وسله والو په میرانشاه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له کبله یې اووه سرتیري وژلي.
سرچینې وایي، برید د ټل قلعه سیمه کې شوی او په وژل شویو کسانو کې یو یې افسر دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده.
وسله والو په میرانشاه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له کبله یې اووه سرتیري وژلي.
سرچینې وایي، برید د ټل قلعه سیمه کې شوی او په وژل شویو کسانو کې یو یې افسر دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده.
افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو اتحادیې مشر فرانتس کلینتسویچ وایي، طالبان په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړ شوي.
هغه وایي، پاکستاني استخباراتو افغانستان کې د شوروي له ښکېلتیا شپږ کاله مخکې دا ډله جوړه کړې وه او روزنه او تحهیز یې ورکاوه.
فرانتس کلینتسویچ ادعا کړې چې ډاکټر نجیبالله په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) څخه ۵۰۰ ټُنه سون توکي د جنګي وسایطو او زیرمو لپاره غوښتي وو، خو دا غوښتنه رد شوه.
د کلینتسویچ په وینا، که CIA دا مرسته کړې وای، نو د ډاکتر نجیبالله حکومت نسکوریدل ناشونی وو.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د شوروي تر وتلو وروسته افغانستان کې ۱۸۹ نظامي اډې، ۹۹۰ زرهي جنګي موټر، ۳۰۰ زره جنګي موټر، ۱۴۲ توپونه او ګڼ نور وسایط او وسلې پاتې شوې وې.
د هنګري لومړی وزیر وایي، ښایي اوکراین اروپایي ټولنې ته په یو بل افغانستان بدل شي.
ویکتور اوربان ویلي، اروپایي ټولنه افغانستان کې داسې ښکېله وه، چې لګښت یې لوړ او د وتلو لار یې نه وه او اوس اوکراین کې هم همدا ډول ښکېله شوې.
د هغه په خبره، که ټرمپ بله حل لاره ونه مومي؛ نو ژر به دا جګړه اروپا ته ور پریدي.
د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته په کتو ویلي، چې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي او دواړه لوري په حقه دي؛ خو په دې منځ کې داسې ادرس نشته چې بې پرې قضاوت وکړي او تور او سپین معلوم کړي.
نوموړی وایي، که څه هم د نړیوال عدل او ملګرو ملتونو اداره شته؛ خو هغه هم ډېر کله د حکومتونو قوت ته په کتو پرېکړه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې طالبان او پاکستان یو بل د ترهګري په ملاتړ تورونوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي، که امریکا له دوی سره مرسته ونکړي؛ نو د دوی د بقا چانس ډېر لږ دی.
هغه له ان بي سي نیوز سره مرکه کې ویلي، چې د اوکراین وضعیت تر ټولو سخت دی او د امریکا له ملاتړ پرته نشي کولای جګړې ته دوام ورکړي.
نوموړي د مونیخ کنفرانس په څنډه کې هم ویلي وو، چې د اوکراین وضعیت سخت دی او امریکا باید ورسره مرستې زیاتې کړي.
رویټرز د خپلو لسو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې سعودي عربستان له غزې سره د بېړنیو مرستو لپاره یو پلان جوړ کړی.
دوی دا پلان د ټرمپ د هغې پرېکړې غبرګون کې نیولی، چې غواړي غزه له فلسطینیانو پاکه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښایي د دغه دغه پلان راتلونکې ناسته کې، چې سعودي، امارات، مصر او اردن پکې ګډون لري و ارزول شي.
ویل کېږي، چې دغه پلان کې د مرستو د یو صندوق ایجاد هم شامل وي.
د جنوبي کوریا بوسان بندري ښار د هوټل جوړېدو پر ځای کې اورلګېدلی، چې له کبله یې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دغې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
سره له دې، چې تر اوسه د دغې پېښې د علت په اړه کره معلومات نشته، خو ویل کېږي، چې اور د ودانۍ په لومړي پوړ کې د عایق موادو له کبله لګېدلی دی.
ټپیانو کې بیا د ډېرو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
یو شمېر سیمهییزې سرچینې وايي، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دننه چاودنه شوې.
ویل کېږي، چې دا چاودنه د جمعې په ماښام شوې.
چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په روانه اوونۍ کې څویم ځل دی، چې په بېلابېلو ادارو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېږي.
د ډونالډ ټرمپ له فشارونو وروسته؛ حماس خبر ورکړی، چې نن به درې اسرائیلي سرتېري خوشې کړي.
یادې ډلې تر دې وړاندې ویلي وو، چې اسرائیلو اوربند نقض کړی او دوی د بندیانو د تبادلې پروسه ځنډوي.
تېره اوونۍ ټرمپ بیا ضرب العاجل ټاکلی و، چې که حماس د بندیانو تبادله ودروي؛ نو جګړه به بیا پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو یو اساسي علت، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پناهځایونه دي.
شفقت علي خان یوې خبري ناستې ته ویلي، چې پاکستان دا مسله له طالبانو سره شریکه کړې او باید حل شي.
نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې دا ستونزه حل نشي، دوه اړخیزه همکاري به نه وي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې څو ځله په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو ادعاوې رد کړې دي.