چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 741

عمر داودزی:د کډوالو اړوند مسله کې د طالبانو د پالیسۍ ستاینه کوم

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، طالبان د کډوالو مسئله کې تر جمهوریت ښه دي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو د اېستلو مسئله ونه ځنډوي.

نوموړی وایي، طالبان غواړي ټول کډوال له پاکستان او ایران څخه راوباسي.

هغه د خلیلزاد هغه اندېښنه هم پرځای وګڼله چې ښایي، پاکستان له دغې لارې داعش افغانستان ته ولېږي.

عمر داودزی حماسه میډیا ته:د هبت‌الله د فرمانونو له امله؛ یوولس هېوادونه د طالبانو له رسمیت پېژندنې په شا شول

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، د طالبانو د مشر د فرمانونو له کبله یوولس هېوادونو له رسمیت پېژندنې شاتګ وکړ.

نوموړی وایي، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې ۱۱ هېوادونه د طالبانو رسمیت پېژندنې ته بیخي نږدې شوي وو؛ خو د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د طالبانو د مشر فرمانونو له کبله دا هېوادونه بېرته په شا شول.

هغه د دغو هېوادونو نومونه وانخیستل.

عمر داودزی:ملت د طالبانو له لاسه جزا ګوري

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، د طالبانو لپاره د افغانستان ملت ته جزا ورکول کېږي.

هغه وایي، طالبان عاقل خلک دي او اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د غلطو سیاستونو له کبله باید ملت ته سزا ورنکړل شي.

عمر داودزی:د جمهوري نظام ماهیت امریکا ټاکلی و

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، افغانان ریاستي نظام سره نه و بلد او پکار وه، چې بن کې شاهي نظام راغلی وی؛ خو د شاهي نظام نه هم پارلماني نظام بهتر وو.

د هغه په خبره، بن کې د نظام ماهیت امریکا وټاکه او افغان مشرانو هیڅ صلاحیت نه درلود.

عمر داودزی:بُن کې د افغانانو نظر او خوښې ته چا غوږ نه کېښود

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، بن کې د افغانانو غوښتنې ته غوږ ونه نیول شو.

نوموړی وایي، بن کې اکثرو افغانانو غوښتل چې دغه کنفرانس کې ګډون وکړي؛ خو د امریکا استازي ویل چې طالب او القاعده یو ډول دي؛ نو هیڅ باید دلته ګډون ونه کړي.

د هغه په خبره، د بن کنفرانس کې یوه بله ستونزه د نظام پر سره وه، چې اروپایانو شاهي دیموکراسي او امریکا بیا جمهوریت غوښت.

محمد عمر داودزی:جمهوریت د پردیو په مټ خلاصه شوې غوټه وه چې پایله یې ورنکړه

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی د حماسه میډیا په ایکس سپېس کې وایي، جمهوریت کې دوی له داسې غوټې سره مخ شوي، چې خلاصول یې د دوی له وسه بهر وو.

نوموړی وایي، جمهوریت د پردي په زور خلاصه شوې غوټه وه چې هیڅ پایله یې ورنکړه.

نوموړی وایي، چې د پردیو په خوښه نظام پایله نه ورکوي.

ایران:اسراییل ډېره هڅه وکړه چې واشنګټن سره زموږ په خبرو کې خنډ رامنځته کړي؛ خو بریالي نشول

0

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د واشنګټن سره د ایران مذاکرات یوازې هستوي برنامو پورې تړاو لري او غیر له دې نور هیڅ هدف او پریکړه پکې نکېږي.

اغلې مهاجراني د الجزیرې خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې په دې مذاکراتو کې خنډ او خرابکاري رامنځته کړي؛ خو زموږ د دې هستوي مذاکراتو پر خبرو هیڅ اثر نشي غورځولی.

نوموړې زیاته کړې، چې واشنګټن د ایران هستوي برنامو سره موافقې ته رسېدلی او په وینا یې د ایران هڅه تل همدا ده چې د دغو برنامو په مقابل کې پر ایران لګول شوي بندیزونه به له منځه وړل کېږي.

د روسیې سفیر؛امیرخان متقي ته د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه رسمي وسپارله

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي ته په رسمي ډول خبر ورکړی چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو له نوم‌لړ څخه لرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل وایي، دواړو لوریو د روسیې د سترې محکمې دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام به د مسکو او کابل ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې نن د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.

د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، چې دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.

روسیې؛د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه موقتاً وایست

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.

د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یو متحد دي، او په همدې اساس دا بدلون رامنځته شوی.

سره له دې چې روسیې له طالبانو سره خپل سیاسي او اقتصادي اړیکي پراخې کړي، لا هم یې دا ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ټاکل شوې چې د محکمې دا پرېکړه به په پنځو ورځو کې د روسیې امنیتي ادارو ته وسپارل شي، تر څو د ترهګرو ډلو نوم‌لړ له مخې تازه شي.

یائیر لاپید:د ایران د تېلو پر فابریکو برید باید مخکې شوی وای؛ خو نتانیاهو وډار شو

0

د اسراییلو د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید ویلي، هغه له اکتوبر میاشتې راهیسې وړاندیز کړی و چې پر ایران د نفتو پر تاسیساتو برید وشي، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وډار شو او دا اقدام یې وځنډاوه.

لاپید دا څرګندونې د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې کړې چې وایي ډونالد ټرمپ د اسراییلو له‌خوا د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد برید بند کړی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران د نفتو د صنعت له منځه وړل به د دغه هېواد اقتصاد سقوط کړي او په پایله کې به رژیم هم ړنګ شي.