جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 758

انعام الله سمنګانی:امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر انعام الله سمنګاني ویلي چې امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي.

سمنګاني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې مخکې وېل کېده، چې یوه ښځه به د امریکا ولسمشره شي؛ خو په وینا یې دغه کار تر دې وړاندې هم نه شوی او تر دې وروسته به هم په دې اړه د خلکو باور کم شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، که د نورو نژادونو رایې یوې خواته شي؛ نو شاید ډېرو کمو امریکایانو به کاملا هرېس ته رایه ورکړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ډونالډ ټرمپ وګټلې او کاملا هرېس ماتې وخوړه.

ټرمپ ته د بریا مبارکي؛د برېټانیا، اسراییل او هنګري لومړي وزیرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغه بریا د سپینې ماڼۍ لپاره یو تاریخي سند وباله.

نتنیاهو ویلي، چې دا اقدام به د امریکا او اسرائیل پیوستون نور هم پیاوړی کړي.

بل لورته د هنګري لومړي وزیر اوربان ویکټور هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا ستر سیاسي مزل وکړ.

هغه دا بریا د نړۍ لپاره اړینه بللې ده.

په ورته مهال د بریټانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمرډ هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دی په راتلونکي کې له ټرمپ سره کار کولو ته سترګې پر لاره دی.

ټرمپ:د جګړې غوښتونکي نه یوو

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جګړې غوښتونکی نه دی.

هغه پر خپلې لومړنۍ وینا کې ویلي، داعش سره یې جګړه کې یاده ډله ځپلې؛ خو په وینا یې چې تر دې وروسته د جګړې غوښتونکی نه دی.

که څه هم تمه وه، چې هغه د افغانستان، اوکراین او غزې په اړه هم خبرې وکړي؛ خو په دې اړه یې کوم نظر څرګند نه کړ.

ټرمپ پر خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي وو، چې باګرام ورته مهم دی او د بریا په صورت کې به یې د بېرته تر لاسه کولو هڅه وکړي.

ټرمپ ته د بریا مبارکي؛مودي: هیله لرو چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې لا پراخه شي

0

د فاکس نیوز د شمېر پر بنسټ د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د یو شمېر هېوادونو چارواکو مبارکي ورکړې.

د فرانسې ولسمشر او د هند لومړي وزیر هغه ته د مبارکي ترڅنګ د غوره اړیکو هیله هم څرګنده کړې.

نریندرا مودي ویلي، تمه لري چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې ده، چې فاکس نیوز په رسمي ډول ټرمپ د امریکا ولسمشر اعلان کړ.

ټرمپ لومړنۍ وینا کې:غیر قانوني کډوال باسم؛ ټول باید په قانوني ډول راشي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ وینا کې ویلي چې غیر قانوني کډوال به وباسي.

هغه زیاته کړې، چې ټول کډوال باید په قانوني ډول راشي.

نوموړي ویلي، جګړه نه غواړي؛ خو د ایران، روسیې او چین پر وړاندې به اقدامات وکړي.

ټرمپ ژمنه کړې چې امریکا به بیرته پخواني غوره حالت ته ور ستنوي.

زېلنسکي:له شمالي کوریا سره زمونږ جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ نوی باب دی

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، له شمالي کوریا ځواکونو سره د دوی جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ یو نوی باب دی.

په همدې حال کې د اوکراین دفاع وزیر ویلي، چې په سرحدي سیمه کې د دوی او شمالي کوریا د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د شمالي کوریا پوځیان د روسیې په ملاتړ له دوی سره جګړه کوي.

مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:افغان ښځې له سختو ننګونو سره مخ دي

د ملګرو ملتون د ښځو څانګې ویلي، چې افغان نجونې لاهم له پرلپسې ځپنې سره مخ دي.

یاد سازمان لیکلي، چې افغان ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې شوې، له زده کړو بې برخې شوې، په زوره په کور کې بندیانې شوې او اوس له یو بل سره له اړيکو هم منع کېږي.

دوی ویلي، چې دا بې عدالتي به د نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ وي.

د امریکا ټاکنې؛ټرمپ د ګټې لپاره ۴۰ الکټرال رایو ته اړتیا لري

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې تر اوسه ټرمپ ۲۳۰ او کاملاهرېس ۲۰۰ الکترال کالج رایې ګټلي دي.

که څه هم تر اوسه د یو شمېر ایالاتونو رایې نه دي شمېرل شوې؛ خو ټرمپ ۴۰ نورو الکترال کالج رایو ته اړتیا لري، چې د بل ځل لپاره ولسمشر شي.

د یادونې ده چې دا پایلې به راتلونکو ساعتونو کې معلومې شي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې؛ډونالډ ټرمپ بریا ته نږدې شوی

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بریا ته نږدې شوی.

په دغه ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ تر دې مهاله د څه کم ۵۰ ميليونه عامو رايو تر څنګ ۲۱۰ الکټرال رايي ګټلي دي.

بل لورته کاملا هرېس د څه کم ۴۴ ميليونه عامو رايو تر څنګ ۱۱۳ الکټرال رايي ګټلي دي.

د الکټرال ۲۷۰ رايو ترلاسه کولو لپاره ډونالډ ټرمپ ۶۰ الکټرال رايي ته اړتيا لري تر څو د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي.

ددغه ټاکنو نهایي پایلې به وروسته اعلانېږي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ټرمپ تر اوسه د ۱۸۸ کالج الکترال رایو په ګټلو سره مخکښ دی

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو تازه اعلان شوې پایلې ښيي، چې ټرمپ د کالج الکترال ۱۸۸ او کاملاهرېس ۹۹ رایې ګټلې دي.

دا د امریکا د ۱۸ ایالتونو رایې شمېرل کېږي.

دواړه نوماندان د بریالي کېدو لپاره اړتیا لري، چې د الکترال ۲۷۰ رایې واخلي.

که څه هم د یو شمېر ایالتونو رایې نه دي شمېرل شوې؛ خو تر اوسه ټرمپ مخکښ دی.