دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 67

ضیاءالحق امرخېل:کونړ کې د پاکستان ننني بریدونه پر لبنان د اسراییل له بریدونو سره ورته‌والی لري

‏د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، د کونړ ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو باندې د پاکستان له لوري نننی برید په بشپړ ډول د هغو بریدونو سره ورته والی لري چې اسراییلو پر لبنان ترسره کړي دي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«اسراییل غواړي د لبنان او نورو هېوادونو ځینې برخې تر خپل نفوذ لاندې راولي، او پاکستان هم هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښې دېخوا ځینې سیمې ناامنه کړي او ولسونه وګواښي، څو خلک خپلې سیمې پرېږدي او داعش او نور ورانکاري عناصر هلته ځای پر ځای شي.»

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان دغه بمبار په کلکو ټکو غندي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان دغه کړنه وغندي او اجازه ورنه کړي چې افغانان د دې توطیې لا زیات قرباني شي.

هغه د نننۍ پېښې قربانیانو ته د جنت الفردوس او زخمیانو ته د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې.

عمر زاخېلوال:پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندم

د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخېلوال وایي، چې د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت، په ځانګړي ډول د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون، او همدارنګه د کندهار پر سپین بولدک شوي بریدونه د سختې غندنې وړ دي.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې د محصلینو او استادانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

زاخېلوال زیاتوي چې دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د پاکستان لپاره نه یواځې دا چې د شته ناامنیو او امنیتي ګواښونو پر کمښت یې آغیز نشي لرلای بلکې برعکس به د لا ژورو ناامنیو او تاوتریخوالي وخیم عواقب ولري.

هغه د پېښې د قربانیانو لپاره د جنت او ټپیانو لپاره د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

حامد کرزی:پر کونړ د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې پاکستان یو ځل بیا پر کونړ او سپین بولدک بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا، په کونړ کې د دغو بریدونو پر مهال د اسعدآباد پوهنتون هم په نښه شوی، چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور، د محصلینو په ګډون، ټپیان شوي دي.

کرزي دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستان د هغې پالیسۍ برخه ده چې غواړي په افغانستان کې د تعلیم او پرمختګ رېښې وچې کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان دا ډول بریدونه په جدي ډول وڅېړي او د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت:پر سید جمال الدین افغان پوهنتون د پاکستان د پوځي رژیم برید بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي اصولو خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کونړ ولایت پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د پاکستان د پوځي رژیم برید بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي اصولو خلاف عمل دی

یاد وزارت ویلي چې دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي.

په اعلامیه کې راغلي چې توغندي د پوهنتون شاوخوا سیمو کې لګېدلي، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ تنه محصلین او استادان ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د پوهنتون ودانیو او چاپېریال ته هم د پام وړ مالي زیان اوښتی دی.

سرچینې:په کونړ کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

د کونړ ولایت په اسعدآباد ښار او سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله د ځايي سرچینو په وینا ۴ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي سرچینې وايي چې په بریدونو کې د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شوي او د سیمې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه طالبانو حکومت د دې پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه دا هم وايي چې ځینې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له خپلو کورونو وتلي دي.

سرچینې:پر کونړ یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه کړي دي

د کونړ ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند د یارګل په سیمه کې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون لیلیه هم په نښه شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان زیانمن شوي، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند.

تر دې دمه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړیوال بانک:د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کې ۴ سلنه وده وکړي؛ خو سیمه‌ییز کړکېچونه ګواښ جوړوي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۴ سلنه وده وکړي.

راپور وایي، دا پرمختګ به د کورني تقاضا د زیاتوالي، د خصوصي پانګونو د پراختیا او د هغو کډوالو د بېرته ستنېدو له امله وي چې د کار بازار ته داخلېږي.

خو په راپور کې خبرداری هم ورکړل شوی چې که په منځني ختیځ کې شخړې دوام ومومي، نو دا به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزې ولري.

سربېره پر دې، نړیوال بانک ټینګار کړی چې د افغانستان ډېره سوداګري له ایران سره تړلې ده.

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې کېږي، او که دا لاره بنده شي، نو اقتصادي وده به ټکنۍ شي او د بیو لوړوالی (انفلاسیون) به زیات شي.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې د کمونیستي کودتا پیل د اشغال او جګړو تور فصل و

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د هېواد په تاریخ کې “توره ورځ” بللې او ویلي یې دي چې کمونیستي کودتا افغانستان د اوږدو جګړو، اشغال او بې‌ثباتۍ لورته یووړ.

په اعلامیه کې راغلي چې د کمونیستي رژیم له راتګ سره سم، د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونه تر فشار لاندې راغلل او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې زمینه برابره شوه.

د مجاهد په وینا، همدې تحول د شوروي اتحاد یرغل ته لاره هواره کړه او هېواد یې د لسیزو جګړو ښکار کړ.

هغه ټینګار کړی، چې افغانانو د کمونیستي مفکورې پر ضد پراخه مبارزه وکړه او بالاخره یې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکړې.

نوموړي زیاته کړې چې د ثور اتمه د همدې مبارزې د بریا او د اشغال د پای سمبول دی.

اعلامیه زیاتوي چې «اسلامي امارت» ځان د همدې تاریخي بهیر د لاسته راوړنو ساتونکی ګڼي او هڅه کوي هېواد له هر ډول بهرني نفوذ او “نامشروع افکارو” څخه وساتي.

ذبیح الله مجاهد، له خلکو غوښتي چې د تېرو تاریخي تجربو په نظر کې نیولو سره د ملي یووالي، ثبات او د نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

ملا عبدالغني برادر؛د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړیدو پرانیسته وکړه

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارې رسماً پرانیستې.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د هېواد اقتصادي ودې ته د رسېدو لپاره د کورني صنعت پیاوړتیا او له داخلي تولیداتو ملاتړ حیاتي ارزښت لري، او ټینګار یې وکړ چې حکومت د تولیدي اقتصاد پر لور د تدریجي بدلون هڅې ګړندۍ کوي.

هغه زیاته کړې، چې د “اسلامي امارت” تمرکز دا دی چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای، د هېواد دننه د هغو پروسس ته زمینه برابره شي.

ملا برادر له نړیوالو هم وغوښتل چې له افغانستان سره د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې تعامل پراخ کړي او ویې ویل، تحریمونه او د سیاسي فشارونو دوام نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې سیمه‌ییز او نړیوال مشارکت کمزوری کوي.

د معلوماتو له مخې، د دې فابریکې په جوړېدو کې د ۷۷ ترکي شرکتونو له خوا شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي او نږدې ۵۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې ده چې د یتیم تاق سیمنټو فابریکه په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شاه حسین مرتضوي:د نظامونو نه دوام افغانستان له اوږدو کړکېچونو سره مخ کړی

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي چې د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو اساسي ستونزه د نظامونو نشتون او دوام نه‌لرل دي، چې دا وضعیت د اوږدو جګړو او ژورو کړکېچونو لامل شوی دی.

هغه د سردار محمد داوود خان سیاسي برخلیک ته په اشارې سره ویلي چې نوموړی په ۱۳۵۲ کال کې د کودتا له لارې واک ته ورسېد، خو پنځه کاله وروسته د ثور اوومه د کودتا په ترڅ کې نه یوازې له واکه ګوښه شو، بلکې ژوند یې هم پای ته ورسېد.

مرتضوي ټینګار کوي چې دا ډول سیاسي ناپایدارۍ د هېواد د بې‌ثباتۍ بنسټ ایښی او نسلونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، نوې نسل باید له تېر څخه زده کړه وکړي او د داسې راتلونکي د جوړولو لپاره هڅه وکړي چې د سوله‌ییز ګډ ژوند، زغم او ملي یووالي پر بنسټ ولاړ وي.