د یادونې ده چې پر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او نورو ګڼو افغانستان کې پاتې سیاسونو باندې د سیاسي فعالیتونو او ناستو بندیز لګېدلی دی.

د ملا هبت‌الله په امر؛ولایتونو کې یو شمېر چارواکي بدل شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په ځینو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي د ملا هبت الله په امر تبدیل شوي دي.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پروان، سرپل، تخار، غور، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو اته سیمه ییز چارواکي بدل شوي.

نوموړي ویلي چې د دغه بدلونونو پر بنسټ په پکتیکا کې د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان د ننګرهار د پوهنې د رییس په توګه، محمد ادریس انوري د پروان د والي په توګه، محمد ابوالفضل عثماني د پروان د مرستیال والي په توګه، د پروان لپاره د طالبانو پخوانی مرستیال والي قدرت الله امیني د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه، د سرپل لپاره د طالبانو پخوانی مرستیال محمد نادر حقجو د والي په توګه، د بامیان ولایت د استخباراتو پخوانی مشر نیک محمد حذیفه په غور ولایت کې د طالبانو د مرستیال والي او محمدالله باور په پکتیکا کې د دې ډلې د امنیه قومندان په په توګه ټاکل شوي دي.

د اوکراین پوځ:روسیې ته د شمالي کوریا راغلو سرتېرو سره مو نښته وکړه

0

اوکرایني ځواکونو ویلي، چې په کورسک سیمه کې د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا له ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.

اوکرایني پوځ تر دې زیات جزیات نه دي ورکړي؛ خو څو ورځې وړاندې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي وو چې روسیې سره د شمالي کوریا ځواکونه هم یو ځای شول؛ خو لویدیځ دوی سره د مرستو پر ځای تماشه کوي.

واڼه کې؛د حافظ ګل بهادر ډلې درې پاکستاني پوځیان وژلي

0

د وزیرستان په واڼه سیمه کې د حافظ ګل بهادر ډلې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

په دغه برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دا برید ګل بهادر ډلې اړوند د کمانډر ناصر د ډلګۍ له لوري شوی دی.

د یادونې ده چې حافظ ګل بهادر ډله ډېری وخت پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي..

اصغر جهانګیر:جمشید شارمهد اعدام نه؛ بلکې زندان کې پر خپل مرګ مړ شوی

0

د ایران د قضایي قوې ویاند اصغر جهانګیر ویلي، چې جمشید شارمهد اعدام نه؛ بلکې زندان کې پر خپل مرګ مړ شوی دی.

د هغه په خبره پر نوموړي محکمې د اعدام حکم صادر کړی وو؛ خو له اعدام وړاندې په خپل مرګ مړ شوی دی.

د یادونې ده چې د دغه ایراني الاصله جرمني وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې المان په خپل هېواد کې د ایران قونسلګرۍ وتړلې.

د طالبانو حکومت؛د لومړي ځانمرګي بریدګر د برید پر ځای منار جوړوي

‏د طالبانو حکومت د لومړني ځانمرګي بریدګر د برید پر ځای منار جوړوي.

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالي په مربوطاتو کې د حیات الله د ځانمرګي برید پر ځای د منار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه ویلي، چې حیات الله د لومړیو ځانمرګو له جملې ګڼل کېده چې د امریکایانو پر موټريز کاروان يې د موټربم برید ویډیو د لومړي ځانمرګي په توګه مشهوره شوې وه.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دغه منار د کورنیو چارو د سرپرست وزير سراج الدین حقاني د ځانګړي هدایت له مخې د جلال بنسټ له خوا جوړېږي چې کار به يې په ډېره کمه موده کې پای ته ورسېږي.

د ځدران په خبره: «د دغه منار د جوړېدو هدف د حیات الله د یاد خونديتوب او په فرهنګي لحاظ په افغانستان کې د امریکايانو په مقابل کې د افغانانو د اتلولیو د قدرداني کوښښ دی.»

د سوات د کبل سیمې د خلکو پرېکړه؛که هر چا د پاکستاني پوځیانو پوستو جوړولو ته ځمکه ورکړه؛ نو له سوات یې باسو

0

د کوزې پښتونخوا د سوات اړوند کبل سیمې د دیارلسو کلیو قومي مشرانو پرېکړه کړې چې د پوځي مرکزونو جوړولو لپاره پاکستاني حکومت ته یوه لوېشت ځمکه هم نه ورکوي.

دوی ویلي هڅه کوي د پوځ لخوا پخوانۍ نيول شوې ځمکې هم بېرته وګرځوي.

یاده پرېکړه کې راغلي، که هر چا پوځ ته ځمکه ورکړه، نو جرګه به يې پر وړاندې شريک اقدام کوي او دغه کسان به هم له سوات څخه اېستل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پښتنو قومي لویې جرګې ټي ټي پي او پاکستاني پوځیانو ته دوه میاشتې وخت ورکړی، چې د پښتنو له خاورې ووځي.

اورشلیم پوست:اسرائیل د ایران د احتمالي برید له کبله خپل چمتووالی زیات کړی

0

اورشلیم پوست راپور ورکړی، چې اسرائیل د ایران احتمالي برید له کبله خپل چمتووالی زیات کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه چمتووالی کې د ورځنیو فعالیتونو راټولونه هم شامله ده.

بل لورته ویل کېږي چې د اسرائیل ځواکونه هم د چمتووالي په حال کې دي.

اسرائیل وایي، چې پر دوی د ایرات د برید په صورت کې به پر یمن، سوریې او عراق هم بریدونه وکړي.

خلیلزاد:د پاکستان پوځ قانون کې تعدیل به د پاکستان قضایه قوه فلجه کړي

0

وروسته تر هغې، چې د پاکستان ملي شورا د ۱۹۵۲ کال په قانون کې تعدیلات تصویب کړل، تازه په دې اړه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دا پرېکړه به د پاکستان قضایه قوه فلجه کړي.

د هغه په خبره، د دغه کار پایلې به د جنرال منیر د ناړه سیاستونو دوام وي.

نوموړي زیاته کړې، د پنځو کلونو لپاره د پاکستاني پوځ د رییسانو د کاري مودې غځول به په پاکستان کې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، د ازادۍ د محدودیت او اقتصادي کمزورتیا سبب شي.

د یادونې ده چې په دغه قانون کې تعدیلاتو ته په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو هم غبرګون ښودلی دی.