دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 643

رویټرز:اسرائیل د غزې ویجاړ شوي برجونه بیرته رغوي

0

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې اسرائیلي پوځ د غزې په هغو سیمو کې د ځمکې پاکولو او څار برجونو جوړول پیل کړي، چې په دې وروستیو کې یې نیولې دي.

رویټرز زیاتوي، اسرائیل له دې سیمې څخه خلک کډه کولو ته اړ اېستلي.

بل لورته الجزیرې ویلي، چې اسرائیل د اوربند له پای ته رسېدو وروسته ۴۰۰ زره کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي.

شوکت میرضیایف:افغانستان باید له نړیوالې انزوا وژغورل شي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې نړۍ باید افغانستان منزوي نه‌کړي او له طالبانو سره تعامل او رغنده خبرې باید دوام ومومي.

نوموړي دغه څرګندونې د تاشکند ښار کې د بین‌المجالس اتحادیې ۱۵۰مې ناستې ته په وینا کې کړې.

هغه زیاته کړې: «موږ باید خپل ګاونډی افغانستان هېر نه‌کړو. د دې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ژغورل او له اوسنیو چارواکو سره خبرې کول ډېر مهم دي.»

میرضیایف همداراز خبرداری ورکړی چې روان نړیوال کړکېچونه د سیمې او نړۍ سوله له خطر سره مخ کوي.

هغه دغه راز ویلي، چې ازبکستان د ډیپلوماټیکو لارو د شخړو د حل ملاتړ کوي او سوله‌ییزې خبرې اترې باید د اختلافاتو د هواري اساسي وسیله وي.

رویټرز:د ټرمپ حکومت له افغانستان او یمن سره د مرستو بندولو ته تیاری نیسي

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له افغانستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو سره خپلې بشردوستانه مرستې پای ته ورسوي.

دا راپور د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې د بشرپالنې چارو د پخواني مشر او ۹ نورو سرچینو له قوله ورکړل شوی دی.

د «مرستو لپاره دریځ» په نوم د یوې ولسي ډلې د شمېرو له مخې، د ټرمپ حکومت له ۱.۳ میلیارده ډالرو څخه زیاتې مرستې کمې کړې دي، چې پکې ۵۶۲ میلیونه ډالر افغانستان، ۱۰۷ میلیونه یمن، ۱۷۰ میلیونه سومالیا، ۲۳۷ میلیونه سوریه او ۱۲ میلیونه ډالر غزې ته ټاکل شوي وو.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام مشره سیندي مک‌کین ویلي چې د دغو مرستو کمښت به میلیونونه کسان د سختې لوږې له امله له ژوند بې‌برخې کړي.

نوموړې دغه پرېکړه «د اعدام حکم» بللی او وایي د ټرمپ له حکومت سره په دې اړه تماسونه لري.

د ذوالقعدې لومړۍ نېټه؛له سعودي عربستان څخه د عمره کوونکو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې

0

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شوال ۱۵مه نېټه سعودي عربستان ته د عمره کوونکو د ننوتلو د وروستۍ نېټې په توګه ټاکل شوې.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۴۶ د ذوالقعدې میاشتې لومړۍ نېټه، وروستۍ ورځ ده چې عمره کوونکي باید له سعودي عربستان څخه ووځي.

یاد وزارت دغه راز ویلي، کوم عمره کوونکی چې تر دغې نېټې وروسته هم پاتې شي؛ نو جزا به وویني.

د رئیس الوزرا په مشرۍ د طالبانو غونډه؛د افغان کډوالو دغه ډول راشړل د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځ د ناوړه چلند او جبري را اېستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

دې غونډه کې د کابینې غړي وو، چې له پاکستان څخه یې د افغان کډوالو را شړل غیر انساني کړنه او د ټولو اصولو خلاف عمل بللی.

دوی د پاکستان له سیاسي ګوندونو غوښتي، چې په دې اړه اسلامي او د ګاونډیتوب مسؤلیت ادا کړي.

د طالبانو حکومت په دې غونډه کې پر نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی، چې د افغان کډوالو د را اېستلو په برخه مې مسؤلیت ادا کړي، ترڅو افغان کډوال په باعزته ډول را ووېستل شي.

امریکا او پاکستان؛د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دافغانستان وضیعت او د امریکا د پاتې شویو وسلو په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو افغانستان کې د پاتې شویو تجهیزاتو د ستونزې پر حل خبرې کړې دي.

خبرباڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې امریکا او پاکستان دواړو افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو وسلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ظاهر اغبر:د بورچت له بلنې مننه، طالبانو ته د مالیې د مخنیوي قانون به زمونږ نوی مسیر وټاکي

تاجکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ظاهر اغبر د تیم بورچت له لوري ده ته امریکا ته د ورتګ له بلنې هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، چې ترهګرو”طالبانو” ته د مالیې ورکړې د مخنیوي قانون به دوی ته نوې لاره وټاکي.

هغه ویلي، چې دی د بورچت د ژمنو قدردانی کوي.

د یادونې ده چې نوموړي ته امربکا ته د ورتګ بلنه ورکړل شوې ده.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې امرالله صالح ته هم امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړل شوې وه.

سرچینې:طلوع نیوز ۲۵ سلنه همکاران د بودجې د کمښت له کبله له دندې لرې کړې

طلوع نیوز کې یو شمېر سرچینو‎ رسنیو ته ویلي، چې دغې ادارې خپل ۲۵ سلنه کارمندان له دندو لرې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټوله کې موبي ګروپ له بېلابېلو ادارو خپل کارمندان اېستلي او ویلي یې دي، چې د بودجې د کمښت له کبله نشي کولای، نور دوی له ځان سره وساتي.

طلوع نیوز د یادو کارمندانو له لرې کېدو وورسته یوازې خپلې شپنۍ خپرونې پرېښې او د ورځې خپرونې یې لغوه کړې دي.

یادې ادارې څو میاشتې وړاندې هم خپل یو شمېر کارمندان له دندو ګوښه کړي وو.

د افغانستان متحده جبهه:افغانان باید د طالبانو د کړنې سزا ونه ویني

د افغانستان متحدې جبهې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را شړلو پر بهیر نیوکه کړې او دا یې یوه غیر انساني کړنه بللې.

دوی په یوه اعلامیه کې پر اسلامي هېوادونو، بشري ټولنو، نړیوالې ټولنې او دموکراتیکو حکومتونو غږ کړی، چې د دغه کړکېچ مخه ونیسي.

اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې پر هغو هېوادونو سیاسي فشار راوړي چې دا ډول کړنې کوي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي:«طالبان نه د افغانانو مشروع استازي دي، نه یې څوک خپل نظام بولي، بلکې افغانان پسې پاڅېدلي دي او نور یې ظلم، وحشت او فقر نه شي زغملی. د دوی د افراطي او تروریستي تفکر له امله، افغانستان له نړیوالې ټولنې، ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره هم خطر ته مخامخ شوی دی.»

اعلامیه کې ویل شوي، چې موږ به د طالبانو د افراطي رژیم پر ضد مبارزه کوو.

د طالبانو پیژندل شوی مبلغ «جنرال» مبین:هغه «نظام» چې په شعر بندیز لګوي، د خیر تمه ترې نه ده په کار

وروسته له هغې چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې ولایت کې د کیدونکې ارغوان ګل مشاعرې نیټه د خرابې هوا له امله وځنډوله، د طالبانو پیژندل شوی او ټولنیزو رسنیو فعال «جنرال» مبین دا د بیان آزادۍ زندۍ کیدل وباله.

ښاغلي مبین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« د افسوس ځای دی چې مشاعره هم تر امر ثاني ځنډول کیږي او علت یې باراني هوا ښودل کیږي؛ خو اسمان تک شین دی.»

هغه وړاندې لیکلي:«هغه نظام چې د شعر په ژبه، په نقد هم بندیز لګوي؛ نو دا ډیره بده خبره ده.»

نوموړي د طالبانو په سیمه‌ییز حکومت نیوکه کړې چې په شنه اسمان کې د باراني موسم اعلان په دې مانا دی چې د دوی په اوړو کې شګه ده.

ټاکل شوې وه چې د ارغوان ګل تر نامه لاندې په ګل غونډۍ پارک کې نن د ګڼو شاعرانو په شتون کې مشاعره وشي.