یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 62

ټرمپ ایراني وګړو ته:خوندي ځایونو کې پناه واخلئ؛ د بریدونو تر پای وروسته به ستاسو وار وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایراني وګړو غوښتي چې په کورونو له امریکایي بمونو خوندي پاتې شي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، ترهغه په کور پاتې شئ، ترڅو چې مونږ حکومت نسکور کړو، بیا دا حکومت د ایران د خلکو دی او تاسې ته سپارل کیږي.

ټرمپ پر ایران تور پورې کړی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې بې‌ګناه خلک وژلي او د کلونو په اوږدو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې مسوول پاتې شوی دی.

نوموړي همداراز ایران «د ترهګرۍ ملاتړی هېواد» بللی دی.

هغه په ټینګار ویلي چې ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

ټرمپ د ایران له ملي ګارډ، پوځ او پولیسو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او ډاډ یې ورکړی چې په دې صورت کې به مصونیت ولري، کنه د مرګ له برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي ادعا کړې چې په ایران کې د رژیم د نسکورېدو بهیر روان دی.

بیړنی خبر؛ ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید اعلان وکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې څو شیبې وړاندې یې په ایران برید پیل کړی دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې ددې بریدونو څخه یې موخه د امریکایي وګړو څخه دفاع ده.

امریکایي ولسمشر زیاته کړې، په تیرو ۴۷ کالو کې ایراني رژیم «مرګ په امریکا» شعار ورکاوه او په دې بریدونو غواړي د احتمالي ګواښ مخه ونیسي.

په ایران، د امریکا او اسرائیلو برید؛دغه هېواد خپل هوایي حریم وتاړه

0

په ایران د امرېکا او اسرائیلو د برید وروسته دغه هیواد خپل هوایي حریم وتاړه.

د ایران د هوایي سازمان ادارې ویاند مجید اخوان وایي، د دغه هیواد هوایي حرېم د هر ډول الوتنو پرمخ تر دوهمې اطلاع پورې تړل شوی دی.

د اسرائیلو د راپور له مخې شاوخوا دیرش سیمې په ایران کې په نښه شوي دي.

تازه خبراسرائیلو پر ایران بریدونه کړي

0

د راپورونو له مخې، اسرائيل پر ايران هوايي بریدونه کړي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په پلازمېنه تهران کې د دریو سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران ځايي سرچینو ویلي، چاودنې د ښار په بېلابېلو برخو کې شوې دي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته د اسرائیلو دفاع وزیر اعلان کړی چې پر ایران یې وار مخکې کړی او دغه بریدونه د دوی له لوري ترسره شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې دا ګام د امنیتي اندېښنو په ځواب کې اخیستل شوی، خو د بریدونو د هدفونو او پراخوالي په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د ایران چارواکو د بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

ذاکر جلالي:د امنیتي اقداماتو ترڅنګ فعاله ډیپلوماسي هم روانه ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت د کنټرول لپاره متقابل او دفاعي تدابیر عملي کړي، خو ورسره هممهاله فعاله ډیپلوماسي هم په جدي ډول مخته وړل شوې ده.

جلالي په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د هېواد ډیپلوماتیکه دستګاه د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسئولانه وسایل په همغږي او موازي بڼه کاروي، څو وضعیت له سیاسي لارو مدیریت شي.

هغه زیاته کړې چې په همدې چوکاټ کې د ځینو دوستو او همکارو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره مفصلې مشورتي خبرې شوې دي، چې پکې د ترکيه، قطر او سعودي عربستان استازي شامل دي.

د ده په وینا، په دغو خبرو کې د افغانستان رسمي دریځ او اړوند حقایق شریک شوي دي.

د جلالي په خبره، یادو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې رغنده منځګړیتوب کړی او هڅې یې لا هم روانې دي.

ننګرهار کې؛پاکستانۍ جیټ الوتکه نسکوره او پیلوټ ژوندی نیول شوی

د ننګرهار د طالبانو حکومت امنیتي مسوولان وایي، په دې ولایت کې یوه جیټ الوتکه د طالب ځواکونو له لوري نسکوره شوې او پیلوټ یې ژوندی نیول شوی دی.

د یاد ولایت امنیه قومندان محب الله حماس ویلي، دغه پېښه د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې رامنځته شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

همداراز د څلورمې حوزې امر جان محمد هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له نیول شوي پیلوټ څخه پلټنې روانې دي، څو د موضوع ټول اړخونه روښانه شي.

ملګري ملتونه:د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې سملاسي اوربند وشي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي چې سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او پر ملکي وګړو د هغې د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دوجاریک ټینګار کړی چې روان وضعیت د سیمې ثبات ته ګواښ دی او ملکي وګړي باید د هر ډول پوځي نښتو له زیانه خوندي وساتل شي.

هغه د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې چې اختلافات باید د ډیپلوماسۍ، مستقیمو خبرو اترو او سیاسي لارو چارو له لارې حل شي، ځکه پوځي تقابل نه یوازې کړکېچ ژوروي، بلکې بشري وضعیت هم لا پسې خرابوي.

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر:افغانستان او پاکستان دې د روژې په احترام جګړه ودروي

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر علي محي‌الدین قره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی چې جګړه او وینې تویول سملاسي ودروي.

قره‌داغي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې روژه د قرآن، رحمت او بښنې میاشت ده او په داسې مقدسه دوره کې د جګړې دوام د اندېښنې وړ دی.

د هغه په وینا، د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ دین، قبله، تاریخ او ګڼ ګډ ارزښتونه شته او ترمنځ یې وینه تویول د دواړو ملتونو په زیان تمامېږي.

نوموړي له ښکېلو لورو غوښتي چې د پوځي تقابل پر ځای د خبرو اترو او تفاهم لاره خپله کړي او د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

ازبکستان:د افغانستان او پاکستان اختلافات دې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل شي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیمه‌ییز اختلافات باید یوازې د سوله‌ییزو، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل او فصل شي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصول باید د هر ډول خبرو اترو او تعامل بنسټ وګرځي.

په اعلامیه کې راغلي چې تاوتریخوالی او پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

ازبکستان همداراز د خبرو اترو، اعتماد جوړونې او رغنده تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیسي او دایمي حل ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

استاد سیاف:د کابل له اوسنۍ ادارې سره مخالف یم؛ خو پر هېواد هر ډول تېری غندم

‏جهادي مشر شیخ الحدیت و القران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، که څه هم د کابل له اوسنۍ ادارې سره په کلکه مخالف دی او د هېواد د اوسنیو ستونزو مسوول یې بولي، خو پر افغانستان هر ډول تېری ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ولس راباندې ډېر ګران دی او دغه تېری په کلکه غندي.

هغه لیکلي:«که څه هم چې د کابل اوسنۍ ادارې سره په کلکه مخالف یم او د ټولو بدبختیو (چې زمونږ ولس ورسره لاس او ګریوان دی) عامل یې بولم، خو هیواد او ولس مې را باندې ډېر ګران دي او هیڅ ډول تېری ورباندې د منلو وړ نه بولم او په ډاګه یی غندم.»