دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 62

ایران؛د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته د لنډمهالې مشرتابه جوړښت اعلان کړ

د ایراني دولتي رسنیو د راپور له مخې، د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته به د هېواد چارې د لنډمهالې مشرتابه له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي.

راپور کې ویل شوي چې لوړپوړي چارواکي محمد مخبر اعلان کړی چې د انتقالي پړاو مسوولیتونه به د دولت د مهمو څېرو له لوري په ګډه اداره کېږي، څو نوی مذهبي مشر په رسمي ډول وټاکل شي.

د لنډمهالې مشرتابه په ډله کې به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضائیه قوې مشر غلامحسین محسني اژه‌اي، او د نګهبان شورا یو لوړپوړی فقیه شامل وي.

ویل کېږي چې دغه ډله به تر هغې د هېواد چارې پر مخ وړي، څو نوی رهبر په رسمي توګه وټاکل شي.

ایراني رسنۍ:د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته ۴۰ ورځې ملي ماتم اعلان شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه‌يي له مړینې وروسته په ایران کې ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د راپورونو له مخې، د یکشنبې په سهار د ایران حکومت په رسمي ډول ومنله چې پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنه‌يي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایراني چارواکو ویلي چې په هېواد کې به د ملي ماتم مراسم ترسره شي او د حکومتي ادارو ډېری چارې به د ټاکلې مودې لپاره ځنډول کېږي.

تر دې وړاندې د خامنه‌يي د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېدل، خو دولتي رسنیو د حکومت له قوله د هغه مړینه تایید کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د علي خامنه‌یي د وژل کېدو راپورونه ناسم دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه راپورونه رد کړي چې پکې ادعا شوې وه د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي وژل شوی دی.

بقایې ویلي چې د خامنه‌اي د مرګ اړوند خپاره شوي خبرونه بې‌اساسه دي او دا ډول ادعاوې ناسم معلومات دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر ایران یې بریدونه هدفمند وو او په پایله کې یې خامنه‌یي ژوند له لاسه ورکړ.

تر دې وړاندې د ایران چارواکو ټینګار کړی و چې خامنه‌یي ژوندی دی.

د موضوع په تړاو لا هم ضد او نقیض راپورونه خپرېږي، خو تهران په رسمي توګه د هغه د وژل کېدو خبر رد کړی دی.

مولوي عبدالسلام ضعیف:پر ایران بریدونه د سیمې او نړۍ لپاره د پراخې جګړې خطر زیاتوي

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو په ټول منځني ختیځ او نږدې اسیا کې نوې اندېښنې راپارولي دي.

هغه ویلي، که ایران مقاومت ته دوام ورکړي، دا امکان شته چې نور نړیوال ځواکونه هم په جګړه کې ښکېل شي او شخړه لا پراخه شي.

ضعیف همداراز ټینګار کړی چې د ایران احتمالي سقوط به د چین او روسیې لپاره جدي ګواښ وي.

ضیاءالحق امرخېل:د پاکستاني نظامي اداره د افغانستان «ازلي دښمن» دی او افغانان دې دا خبره تل یاد ساتي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، قومي مشران باید په جرګو او مرکو کې، علما په جوماتونو کې، او د کورنیو مشران په خپلو کورونو کې هره ورځ دا موضوع وڅېړي او پرې بحث وکړي چې افغانستان یو «ازلي دښمن» لري او هغه د پاکستان نظامي اداره ده.

هغه ویلي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دغې ادارې له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی څو افغانستان کمزوری او وځپي، او زیاته کړې یې ده چې له دې خاورې سره ژوره دښمني لري.

امرخېل په پای کې د قرآن کریم دا آیت هم لیکلی: «فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ» (ای د بصیرت خاوندانو، عبرت واخلئ).

کی‌یر سټارمر:د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې مو برخه نه ده اخیستې؛ خو ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي

0

د اسرائیل او امریکا له لوري نن سهار پر ایران د ترسره شویو بریدونو وروسته، د بریتانیا حکومت ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې هېڅ رول نه درلود، خو ټینګار یې کړی چې ایران ته باید د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ور نه کړل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر په رسمي بیان کې ویلي، له یادو بریدونو وروسته ایران په سیمه کې بې‌تفریقه بریدونه کړي چې ځینې هدفونه یې هغه هېوادونه دي چې د روانې شخړې برخه نه ګڼل کېږي.

سټارمر دغه بریدونه غندلي او له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره یې د ملاتړ او همغږۍ اعلان کړی دی.

نوموړي ویلي، چې ایران په خپل هېواد کې زرګونه کسان وژلي، مخالفتونه یې په زور ځپلي او په سیمه کې یې د بې‌ثباتۍ هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې ایران آن په برېتانیا کې د مخالفینو او یهودي ټولنې پر وړاندې مستقیم ګواښ بلل کېږي او یوازې په تېر کال کې یې د شلو څخه د زیاتو احتمالي مرګونو بریدونو ملاتړ کړی دی.

نوموړي ویلي چې په منځني ختیځ کې یې دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړې دي، برېتانوي الوتکې د سیمه‌ییزو دفاعي عملیاتو برخه دي او پوځي اډې او پرسونل تر ټولو لوړې کچې امنیتي چمتووالي ته لوړ شوي دي، چې همداراز، په سیمه کې له مېشتو برېتانوي وګړو سره اړیکې نیول شوي او د هغوی د خوندیتوب لپاره اقدامات روان دي.

د بریتانیا دغه لومړي وزیر ویلي، چې له اروپایي متحدینو او د سیمې له مشرانو سره یې سلا مشورې کړې دي او ټینګار یې کړی چې باید د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي او بېرته ډیپلوماټیک بهیر ته لاره هواره شي.

رویټرز:د علي خامنه‌یي سیاسي مشاور علي شمخاني ووژل شو

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي سیاسي مشاور علي شمخاني د امریکا او اسرائیل په هوایي بریدونو کې وژل شوی.

د رویټرز د راپور له مخې، علي شمخاني نن په هوایي پوځي بریدونو کې په نښه شوی او وژل شوی دی.

دا په داسې مهال کې ده چې له دې مخکې د ایران د سپاه پاسداران د مهم نوي قومندان محمد پاکپور د مرګ خبر هم خپور شوی و.

اسرائیل ۱۲چینل:په ډېر احتمال سره علي خامنه‌یي‌ ټپي یا هم وژل شوی

0

د اسراییل له لوري خپاره شوي راپورونه وایي چې د ایران مذهبي مشرتابه، آیت‌الله علي خامنه‌یي، په احتمال سره د اسراییل په یوه برید کې ټپي یا وژل شوی دی.

د اسراییل ۱۲ چینل د معلوماتو له مخې، د دې موضوع شواهد مخ پر زیاتېدو دي، خو رسمي تأیید نه دی شوی.

د اسرائیل ۱۲ چینل وایي چې لومړی یې د اسراییل ارزونه داسې وه چې خامنه‌یي ټپي شوی دی.

دا ارزونه د سپوږمکۍ عکسونو پر بنسټ نه، بلکې د نامعلومو سرچینو د معلوماتو پر اساس شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونو د ایران په مشرتابه او پوځي قوماندانانو کې ډیر جدي زیان رامنځته کړی دی.

اسراییل ۱۲ چینل وایي چې د خامنه‌یي سره هیڅ اړیکه نشته او د هغه وضعیت معلوم نه دی.

ایمانویل مکرون:روان تاوتریخوالی دې ودرول شي، ایران دې اټومي او توغندیز پروګرام پای ته ورسوي

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې رامنځته کېدل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي پایلې لري.

هغه ویلي چې په دې حساس پړاو کې د فرانسې د خاورې، وګړو او په منځني ختیځ کې د فرانسې د ګټو د خوندي کولو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کېږي.

مکرون زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده، که اړتیا وي او که یې نږدې شریکان غوښتنه وکړي، د هغوی د ساتنې لپاره اړین امکانات وکاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی د ټولو لپاره خطرناک دی او باید ودرول شي.

د هغه په خبره، د ایران حکومت باید درک کړي چې بله لار نه لري پرته له دې چې په رښتیني نیت خبرو اترو ته داخل شي، څو خپل اټومي او بالستیک پروګرامونه او همدارنګه سیمه‌ییزې بې‌ثباته کوونکې کړنې پای ته ورسوي.

هغه همداراز ویلي چې د ایران خلک باید وکولای شي خپل راتلونکی په ازاده توګه جوړ کړي، او زیاته یې کړه چې د اسلامي رژیم له خوا ترسره شوې وژنې هغه له مشروعیته غورځوي او باید واک بېرته خلکو ته وسپارل شي.

مکرون ټینګار کړی چې فرانسه، د خپلو اصولو او نړیوالو مسوولیتونو ته په پام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کوي او له خپلو اروپایي شریکانو او په منځني ختیځ کې له ملګرو هېوادونو سره په نږدې تماس کې ده.

عباس عراقچي:پر ایران “تجاوزګرو” اسرائیل او امریکا ته که هر چا مرکزونه ورکړي وي، هغوی به هم زموږ هدف وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د پوځي برید په تړاو له سیمه‌ییزو هیوادونو سره ټلیفوني تماسونه نیولي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه په دې تماسونو کې له خپلو همسیالانو سره د سعودي عربستان، اماراتو، قطر، کویټ، بحرین او عراق یادونه کړې او یاد بریدونه یې تجاوزانه او د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه او د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې روښانه جنایت بللی.

نوموړي ویلي، چې ایران اوس د خپل قانوني دفاع حق لري او د هېواد د دفاع لپاره به له ټولو نظامي او دفاعي امکاناتو څخه کار واخلي.

هغه د نړیوالو قوانینو په اساس، د هر هېواد مسئولیت یاد کړ چې د امریکا او اسرائیل د “تجاوزکارو” عملیاتو لپاره خپل قلمرو او امکانات و نه کاروي.

عراقچي زیاته کړه چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د خپل قانوني دفاع په چوکاټ کې، د هر ډول “تجاوزګر” اقدام مرکزونه مشروع هدف ګڼي.

عراقچي همدارنګه زیاته کړې، چې د امریکا او اسرائیل جنګ نه یوازې د ایران پر وړاندې دی، بلکې د ټولې سیمې پر وړاندې دی، او د سیمې مسلمان ملتونه باید د دې خطرناکې نقشې پر وړاندې خپل تاریخي مسئولیت ترسره کړي.