دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 631

د هند د بهرنیو چارو وزیر:پاکستان له هغې ترهګریزې شبکې سره ښکېل شو، چې خپله یې رامنځته کړې وه

0

د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جېشنکر، پاکستان د افغانستان په اړه په دوه‌مخۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد هم‌مهاله د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ملاتړ کاوه.

جېشنکر وايي، دا ډول سیاست نه یوازې د سیمې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړه، بلکې بالاخره د ترهګرۍ د بېرته راګرځېدو لامل هم شو.

هغه ویلي:« پاکستان له هماغې ترهګریزې شبکې سره ښکېل شو، چې خپله یې رامنځته کړې وه. هغوی د طالبانو تر څنګ د هغوی له مخالفینو سره هم لاس یو کړی و، خو د امریکا له وتلو وروسته دا لوبه نوره دوام نه‌شو کولی.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د ترهګرۍ د صنعت معمار بللی او زیاته کړې چې پاکستان هڅه کوله څو له مختلفو ائتلافونو ګټه پورته کړي؛ خو همدا تګلاره د دې لامل شوه چې ترهګري بېرته د پاکستان خاورې ته راوګرځي.

هغه ویلي، چې هند بدلون موندلی؛ خو پاکستان لا هم د پخوانیو ناکامو سیاستونو دوام کوي او موږ نور باید خپل ارزښتناک وخت په پاکستان ضایع نه کړو.

نن سهار؛پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونه ۵.۶ درجې زلزلې لړزولي

نن سهار د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان یو شمېر برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې.

د امریکا د جیولوجي ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې و؛ خو د اروپا او مدیترانې د زلزلو مرکز دا شدت ۶.۴ ریښتر اعلان کړی او ویلي یې دي چې زلزله د ځمکې د ۱۲۱ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

که څه هم د زلزلې دقیق مرکز لا تر اوسه نه دی معلوم شوی؛ خو راپورونه ښيي چې دا زلزله په کابل کې ډېره شدیده وه.

تر اوسه د پېښې د تلفات او مالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، او د طالبانو حکومت هم تر دې دمه کوم څه نه نه دي ویلي.

د پاکستان ځانګړی استازی؛محمد صادق کابل ته رسېدلی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، نن کابل ته راورسېد.

یو شمېر سرچینو ویلي چې یو لوړپوړی پاکستاني پلاوی د محمد صادق په مشرۍ د یوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلی دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) په ناسته کې ګډون وکړي، چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والی، د سرحدي مسایلو حل او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړه هېوادونه اړیکې د امنیتي، سوداګریزو او مهاجرتي مسایلو له امله ترینګلې شوي دي.

نړیوال شراب‌څښاک؛د تېرو ۶۰ کلونو په کچه تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلی

0

د انګورو او شرابو (OIV) نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د شرابو مصرف په نړۍ کې د وروستیو شپېتو کلونو په پرتله بې‌ساری کم شوی دی.

د دې راپور له مخې، د شرابو نړیوال پلور کې ۳.۳ سلنه کموالی راغلی او یوازې ۲۱۴.۲ میلیونه هکتوليتر ته رسېدلی، چې دا شمېر د ۱۹۶۱ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

یاد سازمان، چې راپورونه یې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي احصایو پر بنسټ چمتو کېږي، وایي چې دا کمښت ښايي د اقتصادي ستونزو، د خوړو او څښاک د نوو تګلارو، او همداراز د خلکو د ژوندانه د سبک بدلونونو له امله وي.

د شرابو صنعت، چې له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یوه مهمه اقتصادي برخه بلل کېږي، اوس له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

زلمی خلیلزاد:پاکستان ښايي د افغان کډوالو د اخراج تر شا داعش افغانستان ته انتقالوي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې پاکستاني ادارې ښايي د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ د داعش د تروریستانو د انتقال لپاره د پوښ په توګه وکاروي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«خبري سرچینې وایي چې اندېښنه لري پاکستاني ادارې ښايي د افغان پناه غوښتونکو د اخراج تر شا داعش تروریستان افغانستان ته ولېږي. زه هم دا اندېښنه لرم.»

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم ویلي، چې طالبان د داعش د مهارولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم، هم د حوت په میاشت کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه ویلي وو چې طالبان د داعش د مهارولو توان نه لري او د ټي‌ټي‌پي له خوا د پاکستان پر خاوره په ترسره شوو بریدونو کې یې همکاري کړې ده.

احمد الشرع؛په لومړي ځل قطر ته سفر کړی او د دې هېواد د امیر لخوا یې تود هرکلی شوی

0

د سوریې د مؤقت حکومت مشر احمد الشرع د خپلې واکمنۍ له پیله وروسته، لومړی ځل قطر ته سفر کړی.

نوموړی د اپریل په ۱۵مه دوحې ته ورسېد او هلته یې د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني لخوا هوايي ډګر کې یې تود هرکلی شوی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد حسن الشیباني، ویلي چې دا سفر هغه هېواد ته تر سره شوی، چې له لومړۍ ورځې د سوریایانو ترڅنګ ولاړ و او هېڅکله‌یې د هغوی ملاتړ نه دی پرېښی.

د یادونې ده چې قطر د سوریې د نوي مؤقت حکومت له مهمو سیمه‌ییزو ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

عمر داودزی:د طالبانو نظام مطلق دیکتاتوري ده

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی وایي، له ولسمشر کرزي څخه مې وغوښتل چې اساسي قانون تعدیل او پارلماني نظام ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی داودزی وایي، ولسمشر کرزی لومړی موافق وو؛ خو وروسته یې نږدې ملګرو نظر واړوه.

نوموړي د طالبانو اسلامي امارت مطلق دیکتاتوري بللی او زیاتوي چې دوی د یوې جرګې د را غوښتلو هم ویره لري.

عمر داودزی:جمهوریت ته متحد شخص یم او د درېیم جمهوریت د احیاء غوښتونکی یم

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل پښتو سپړنې سره په خبرو کې ویلي، نه یوازې چې د جمهوریت خلاف نه دی بلکې متحد شخص او د درېیم جمهوریت غوښتونکی دی.

ښاغلي داودزي زیاته کړې، چې د امریکا سنا کې یې د خبرو موخه دا وه چې د واک متمرکزوالي سره یې ستونزه ده.

نوموړی وایي، چې افغانستان باید د امریکا نظام نه وای کاپي کړی.

هغه ویلي، چې د افغانستان د اساسي قانون ډیری برخې له ایران او ځینې یې د امریکا څخه کاپي شوي دي.

ډونالډ ټرمپ؛د عمان له سلطان سره د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه غږېدلی

0

د عمان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ او د عمان سلطان په یوه ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو ملاتړ لپاره د همکاریو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په برخه کې د عمان د هڅو قدرداني کړې ده.

بل لورته د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د خپل حکومت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو اترو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي، چې دا یو سنجول شوی تصمیم و، او د خبرو پیل یې ښه عملي شوی دی.

د یادونې ده، چې د دغو خبرو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې د عمان په کوربتوب ترسره شي.

پاکستان؛په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځ یوه تعلیمي الوتکه غورځېدلې

0

د پاکستان د هوايي ځواک یوه تعلیمي الوتکه د پنجاب ایالت د وهاري ولسوالۍ ته څېرمه د تخنیکي ستونزې له امله را لوېدلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال د فني خرابۍ له امله کنټرول له لاسه ورکړی او د لودان سړک ته نږدې کرنیزه سیمه کې راپرېوتې ده.

د پوځ په وینا، دواړه پیلوټان د پیراشوټ له لارې له الوتکې راوتلي او یوازې لږ ټپونه یې اخیستي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د پېښې د دقیقو لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.