دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 61

د طالبانو حکومت:په انتقامي بریدونو کې مو د «دښمن» څلور لویې پوستې نیولي، او ګڼ پاکستاني عسکر مو وژلي

د طالبانو حکومت امنیتي مسولین وایي، تیره شپه یې د ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې په پاکستاني ځواکونو په تعرضي بریدونه کړي.

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني په ایکس پاڼې لیکلي چې تر دې مهاله یې څلور لویې پوستې نیولي دي.

ښاغلي نعماني لیکلي:« تر دا مهال ۴ لویې پوستې فتحه او لسګونه عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.»

منظور پښتین:کابل او اسلام‌اباد هېڅکله بشپړ ملګري کېدای نه شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې یوازې پښتانه نه دي، بلکې نور قومونه هم د یوه هېواد په توګه د پاکستان موجوده سیاسي جوړښت نه مني.

هغه زیاته کړې چې خیبرپښتونخوا د پنجاب تر استعمار لاندې ده او له اټک څخه تر پېښور، کابل، کندهار، ننګرهار او خوست پورې سیمې د یوه واحد ولسي وجود برخه ګڼل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې یوه پخوانۍ موضوع ده او دغې ډلې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د پاکستان پر مهمو پوځي مرکزونو بریدونه کړي وو.

پښتین ویلي چې کابل او اسلام‌اباد هېڅکله بشپړ ملګري کېدای نه شي او په کابل کې د هر چا واکمني د اسلام‌اباد پر وړاندې د مخالفت په معنا ګڼل کېږي.

علي خامنه‌یي څوک و او د ایران لپاره یې څه کړي دي؟

علي خامنه‌يي په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د ایران په مشهد ښار کې، په یوه روحاني کورنۍ کې وزېږېد.
لومړنۍ ديني زده کړې یې په مشهد کې پیل کړې او وروسته یې خپلې حوزوي زده کړې په نجف او قم کې وغځولې.
په قم کې د روح‌الله خمیني له شاګردانو شو او د پهلوي حکومت پر ضد د سیاسي روحانیت له جریان سره یوځای شو.
د ۱۳۵۷ کال تر انقلاب مخکې څو ځله ونیول شو او تبعید ته واستول شو.

د واکمنۍ پړاو ته رسېدل

له انقلاب وروسته، خامنه‌يي ژر د نوي نظام په مهمو بنسټونو کې ځای وموند.
د انقلاب شورا غړی، د دفاع عالي شورا کې د خمیني استازی او په ځینو پړاوونو کې د دفاع وزارت سرپرست پاتې شو.
همدارنګه د تهران د جمعې امام وټاکل شو، چې دې چارې یې سیاسي موقعیت نور هم پیاوړی کړ.

په ۱۳۶۰ کال کې، د ایران او عراق د جګړې له سختو شرایطو سره هم‌مهاله، ولسمشر وټاکل شو او تر ۱۳۶۸ کال پورې دوه دورې په همدې دنده کې پاتې شو.
تر ولسمشرۍ مخکې، په یوه بمي برید کې سخت ټپي شو چې ښی لاس یې دایمي فلج شو.

رهبرۍ ته ټاکنه او د واک تمرکز

د روح‌الله خمیني تر مړینې وروسته، د رهبرۍ مجلس غړو په ۱۳۶۸ کال کې هغه د اسلامي جمهوریت دویم رهبر وټاکه.
دا ټاکنه هغه مهال بحث‌برانګېزه وه، ځکه خامنه‌يي د فقهې له پلوه د مرجع تقلید په کچه نه و پېژندل شوی.

له رهبرۍ سره سم، هغه د واک جوړښت لا ډېر متمرکز کړ او د سپاه پاسداران رول یې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې پراخ کړ.
د اساسي قانون له مخې، رهبر د هېواد تر ټولو لوړ مقام دی، او خامنه‌يي پر وسله‌والو ځواکونو، قضائیه قوه، څارونکي شورا، دولتي رسنیو او د هېواد پر مهمو ستراتیژیکو پالیسیو پراخ نفوذ درلود.

کورنی سیاست

د هغه د رهبرۍ موده له ګڼو پراخو اعتراضونو سره مل وه؛ له ۱۳۷۸ کال د محصلینو له اعتراضونو نیولې، تر ۱۳۸۸ کال ټاکنو وروسته لاریونونو او بیا د ۱۳۹۰ لسیزې وروستیو کلونو او ۱۴۰۱ کال اعتراضونو پورې.
حکومت په دغو پړاوونو کې د پراخو نیونو، د رسنیو محدودولو، د انټرنېټ بندولو او د امنیتي ځواکونو له لارې د اعتراضونو د مهار هڅه وکړه.

منتقدین وایي چې د اجباري حجاب، جنسیتي جلاوالي او د انقلابي اېډیالوژۍ ټینګار د هغه د مستقیم ملاتړ له امله دوام وموند.

بهرنی سیاست

خامنه‌يي د ایران بهرنی سیاست د امریکا او اسرائیلو پر ضد د اېډیالوژیک دریځ پر بنسټ تعریف کړ.
ایران د هغه تر مشرتابه لاندې د سیمې له ځینو ډلو او متحدینو ملاتړ وکړ او د «مقاومت محور» اصطلاح یې رواج کړه.

هغه تل ټینګار کاوه چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز اهداف لري، خو په عین حال کې یې دا پروګرام د لوېدیځ پر وړاندې د فشار او چنې وهلو وسیله وګرځوله.
د سختو نړیوالو بندیزونو پر وړاندې یې د اقتصادي «مقاومت» او ځان‌بساينې سیاست مطرح کاوه.

وروستي کلونه او د ځایناستي مسئله

په وروستیو کلونو کې د هغه د ځایناستي بحث د ایران له مهمو سیاسي موضوعاتو شو. د نظام له نږدې کړیو څخه د احتمالي نوماندانو یادونه کېده، خو رسمي وارث هېڅکله اعلان نه شو.

میراث او اغېزې

علي خامنه‌يي له درې لسیزو زیات د ایران په سر کې پاتې شو او د واک تر ټولو اوږده موده یې تجربه کړه.
هغه د ۱۳۵۷ کال د انقلاب د اېډیالوژۍ د دوام، د رهبرۍ د مقام د پیاوړتیا او له لوېدیځ سره د دوامدار تقابل سمبول بلل کېږي.

د هغه په دوره کې ایران له جګړو، سختو بندیزونو، کورنیو اعتراضونو او سیمه‌ییزو شخړو سره مخ شو.
د هغه مړینه په ۲۰۲۶ کال کې د ایران په سیاسي تاریخ کې یو مهم پړاو بلل کېږي او د راتلونکي واک جوړښت او سیاسي بدلونونو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې او نامعلوم حالتونه شته.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:د پاکستاني پوځ پر ضد عملیاتو کې ۳۲ پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد د انتقامي عملیاتو په دوام کې په ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې لیزري بریدونه او ځانګړي عملیات پیل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه یو څاربرج او د پاکستاني پوځ څلور لویې پوستې نیول شوې دي او د ماینونو د چاودنو له امله ۳۲ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې هم نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات بشپړ ویجاړ شوي دي.

د اعلامیې په حواله، دغه عملیات د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو لخوا ترسره شوي دي.

باقر قالیباف، امریکا او اسرائیل ته:د ایران پر سره کرښه مو پښه کېښوده، اوس زموږ ګوزار ته انتظار شئ

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف ویلي چې هېواد یې د هر ډول سناریو لپاره چمتووالی نیولی او آن د امام علي خامنه‌اي له مرګ وروسته پړاو لپاره هم لازم پلانونه جوړ شوي دي.

قالیباف ټینګار کړی چې ایران به له امریکا او اسرائیلو سره حساب وکړي، او زیاته کړې یې ده چې هغوی د ایران له سرې کرښې اوښتي دي.

هغه ګواښ کړی چې ایران به داسې سخت او درانه ګوزارونه ورکړي چې مقابل لوری به د زغملو توان ونه لري او د هغه په وینا، هغوی به اړ شي د بخښنې غوښتنه وکړي.

نوموړي ویلي چې د هېواد امنیت او ملي حاکمیت د ایران لپاره سره کرښه ده او په دې برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روان کال د افغانستان په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې میاشتې په نهمه نېټه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

د یوناما په وینا، ټاکل شوې ده چې د روان کال د مارچ په ۱۷مه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت په اړه بحث وکړي.

یوناما ویلي چې د دواړو غونډو اجنډا او نور جزییات به وروسته له رسمي پرېکړو سره سم اعلان شي.

تر اوسه د غونډو د ګډونوالو، د بحث د محورونو او احتمالي پرېکړو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

ډونالډ ټرمپ:د خامنه‌یي د له منځه وړلو عملیات بریالي وو او دا د نوې مرحلې پیل کېدای شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سي‌بي‌ایس سره په ځانګړې مرکه کې تایید کړې چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د وژل کېدو لپاره ترسره شوي امریکایي او اسرائیلي بریدونه بریالي وو.

ټرمپ ویلي چې دغه عملیات ډېر اغېزمن ثابت شوي او باور لري چې دا اقدام کولای شي له ایران سره د نويو ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه څرګنده کړې چې د خامنه‌یي له مړینې وروسته د ایران د رهبرۍ لپاره ځینې ښه کاندیدان موجود دي؛ خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د ټرمپ په وینا، وروستي بدلونونه له ایران سره د شخړو د حل لپاره یو نوی فرصت رامنځته کوي او کېدای شي سیمه‌ییز وضعیت نوې مرحلې ته داخل کړي.

مسعود پزشکیان:د خامنه‌يي وینه به داسې توپان راولاړ کړي چې د اسرائیل او امریکا د جنایتونو ریښې به وباسي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا «لوی جنایت» به بې‌ځوابه پاتې نه‌ شي.

پزشکیان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خامنه‌يي وینه به داسې توپان راولاړ کړي چې د اسرائیلو او امریکا د ظلمونو او جنایتونو ریښې به وباسي.

نوموړي د خامنه‌يي مړینه د ایران لپاره ستره ضایعه بللې او ټینګار یې کړی چې هېواد به د خپلو مشرانو د وینې بدل واخلي.

خوشال سادات:طالبان ښايي د بمبارونو په غبرګون کې پېچلي ښاري عملیاتو ته مخه کړي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات ویلي چې که څه هم پر بګرام د پاکستان بمبار کومه واقعي لاسته راوړنه نه ده، بلکې یوه نمایشي او تبلیغاتي هڅه ښکاري؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې افغانستان د څه ډول ځواب ورکولو جوګه دی.

ښاغلي سادات په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبان جنګي الوتکې نه لري، خو متعهد او په دیني ذهنیت سمبال ځواکونه لري.

د هغه په خبره، د تېرو شلو کلونو جګړې تجربو ښودلې چې په لویو ښارونو کې د لږ شمېر جنګیالیو له خوا د پېچلو عملیاتو ترسره کول د دوی د قوت مهم ټکی دی او دا ډول بریدونه ژور رواني اغېز لرلی شي.

نوموړي زیاته کړې چې که پر افغانستان د بمبارونو لړۍ ونه درېږي، امکان لري طالبان له همدې تاکتیکونو کار واخلي او پاکستان ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

سپاه پاسداران:ډېر ژر به د وسله‌والو ځواکونو له لوري د تاریخ تر ټولو سخت عملیات پیل شي

ایراني رسنیو د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو څانګې له قوله راپور ورکړی چې شېبه وروسته به د ایران د وسله‌والو ځواکونو د تاریخ تر ټولو سخت عملیات پیل شي.

د راپورونو له مخې، یاد ځواکونه وایي چې دغه عملیات به په منځني ختیځ کې د امریکا پر یو شمېر پوځي اډو ترسره شي.

سرچینې زیاتوي چې دا ګواښونه د وروستیو پوځي تحولاتو او بریدونو او دغه راز د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د مړینې په غبرګون کې مطرح شوي دي.

تر اوسه د امریکا له لوري په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د سیمې وضعیت له کړکېچ سره مخ بلل کېږي.