پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 611

کارولین لیویت:اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه

0

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وايي، چې اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه.

کارولین لیویت ویلي، چې ټرمپ په دې اړه هغوی ته مشوره ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل نن سهار پر غزې بریدونه پیل کړل چې ۶۹ تنه یې وژلي.

حماس بیا وايي، دا بې دلیله تاوتریخوالی دی او د بندیانو برخلیک به خراب کړي.

غزه؛اسرائیلو حماس سره د اوربند تړون مات او هلته یې په تازه بریدونو کې ۶۹ کسان وژلي

0

پر غزې د اسرائیل د بریدونو له کبله تر اوسه ۶۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

حماس هم دا بریدونه منلي او ویلي یې دي، چې دا یو بې دلیله تاوتریخوالی دی.

یادې ډلې ویلي، چې د بریدونو دا دوام به د بندیانو په برخلیک ناوړه اغېز وکړي.

نن سهار وختي اسرائیل د اوربند تړون مات او په اسراییلو یې بریدونه پیل کړل.

د امریکا جاسوسې الوتکې؛د ایران فضا ته ننوتي

0

یو شمېر سرچینې وایي، چې د امریکا جاسوسې الوتکې د ایران فضا ته داخلې شوې.

دا الوتکې د ایران پر فضا ګرځېدلې او د دغه هېواد “GPS” سیستم یې فلج کړی.

تر اوسه د یادو الوتکو د هدف په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو وړمه ورځ امریکا ویلي وو، چې که ایران سره مذاکرات ناکام شول؛ نو بل انتخاب به خطرناک وي.

خوست؛ځاځي میدان کې پر ډېورنډ فرضي کرښه نښته روانه ده

‏د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د پالوڅو سيمې ته څېرمه پر ډيورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستانۍ ملېشو نښته روانه ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، نښته دولس بجې پیل شوې، چې لاهم دوام لري.

تر اوسه دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات نشته.

فصیح الدین فطرت:اردو له نورو سره د جګړې نه؛ بلکې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره جوړوو

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وایي، خپله اردو له نورو هېوادونو سره د جګړو لپاره نه؛ بلکې د خپلې خاورې او ارزښتونو د ساتنې لپاره جوړوي.

نوموړي د طالبانو اړوند د عبدالله ابن مسعود د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومنداني څخه د ۷۰۰ سرتېرو فراغت غونډې ته ویلي، چې له ټولې نړۍ سره خبرو ته چمتو دی.

تر دې وړاندې امیرخان متقي هم ویلي وو، چې متوازن سیاست لري او نه غواړي د یو هېواد د خوښې لپاره بل هېواد سره جګړه وکړي.

ان‌بي‌سي نیوز:په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه ۴۷ سلنې ته لوړه شوې

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه یوه تازه نظر پوښتنه ښیي، چې د هغه د محبوبیت کچه ۴۷ سلنې ته لوړه شوې.

دا فیصدي د ټرمپ تېرې واکمنۍ کې هم د هغه د محبوبیت له کچې لوړه ده.

بل لورته بیا ۵۱ سلنه امریکان وایي، چې ټرمپ عملګرا سړی نه دی؛ خو ۴۱ سلنه خلک په سوداګریزه برخه کې له ټرمپ ملاتړ کوي او ۳۸ نور بیا د ټرمپ کړنې ردوي.

دا نظر پوښتنه د ان بي سي نیوز له لوري ترسره شوې ده.

د هبت‌الله سره د اختلافاتو د لړۍ دوام؛له حقاني وروسته ملا یعقوب هم د وزارت چارې پریښي

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ومنله چې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد له تیرې یوې میاشتې په احتجاجي ډول وزارت ته نه دی تللی او کندهار کې خپل کور کې دی.

سرچینه وایي، ګمان کیږي د ښاغلي مجاهد کړنه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته ورته وي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت دوو لوړپوړو چارواکو د خپل امیر شیخ هبة الله اخوندازه سره د ناسمو پالیسو او اصلاحاتو د مخې د ډپولو په سر جنجال راپورته کړی دی.

نا تایید شوي راپورونه وایي چې مولوي یعقوب مجاهد څو ځلې خپله استعفاء هم وړاندې کړې؛ خو د طالبانو د امیر له لورې نه ده منل شوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛نن په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته کوي

په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته وکړي.

دوی به په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه رایه اچونه هم ترسره کړي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدلی؛ خو ښايي د بل کال لپاره هم وغځېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره:د روان کال د سلواغې میاشت کې د مرغومي میاشتې په پرتله د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی

د روان کال د سلواغې میاشت کې د مرغومي میاشتې په پرتله د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی دی.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۲میلیونه ډالره دی؛ خو د وارداتو عمومي ارزښت ۱۰۷۶.۱ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی.

په دې میاشت کې بیا تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

کریم خرم:کابل شنې ساحې د هغو خلکو له لوري له منځه وړل کېږي، چې ګټې دلته او مصرف بهر کې کوي

په کابل کې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدو ته غبرګون کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم ویلي، چې دا کار د هغه چا له لوري کېږي، چې کابل کې پیسې وګټي او بهر کې یې مصرف کړي.

نوموړي ویلي، کابل کې ان په هغو سیمو کې هم لوړ پوړیزې ودانۍ جوړیږي، چې غیر تجارتي وي او دا چاره به د اوبو د جذب ځمکه، شنې ساحې او پارکونه له منځه یوسي.

د خرم په خبره، دې برخه کې پخوا هم بې غوري شوې او اوس هم دا سلسله په چټکتیا روانه ده.

کریم خرم هیله څرګنده کړېو چې د څو تنو د ګټو لپاره باید د میلیونونو انسانو د ژوند کړۍ تنګه نه شي.