جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 620

بلوڅ ازادي غوښتونکي:که پاکستان او چین د دوی له سیمې په شا نشي، نو دوی به خپله سیمه د دوی لپاره هدیره وګرځوي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو چین ته ګواښ کړی، چې که د دوی له سیمې په شا نشي، نو دوی به خپله سیمه د پاکستان د پوځ او چینايي وګړو لپاره هدیره وګرځوي.

بلوڅان تل ادعا کوي، چې پاکستان یې کانونه د چینايي اینجینرانو پر مټ چور کوي او د دوی له طبیعي زېرمو ګټه اخلي.

د یادونې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې تېره ورځ بولان کې د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان د پوځ، نیمه ځواک او ای ایس ای د کسانو په شمول یې سلګونه مسافر برمته کړل.

دوی له دغه برمته شویو کسانو څخه د ۱۱ پاکستاني پوځیانو د وژنې خبر هم ورکړی دی.

ننګرهار ـ رودات؛یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور یو سپین ږیري ته د جبري نکاح، له انکار وروسته، په ډزو وژلې

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو پلار خپله هغه ۱۶ کلنه لور په ډزو وژلې چې له جبري نکاح یې انکار کړی و.

حماسه ميډیا ته د روداتو د ابو یحیی خیراباد او میرانو سیمې سره نږدې د کډي جان خان کلي اوسېدونکو تایید کړې چې په دغه کلي کې یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور وروسته له هغې په ډزو وژلې چې د یو خوستي سپین ږیري ته د ۵۰۰ سوه زرو افغانیو په بدل کې ورکړل شوې وه.

دغې سرچینې ویلي چې د دغې مقتولي نجلۍ قاتل پلار وروسته د خپلې لور د وژلو خوست ته تښتېدلی.

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت ځایي مسولینو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مارکو روبیو:داسې ښکاري، چې د اوکراین چارواکي د جګړې د ختمولو لپاره یو قدم نور هم نږدې شوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو وايي، داسې ښکاري، چې د اوکراین چارواکي د جګړې د ختمولو لپاره یو قدم نور هم نږدې شوي دي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اوس مهال « توپ د روسیې په میدان کې دی»

که څه هم روبیو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي؛ خو د یادونې ده، چې نوموړی اوس مهال سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې د ختمولو په اړه له ښکېلو لوریو سره په خبرو بوخت دی.

د ننګرهار سوداګرۍ خونه:د تورخم لارې د پرانېستو په اړه نن یو وار بیا ناسته کېږي

د ننګرهارې د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي یو وار بیا د تورخم دروازې د پرانېستو په اړه ناسته کوي.

دا ناسته به نن د افغانستان پر وخت له غرمې وړاندې یوولس بجې ترسره شي.

تر دې وړاندې په دې اړه شویو ناستو کومه پایله نه ده ورکړې.

د کابل د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست:د قوش تېپې کانال شاوخوا د زرغونتیا لپاره مو د سنځلو تر ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کابل ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا د زرغونتیا لپاره یې د سنځلو تر ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول کړي دي.

یاد ریاست ویلي، چې دا ډول پروګرامونه به راتلونکي کې هم دوام ومومي.

دا اقدام د قوش تېپې د شاوخوا ځمکو د خړوبتیا، د تخریب ساحو کموالی او د ځمکې کلکېدو لپاره اخیستل شوی دی.

پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید؛۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۸۲ نور کسان برمته شوي دي

0

د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې ویاند جیاند بلوڅ ویلي، چې اوس مهال د جعفر ایکسپریس اورګاډي ۱۸۲ تنه مسافر له دوی سره دي، چې زیاته برخه یې د پاکستان ځواک، نیمه ځواکونه او د ای ایس ای کسان دي.

جیاند بلوڅ ویلي، یو شمېر کسان یې خوشې کړي، چې ډېر یې ښځې، ماشومان او عام بلوڅان وو.

نوموړی وایي، دغه برید کې یې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي.

امریکا؛د ترکمنستان لپاره د پاکستان سفیر له خپل هېواد شړلی

0

امریکا په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر خپل هېواد ته له ننوتو منع کړی او هغه یې له لاس انجلس بېرته درېیم هېواد ته ډیپورټ کړی دی.

پاکستاني رسنیو دا یوه غیر عادي پېښه بلې او ویلي یې دي، چې تر اوسه یې دلیل معلوم نه دی.

بل لورته یو شمېر را،پورنه وايي، د امریکا د کډوالۍ سیسټم د احسان واګان په دوسیه کې “د ویزې مشکوک سوابق” موندلي.

د امریکا حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوچستان؛بلوڅو پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید کړی چې څلور سوه مسافر یې برمته نیولي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید مسوولیت منلی.

یادې ډلې ویلي، چې په دغه برید کې یې د پاکستان شپږ پوځیان وژلي او تر ۴۰۰ زیات مسافر بیا د اورګاډي دخرابېدو له کبله حصار پاتي.

یادې ډلې ویلي، چې ټول مسافر یې نیولي او خبرداری یې ورکړی، چې که نظامي عملیات پرې پیل شول، نو دوی به ووژني.

د پاکستان حکومت هم یاده پېښه منلې او ویلي یې دي، چې دا اورګاډی له بلوچستان څخه پېښور ته پر لاره وو.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه غیر شرعي دي

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې افغانستان کې د ښځو وضعیت سخت شوی.

هغه د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه غیر شرعي بللي دي او زیاته کړې یې ده، چې دا بندیزونه هیڅ شرعي اساس نه لري.

هغه ویلی، دوی له طالبانو غواړي چې د ښخو د حقونو ورکړې په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي د افغغانستان امنیتي وضعیت هم متزلزل ښودلی.

کرمه ـ صدۍ ولسوالۍ؛څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي

0

ټي ټي پي ډلې کرمې په صدۍ ولسوالۍ کې د پوځ پر کاروان برید کړی، چې څلور پوځیان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې په دغه برید کې د پوځ یو موټر هم ویجاړ شوی او ټي ټي پي ډلې یو شمېر مهمات هم نیولې دي.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې په بلوچستان او د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي.