له افغان کرکټ بورډ څخه باوري سرچینې حماسه ميډيا ته تایید کړه چې د هند خلاف راتلونکې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله سبا د اختر په لومړۍ ورځ هند ته ځي.
افغان لوبډله په يواځينۍ ټیسټ لوبه کې د جون په پنځمه نېټه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
له افغان کرکټ بورډ څخه باوري سرچینې حماسه ميډيا ته تایید کړه چې د هند خلاف راتلونکې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله سبا د اختر په لومړۍ ورځ هند ته ځي.
افغان لوبډله په يواځينۍ ټیسټ لوبه کې د جون په پنځمه نېټه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران غني شوي یورانیم باید یا سمدستي امریکا ته ولېږدول شي او له منځه یووړل شي، او یا هم د ایران له همغږۍ سره په بل ځای کې نابود کړل شي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال کې لیکلي چې دا بهیر باید د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکي وایي، له ایران سره د یوه لومړني تړون لپاره خبرې روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات دوام لري او د تړون پر ابتدایي متن بحثونه روان دي.
نوموړي زیاته کړې چې د وروستي توافق بشپړېدل ښایي څو ورځې وخت ونیسي.
بلخوا، الجزیرې راپور ورکړی چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو په اړه یو تفاهم رامنځته شوی او امکان شته ژر اعلان شي.
په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي ته نږدې په ایران کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
ایراني رسنیو هم د سپاه پاسداران د یو شمېر غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.
افغان لوبغاړی راشد خان د خپل سفر او لوبیز ژوند څخه ډیر متاثر دی او هغه خپل ځان دې موقف او حالت کې لیدل یو ډیر غوره حس ګڼي.
راشد خان وروستي کلیپ کې ويلي:« اوس چې زه دې لوبغالو کې لوبیږم، هغه لوبغالي چې له نندارچیانو ډک وي د لوبو منځ کې چې ورته ګورم جلا او خوندور احساس راکوي.»
خان په هند غوره لیګ کې د لوبیدنې تر څنګ د بريالي لوبیدنې په پار ویلي:« که تېر لس یا دولس کاله وګورئ چې لا به یې فکر هم نه و کړی چې له افغانستان به یو څوک راځي او اېپيایل کې به لوبیږي، دا زما لپاره لویه لاسته راوړنه ده، دا د یو رښتیا شوي خوب په څېر دی، چې دومره لوړ ځای کې لوبیږم او ښه ځلیږم»
د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د روسیې په کوربتوب د نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.
دغه کنفرانس چې ټاکل شوې د مې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي، د نړۍ د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.
د غونډې اصلي موضوعات سیمهییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، او د هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ بلل شوي دي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت استازي به په دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات او له نورو هېوادونو سره د همکاریو په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.
د سریلانکا هیواد تجربه لرونکی ویکټ ساتوونکی توپ وهوونکی کوسال مېنډس د یاد هیواد د شل اوریزو او ورځینو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.
مېنډس په لومړي ځل د ویسټ انډیز خلاف راتلوونکي لوبلړیو کې د لوبډلمشرۍ مسؤلیت ترلاسه کوي.
یاد سریلانکایې لوبغاړي (۷۳) ټېسټ، (۱۵۴) یو ورځنۍ او (۱۰۶) شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې د سریلانکا هیواد له تجربه لرونکو او کلیدي لوبغاړو ګڼل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د ایران اړوند وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، د سمندري تنګیو لارې باید خلاصې پاتې شي او په هر ډول به پرانیستې وساتل شي.
روبیو د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه ویلي، د هوکړې د لومړني متن پر سر خبرې لا هم روانې دي او د نهایي متن بشپړول ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن د سیمې د سمندري لارو د خوندیتوب او د نړیوالې سوداګرۍ د دوام لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو پر سر مهم تفاهم ته د رسېدو احتمال زیات شوی دی.
الجزیرې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې په دوحه کې د ایراني لوړپوړي پلاوي او قطري چارواکو ترمنځ ترسره شویو خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د مالي شتمنیو د ازادولو په تړاو پرمختګ شوی دی.
سرچینې الجزیرې ته ویلي، د ایران لپاره د دې موضوع د ځانګړي اهمیت له امله تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ احتمالي هوکړه ښايي نن، سه شنبه په رسمي ډول اعلان شي.
تر دې دمه واشنګټن او تهران په رسمي ډول د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی انځور خپور کړی او د بارک اوباما او جو بایډن د دورې سیاستونه یې له خپلې دورې سره پرتله کړي دي.
ټرمپ لیکلي، په پخوانیو امریکايي حکومتونو کې ولسمشرانو له ایران سره د خبرو غوښتنه کوله، خو تهران به د پوځي اقدام ګواښونه کول؛ په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، دی و چې ایران یې وګواښه او وروسته تهران خبرو ته حاضر شو.
هغه همداراز د بارک اوباما یو بل مصنوعي انځور خپور کړی چې پکې د نغدو پیسو له یوې لویې زېرمې سره ښکاري.
ټرمپ ادعا کړې چې د اوباما سیاستونو د ایران په اړه د جګړې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.
د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د الحدث شبکې هغه راپورونه “دروغ” دي چې ګواکې ایران د خپلو اټومي موادو د ایستلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
تسنیم ویلي، په هغه تفاهملیک کې چې تر اوسه د خبرو اترو په بهیر کې مطرح شوی، هېڅ داسې ماده یا جمله نشته چې پکې د اټومي موادو د لېږد یا ایستلو لپاره د ایران چمتووالی ذکر شوی وي.
دغه رسنۍ ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او شتمنیو په اړه ځینې خپرېدونکي راپورونه له حقیقته لرې دي او د مذاکراتو د فضا د اغېزمنولو لپاره خپرېږي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان دغه هېواد کې د نړیوال انټرنېټ د بېرته فعالېدو امر صادر کړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پزشکیان ویلي: «موږ ډېره سخته لاره ووهله څو د خلکو حقونه بېرته هغوی ته وسپارو.»
تر دې وړاندې د مجازي فضا د رهبرۍ او تنظیم شورا، چې مشري یې د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف کوله، غونډه کړې وه او پرېکړه یې کړې وه چې انټرنېټ به د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې تر محدودیتونو مخکې خپل حالت ته بېرته وګرځول شي.