دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 741

له امریکا سره بندي افغان؛خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد او هېواد ته را لېږدول شوی

له امریکا سره بندي افغان خان محمد له امریکا سره د اوږدو مذاکراتو په پایله کې ازاد او بېرته خپل هېواد ته راولېږدول شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې نوموړي ته د عمري بند سزا اورول شوې وه او په کالیفورنیا کې یې د بند موده تېروله.

نوموړی نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی وو.

ایران:د طالبانو له حکومت سره د حقابې په اړه تفاهم ته رسېدل ناشوني نه دي

ایران وايي، د حقابې په تړاو د طالبانو له حکومت سره هوکړې ته رسېدل ناشوني نه دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې په دې برخه کې همکاري د تهران او کابل اړیکې لاپیاوړې کولای شي.

تر دې وړاندې بیا ایراني چارواکو ویلي وو، چې که طالبان په رضا اوبه ورنه کړي؛ نو خپله حقابه به په زوره واخلي.

بل لورته د طالبانو حکومت وايي، د ایران له حقابې منکر نه دي؛ خو له اوبییز کال پرته د دوی حقابه نه شي ورکولای.

ډونالډ ټرمپ؛د ټک‌ټاک د بندولو تړون وځنډوه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټک ټاک د بندولو تړون وځنډوو.

نوموړي ویلي، یوازې دی د دې صلاحیت لري، چې ټک ټاک وځنډوي او یا یې هم بند کړي؛ چې دی به په دې اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه په امریکا کې ټیک ټاک د نږدې۱۴ ساعتونو لپاره تړل شوی وو.

امریکا وايي، ټک ټاک یوه چینايي کمپنۍ ده او دوی یې د معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه تړي.

ټرمپ:امریکا به د روغتیا نړیوال سازمان له تړون څخه ووځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې هېواد یې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وځي.

نوموړي پر دې سازمان د بې غورۍ تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې دوی د کرونا او نور بحرانونه په سم ډول مدیریت نشو کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره شپه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي و، چې د ګل‌خانه‌يي ګازونو له تړون څخه یې هم ځان ووېست.

د ټرمپ د لوړې مراسم؛۹ قاضیان او د کانګرس یو شمېر غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي

0

د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته ۹ قاضیان او د کانګرس غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي.

ټاکل شوې چې د هغه د وینا ډېره برخه به پر امریکا د بیا باور په اړه ور ټوله وي.

په پام کې ده چې دا مراسم به راتلونکو ساعتونو کې پیل شي.

ډونالډ ټرمپ؛له خپلې مېرمن سره یو ځای سنت جان کلیسا ته تللی

0

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه وړاندې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د سنت جان کلیسا ته تللی.

سنت جان له سپینې ماڼۍ سره نږدې کلیسا ده، چې د امریکا ولسمشران تر لوړې وړاندې ورځي.

امریکا کې دا دود له ۱۹۳۰کال وروسته پیل شوی.

ټرمپ خپلې مېرمنې سره یوځای؛د لوړې له مراسمو وړاندې بایډن او د هغه مېرمن سره لیدلي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له خپلې مېرمنې سره یوځای له ولسمشر جوبایډن او د هغه مېرمن سره کتلي.

ټاکل شوې، چې راتلونکو ساعتونو کې به ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي.

لارا ټرمپ:ډونالډ ټرمپ د نړۍ د ساتلو لپاره راغلی

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اینګور او د اریک ټرمپ مېرمن لارا ټرمپ وايي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازې د امریکا نه؛ بلکې د نړۍ د ساتنې لپاره ولسمشر شوی.

نوموړې په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، چې ټرمپ به د نړۍ د ساتنې لپاره کار وکړي.

تر دې وړاندې بیا ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې هڅه کوي په نړۍ کې جګړې ختمې کړي.

ایران:تمه لرو چې د بایډن پالیسي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي

0

ایران وايي، تمه لري چې د امریکا نوې مشري به د سیمې په اړه یوه نوې تګلاره غوره او د هېوادونو ګټو ته به احترام وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، هیله لري چې د امریکا د نوي حکومت تګلاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي.

نوموړي دغه راز پر بایډن نیوکه کړې، چې د حماس ملاتړ یې کړی؛ خو ویلي یې دي، چې ټرمپ له دوی سره د اټومي تړون په بیا احیا کولو کې هیڅ جدیت نه دی ښوودلی.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې واک ته له رسېدو وروسته به پر ایران د اعظمي فشار له پالیسي کار واخلي.

لینزي ګراهام:تر بل هر وخت زیات له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښونو احتمال زیات شوی

د امریکا د کانګریس غړي لینزي ګراهام یو وار بیا له افغانستان څخه امریکا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګراهام ویلي، چې دی هیڅ وخت خپل هېواد کې د برید په اړه دومره اندېښمن نه وو، لکه اوس وخت کې چې دی.

هغه زیاته کړې، د ټولې نړۍ جګړې ته په کتو، د دوی لپاره باید د سرحدونو امنیت او د اردو تمویل لومړیتوب وي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نشته.