چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 725

فلیپ لازاریني:غزه کې د جګړې ټول قوانین نقض شوي

0

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کارموندنې اداره وایي، چې اسرائیلو د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې کړي.

د یادې ادارې مشر فلیپ لازاریني پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې په غزه کې د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې شوي او اوس مهال هلته پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه عادي شوي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې نړۍ باید د غزې له اوسني وضعیت څخه بې پروا نه وي.

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي ډلې درې پاکستاني پوځیان وژلي

0

د شمالي وزیرستان په بنو کې د پاکستان حکومت پر پوځ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او شمېر نور ټپیان دي.

دا بریدونه تېره ورځ ماسپښین او مازیګر ناوخته شوي.

د دغو بریدونو مسؤلیت د ټي‌ټي‌پي ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ مهم کارکوونکی؛حضرت محمد د ټي‌ټي‌پي ډلې له لوري وژل شوی

0

تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني پوځ مهم کارکوونکی حضرت محمد وژلی.

پر نوموړي د کوېټې په چمن کې برید شوی.

هغه له اوږدې مودې راهیسې د ټي ټي پي هدف وو.

د یادونې ده چې یاده ډله اوس مهال هلته خورا پیاوړې شوې او په دې وروستیو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

معصوم ستانکزی طالبانو ته:اسلامي نړۍ د نجونو زدکړې غواړي؛ نو تاسې خو عقل کل نه یئ، چې د دوی خلاف روان یاست

د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وایي، د افغان ښځو د زدکړو حق باید ورکړل شي.

نوموړی وایي، د اسلامي نظام اساس زدکړې دي او د اسلامي نظام او اجماع غوښته تعلیم ده.

هغه زیاتوي، هیڅوک عقل کل نشي کېدلای چې د ټولې اسلامي ټولنې خلاف روان وي.

امرالله صالح:له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالب استخباراتو نږدې یو زر او دوه سوه کسان په کونړ او ننګرهار کې وژلي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې یو زر او دوه سوه کسان په کونړ او ننګرهار کې د طالب استخباراتو له لوري وژل شوي دي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا کسان د طالبانو د استخباراتو د یو رییس ډاکټر بشیر په واسطه له محکمې پرته وژل شوي دي.

صالح ویلي، طالبانو کابل ته له ننوتو یوه ورځ وروسته په ۴۰۰ بستریز روغتون کې ټپي عسکر په ډزو وویشتل.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو يوه چارواکي د دغه جنايت د مسووليت د مخنيوي په موخه رسنيو ته له جسدونو څخه د يوه ډک کانټينر د کشف خبر ورکړ.

امرالله صالح د یادو کسانو د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي؛ خو تر دې وړاندې د ننګرهار په کانال نهر کې هم د ګڼو خلکو جسدونه موندل شوي دي.

سعودي عربستان؛کابل کې خپله استازولي بېرته پرانیسته

سعودي عربستان په کابل کې بېرته خپله استازولي پرانېستله.

د افغانستان لپاره د سعودي سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا چاره د افغانستان ولسونو ته د خدمت لپاره ترسره کوي او سر له نن څخه یې کارونه پیل دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته؛ سعودي کابل کې خپل سفارت تړلی وو.

ضیاءالحق امرخېل:د نجونو پر زدکړو له بندیز سربېره د نارینه وو زدکړې هم خرابې شوي او دا د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان دی

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، یوازې کانونه د افغانستان درد نشي دوا کولی؛ ترڅو د زدکړو په څېر با ارزښته برخې ته کار نه وي شوی.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له یو لوري د نجونو پر زدکړو بندیز دی او له بل لوري د نارینه‌وو زدکړې هم له مسلکي پلوه د خرابېدو لوري ته روانې دي، چې په اوږد مهال کې به د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان وي.

نوموړي زیاته کړې، یو اسلامي هېواد کې یې یوه اوونۍ تېره کړه او هلته یې د نجونو زدکړو ته په کتو د خپلو افغانو نجونو پر حال افسوس وکړ.

هغه دغه راز ویلي، احتیاج د ولسونو عزت النفس وژني او له دغې بیماري د خلاصون لپاره کار پکار دی.

محمد الشرع؛نکټایي کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

0

د تحریر شام ډلې مشر محمد الشرع د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د لبنان د دروزي قوم مشر ولید جنبلاط سره لیدلي دي.

دا لیدنه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې شوې ده.

په دې لیدنه کې د الشرع له لوري د نیکټايي او رسمي لباس لرل د پام وړ ټکی بلل شوی دی.

هغه واک ته له رسېدو سره سم ویلي وو، چې له نکټايي سره کومه ستونزه نه لري.

د طالبانو د مشر په فرمان؛ټول هغه کسان بې ګناه ثابت شول، چې پخواني حکومت کې طالبانو سره په اړیکو لرلو تورن وو

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې د ټولو هغو کسانو قضیې لغوه کړې چې تېر حکومت کې له طالبانو سره په همکارۍ تورن وو.

په یاد فرمان کې راغلي، چې اړوندې ادارې مکلفې دي ترڅو د دغو کسانو معلومات له بایومټریک سیسټم، عدلي اسنادو، امنیتي او کشفي اسنادو او له ټولو اداري او برېښنايي اسنادو څخه پاک کړي.

د یادونې ده چې دا په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د مشر درېیم فرمان دی.

جورجیا ملوني:د غیر قانوني کډوالو راتګ یو لوی امنیتي ګواښ دی

0

د ایټالیې لومړۍ وزیرې یو وار بیا دغه هېواد ته د غیرقانوني کډوالو ورتګ یو امنیتي ګواښ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دوی باید خپلې پولې د روسیې د ګواښونو او جنګي ډلو د ورتګ پر وړاندې خوندي کړي.

جورجیا ملوني په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې د کډوالو مسئلې ته یې د یوې همغږۍ په سترګه کتل یوه تېر وتنه ده او دوی نشي کولای، چې له دې کبله خپلې پولې خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال دغه هېواد ته د غیر قانوني کډوالو ورتګ زیات شوی.