دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 644

د طالبانو پیژندل شوی مبلغ «جنرال» مبین:هغه «نظام» چې په شعر بندیز لګوي، د خیر تمه ترې نه ده په کار

وروسته له هغې چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې ولایت کې د کیدونکې ارغوان ګل مشاعرې نیټه د خرابې هوا له امله وځنډوله، د طالبانو پیژندل شوی او ټولنیزو رسنیو فعال «جنرال» مبین دا د بیان آزادۍ زندۍ کیدل وباله.

ښاغلي مبین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« د افسوس ځای دی چې مشاعره هم تر امر ثاني ځنډول کیږي او علت یې باراني هوا ښودل کیږي؛ خو اسمان تک شین دی.»

هغه وړاندې لیکلي:«هغه نظام چې د شعر په ژبه، په نقد هم بندیز لګوي؛ نو دا ډیره بده خبره ده.»

نوموړي د طالبانو په سیمه‌ییز حکومت نیوکه کړې چې په شنه اسمان کې د باراني موسم اعلان په دې مانا دی چې د دوی په اوړو کې شګه ده.

ټاکل شوې وه چې د ارغوان ګل تر نامه لاندې په ګل غونډۍ پارک کې نن د ګڼو شاعرانو په شتون کې مشاعره وشي.

روسیه:چمتو یوو چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره هر ممکن ګام پورته کړو

0

د کرملین ویاند اعلان کړی چې روسیه چمتو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره هر ممکن ګام د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې پورته کړي.

دیمیتري پیسکوف ویلي، چې مسکو له ایران سره پرله‌پسې سلا مشورې کوي، چې د هغو له ډلې یوه یې د اتومي تړون موضوع ده.

مسکو له دې مخکې د ایران پر ضد د هر ډول برید له پایلو څخه خبرداری ورکړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي ریابکوف، خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي تاسیساتو پر ضد هر ډول برید کولای شي د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

یوناما:نړیوال باید له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي

یوناما له نړیوالو تمویل کوونکو غوښتي چې له افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته په ۲۰۲۵ میلادي کال کې هم دوام ورکړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یاد دفتر خبرداری ورکړی، که دا مرستې کمې شي، د تېرو څلورو کلونو لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي او خلک به منفي بدیلو لارو ته مخه کړي.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د افغانستان د مرستو او همغږۍ نړیواله ناسته د روانې اونۍ په ترڅ کې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي.

په دغه ناسته کې به نړیوال تمویل کوونکي، مالي بنسټونه او د ملګرو ملتونو استازي ګډون ولري.

عباس عراقچي:امریکا سره د خبرو لپاره بېړه نه لرو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، امریکا سره د خبرو لپاره بېړه نه لري او دوی د مستقیم خبرو اترو وړاندیز هم د پخوانیو دلایلو له کبله رد کړی دی.

هغه ویلي، توپ د امریکا په میدان کې دی او هر وخت یې چې ایران ته ځواب ورکړ؛ نو دوی به هم ورته عمل وکړي.

تر دې وړاندې ایران ویلي وو، چې د ګواښ تر سیوري لاندې مستقیمې خبرې اترې بې معنی دی.

د یادونې ده، چې ټرمپ ګواښ کړی و، چې که خبرې ناکامې شي، نو دوی به پر ایران برید وکړي.

د طالبانو حکومت؛د راستنېدونکو کډوالو لپاره تورخم ته یو پلاوی استوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې له پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابروي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو ارزولو لپاره تورخم ته یو پلاوی استوي.

د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ویلي، چې دوی به هلته د اړتیا وړ امکانات برابر او د مرستو جلب لپاره به له نړیوالو بنسټونو سره غونډې وکړي.

امیرخان متقي:د طالبانو په حکومت کې هېڅ ډول اختلاف نشته

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د طالب چارواکو ترمنځ خپل منځي اختلافات رد کړل.

هغه ویلي چې مسؤلین د خدای، عقیدې او اطاعت تابع ملګري دي.

بل لورته تېره ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي هم ویلي وو، چې د دوی د چارواکو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته.

اسرائیل:موږ د هر ډول برید پر وړاندې دفاع ته چمتو یوو

0

وروسته تر هغې، چې امریکا اسرائیل ته د توغندیو دفاعي سیستم وسپاره؛ د یاد هېواد ۱۴ تلویزون ویلي، چې دوی په بشپړ ډول دفاع ته چمتو دي.

سرچینې د یو شمېر چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ایران ښايي پر دوی برید وکړي؛ نو وار له مخه یې تل ابیب دفاع ته چمتو دی.

دوی وايي، که ایران پر اسرائیل برید کوي؛ نو دا به د تهران یوه ناسمه محاسبه وي.

د یادونې ده، چې امریکا وړمه ورځ دغه سیستم اسرائیل ته سپارلی وو.

ډونالډ ټرمپ:حماس د غزې له وګړو او امبولانسونو د جګړې د سپر په توګه کار اخلي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، حماس غزې ته د نړیوالو مرستو رسوونکو د وژلو اصلي لامل دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، ټرمپ درک کړې، چې حماس له امبولانسونو او انسانانو د جګړې د سپر په توګه کار اخلي.

برایان هیوز وايي، دغه وضعیت د اسرائیل لپاره ستونزې راپورته کړې او حماس په کلي ډول د دغه وضعیت سبب دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو څپه د بیا ځل لپاره تېزه شوې ده.

خواجه اصف:هر هغه پاکستانی چې د کډوالو پر اېستلو خفه دی، د پاکستان دوښمن دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، د افغان کډوالو د اېستلو مخالفین د پاکستان دوښمنان دي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې افغان کډوالو د پاکستان خاورې ته بې احترامي کړې او د دوی ورونه د پاکستان امنیتي ځواکونه وژني.

د اصف په خبره، د کډوالو اولادونه په دې خاوره کې پیدا او ستر شول؛ خو دوی لاهم پاکستان ته خپله خاوره نه وايي.

هغه وايي، د کډوالو وطن افغانستان کې د پاکستان دوښمنانو ته پناه ورکړل شوې.

جنوبي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي د پوځ پر کمپ برید کې لس پاکستاني پوځیان وژلي

0

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سرخوار سیمه کې ټي‌ټي‌پي ډلې د پوځ پر کمپ برید کړی.

دا برید تېره شپه ترسره شوی، چې په کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي.

سرچینې وايي، چې کمپ د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلی او پاکستاني سرتېري ورنه تښتېدلي.

تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې یو شمېر وسلې او تجهیزات د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلي دي.