چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 671

سپینه ماڼۍ:ولسمشر ټرمپ د جنسیت په مسله کې جدي دی

0

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وايي، چې اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه.

کارولین لیویت ویلي، چې ټرمپ په دې اړه هغوی ته مشوره ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل نن سهار پر غزې بریدونه پیل کړل چې ۶۹ تنه یې وژلي.

حماس بیا وايي، دا بې دلیله تاوتریخوالی دی او د بندیانو برخلیک به خراب کړي.

کمال ناصر اصولي:نامرده مخالفین تل د هیواد ورانولو لپاره له پاکستان څخه بمونه راوړي

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي، پاکستان خپلې دروازې د طالبانو مخالفینو ته پرانېستي او یو وار بیا غواړي، چې د افغانستان بنسټونه، سړکونه، مواصلاتي لارې هوايي ډګرونه او د خلکو کورونه ړنګ شي، تر څو افغانان ان خپل ملک ته هوايي پرواز هم ونشي کړی.

نوموړی زیاتوي، پاکستان داسې نیت لري، چې یو وار بیا یو افغان پلار د ټیلفون کولو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

اصولي دغه راز ویلي، افغانان باید هوښیار واوسي؛ ځکه د پاکستان غېږ ته نامرده مخالفین ورځي، چې بیا به خپلې خاورې ته بمونه را وړي.

کاناډایي رسنۍ:د ۱۲۰ افغان نجونو تحصیلي بورسونه، چې د امریکا له خوا تمویل کېدل، ښایي په راتلونکو څو میاشتو کې وتړل شي

کاناډایي رسنیو راپور ورکړی چې د قطر، عمان او کاناډا په ګډون، د ۱۲۰ افغان نجونو تحصیلي بورسونه، چې د امریکا له خوا تمویل کېدل، ښایي په راتلونکو څو میاشتو کې وتړل شي.

راپورونه وایي، د ټرمپ ادارې تېره میاشت دغو محصلینو ته د یو برېښنالیک له لارې خبر ورکړی چې ممکن بېرته افغانستان ته ستنې کړای شي.

فعالانو د کاناډا له حکومته غوښتنه کړې چې د امریکا په تمویل په زده کړو د بوختو افغان نجونو ملاتړ وکړي.

عبدالله عبدالله:هیله لرم چې راتلونکی کال د هیواد د ښځو او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي

د پخواني حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي تعلیمي کال او نوروز د پیل په درشل کې ویلي چې هیله لري په راتلونکي کال کې د هیواد د ښځو او نارینه وو “انساني او اسلامي حقوق” تامین شي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې تمه لري د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره شرایط برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته نوی تعلیمي کال پیلېږي؛ خو د طالبانو حکومت د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې ساتلې دي.

د بشري حقونو یو بنسټ:طالبان په سیستماتیک ډول اقلیتونه له بشري مرستو محروموي

د بشري حقونو یو بنسټ ویلي، چې طالبان په سیستماتیک ډول اقلیتونه له دولتي خدماتو، پروژو او بشري مرستو محروموي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، طالبان بشري مرستې د قومیت او ملګرتیا پر اساس وېشي.

راپور کې راغلي چې اقلیتونه له دولتي دندو هم لرې کېږي.

اکسیوس:ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو پر سر د خبرو لپاره علي خامنه‌یي ته دوه میاشتې وخت ورکړی

0

اکسیوس خبري اژانس ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو پر سر د خبرو لپاره د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ته دوه میاشتې وخت ورکړی.

اکسیوس زیاته کړې، چې ټرمپ علي خامنه‌یي ته لیک کې تونده ژبه کارولې.

دا لیک د عربي متحده اماراتو له لوري ایران ته سپارل شوی.

سرچینه زیاتوي، که دواړه اړخونه هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو ښایي اسرائیل یا امریکا د تهران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:د موبایلونو واردونکي مکلف دي، چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم له ادارې د وارداتو جواز ترلاسه کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، تر دې وروسته د موبایلونو واردونکي مکلف دي، چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم له ادارې د وارداتو جواز ترلاسه کړي.

یاد وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، داسې سیسټم یې فعال کړی، چې هدف یې د ټیټ‌کیفیت او جعلي موبایلونو د وارداتو مخنیوی او همدارنګه د غلا شوو ګرځنده ټلېفونونو کنټرول دی.

د دې سیسټم له مخې، ټول د موبایل IMEI شمېرې باید بازار ته تر وړاندې کېدو مخکې ثبت شي.

ډونالډ ټرمپ؛د نوروز د مبارکي ترڅنګ د دغه دود نمانځونکي د بډایه کلتور او لوړ استعداد خاوندان بللي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نوروز او نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت، ټولو هغو کسانو ته مبارکي ویلې چې دا لرغونی جشن نمانځي.

ټرمپ په خپل بیان کې ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا، زه خپلې غوره هیلې د دې بختور جشن په مناسبت وړاندې کوم.

هغه دغه راز ویلي، چې نوروز یوه پخوانۍ عنعنوي لمانځنه ده او دا یو فرصت دی چې د تېر کال نعمتونه وستایل شي او د نوي پسرلي لپاره له هیلې ډکه روحیه چمتو شي.

هغه همداراز د نوروز نمانځونکي د بډایه کلتور او روښانه استعدادونو خاوندان بللي او ویلي چې دوی په ریاضیاتو، ساینس، حقوق، ټکنالوژۍ، او هنر کې مهم رول لوبوي.

اسرائیل:ځواکونو یې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو ځمکني عملیات هم پیل کړل

0

اسرائیل اعلان کړی، چې ځواکونو یې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو ځمکني عملیات هم پیل کړل.

دا عملیات له هوایي بریدونو دوه ورځې وروسته پیلیږي.

دوی وایي چې دا عملیات د غزې په شمال او جنوب کې د یو حائل لپاره پیل شوي دي.

د یادونې ده چې د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه تر ۴۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

محمد فرید حمیدي:د کابل او کندهار واکمنان د سمې پر ځای په کږه ولاړ دي

د هېواد پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، افغانستان په تېر کال کې داسې شاتګ وکړ، لکه څو لسیزې یې چې بایللې وې.

نوموړی وایي، تاریخ سره هغه ملتونه مخکې تګ کولای شي، چې په سمه ولاړ وي؛ خو زیاتوي چې د کابل او کندهار واکمنان د سمې پر ځای په کږه ولاړ دي.

ښاغلی حمیدي وایي، طالبانو ښځې له ژونده ایستلې او د نجونو پرمخ یې ښوونخي تړلي، چې دا یوه غیر انساني کړنه ده.

د هغه په خبره، نارینه له باکیفیته زده‌کړو لرې شوي، ادارې له غیر مسلکي کسانو ډکې دي، درانده مالیات وضع شوي، کانونه او شخصي شتمنۍ لوټ کېږي، د خلکو سپکاوی او شکنجه، د مخالفانو هدفي وژنې، جنسي تېري او پراخ فساد هغه څه دي چې افغانستان یې لسیزې شاته وغورځوو.