دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 704

د مارک روبیو؛الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله بیرته ستنه شوې

0

د تخنیکي ستونزې له کبله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارک روبیو الوتکه بېرته هوایي ډګر ته ستنه شوې ده.

په پام کې وه، چې نوموړی مونیخ ته سفر وکړی.

رویټرز ویلي، چې د هغه لپاره اوس بله الوتکه ځانکړې شوې ده.

د یادونې ده چې روبیو د فبروري له ۱۳مې څخه تر اتلسمي پورې جرمني، اسرائیل، امارات، قطر او سعودي ته سفر کوي.

پښتونخوا-ټانک؛د ایف سي ځواک دوو سرتېرو کور ته اور اچول شوی

0

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستان ایف سي ځواک دوو سرتېرو کور ته اور اچول شوی.

یادو سرتېرو ته څه موده وړاندې پاکستاني طالبانو د دندې پرېښودو هم ویلي وو.

ځایي سرچینې وایي، د کور دوه خونې په بشپړ ډول سوځېدلي.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

حماس:درې برمته شوي اسراییل د شنبې ورځ خوشې کوو

0

حماس وایي چې درې برمته شوي اسرایلیان به د شنبې په ورځ خوشې کړي.

د حماس غورځنګ ویاند عبدالطیف القانوع ویلي چې دغه برمته شوي کسان به د شنبې په ورځ په ټاکلي وخت اسراییلو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې حماس پلان درلود چې دغه اسراییلیان د تیرې دوشنبې په ورځ خوشي کړي؛ خو د اسراییلو لخوا په غزه کې د اوربند له ماتولو وروسته، د برمته شویو خوشي کول وځنډول شول.

پښتونخوا؛په صوابۍ کې د سیف الاسلام په نوم یو کس لومړی خپل څلور اولادونه او وروسته خپل ځان وژلی

0

د پښتونخوا په صوابۍ کې نن د سیف الاسلام په نوم یو تن لومړی خپلو څلورو ماشومانو څخه سرونه غوڅ کړي او وروسته یې خپل ځان هم وژلی.

وژل شویو ماشومانو کې دوه هلکان او دوه نجونې دي.

پولیس وایي، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې.

اردوغان او شریف:طالبان دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ترهګرو ډلو مخه دې ونیسي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، هېواد یې انتظار باسي، ترڅو طالبان د تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ارودغان سره لیدنه کې ویلي، افغانستان یو ګاونډی هېواد دی او دوی تمه لري چې دا هېواد د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت وایي، په کور دننه یې د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کړې او افغانستان کې اوسنۍ ترهګرې کړنې پاکستان کې پلانیږي.

اولاف شولتز:هغه تن چې جرمني کې یې پر خلکو موټر ور خېژولی، باید له دغه هېواد څخه وشړل شي

0

د المان لومړی وزیر اولاف شولتز وایي، هغه تن، چې پر خلکو یې موټر ور خېژولی، باید مجازات او له دغه هېواد څخه وشړل شي.

الماني رسنیو لیکلي، چې پولیسو په دې تور یو افغان موټر چلوونکی نیولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د المان پولیسو ادعا کړې چې هغه موټر چلوونکی چې تېره پنجشنبه یې په مونیخ ښار کې د موټر په واسطه برید کړی و یو افغان وګړی دی.

الماني چارواکو د دغې پیښې چې له امله یې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو یوه مشکوکه حمله ګڼلې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت:کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندو او طالبان دې عاملینو ته سزا ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کندز برید په سختو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملین دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه برید هدف د افغانستان په شمالي سیمو کې د سیاسي وضعیت لا زیات خرابول دي.

دغې وزارت زیاته کړې، چې دا برید د ترهګریزو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د افغانستان بې‌ثباتي ده.

د یادونې ده چې تېره دوشنبه کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګي برید پنځه تنه ووژل او ۷ نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت؛کابل کې د رسنیو پر سیاسي بحثونو بندیز ولګوو

د طالبانو حکومت افغانستان کې په خصوصي رسنیو کې سیاسي خپرونې بندې کړې.

د خصوصي رسنیو مسؤلینو ته ویل شوي، چې تر دې وروسته هر ډول سیاسي خپرونې بندې دي.

ویل کېږي دا امر له کندهار راغلی دی.

تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي، چې دا خپرونې به تر څه وخته بندې وې، خو تر دې وړاندې هم د یوې ورځې لپاره د رسنیو سیاسي خپرونې بندې شوې وې.

خیرالله خیرخواه د ناروې سفارت شارژدافیر ته:د کلتوري میراثونو د ساتنې برخه کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، خیرالله خیرخواه ویلي چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوال دې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ناروې سفارت شارژدافیر ډاډ ورکړی چې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو بنسټونو له لارې به خپلې مرستې جاري وساتي.

د یادونې ده، چې افغانستان د کلتوري میراثونو له اړخه بډای هېواد بلل کېږي، خو دغه میراثونه چې ډېری یې تاریخي آبدې دي، په جګړو کې سخت زیانمن شوي دي.

اردوغان:ترکیه او پاکستان د سیمې امنیت، اقتصاد او ثبات کې رغنده رول لري

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې که ترکیه او پاکستان له یو بل سره لاس ورکړي؛ نو د سیمې امنیت، اقتصاد او ثبات کې به بې ساری پرمختګ رامنځته شي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې ترکیه او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې له یو بل سره تر ټولو نږدې اړیکې لري

د یادونې ده چې رجب طیب اردوغان اسلام اباد ته په یو رسمي سفر تللی.