یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 609

هند؛له فرانسې ۲۶ جنګي جټ الوتکې اخلي

0

نوي ډهلي اعلان کړی، چې له فرانسې څخه به د ۲۶ جنګي الوتکو تړون لاسلیک کړي.

دا الوتکې د ۴.۷ میلیارده ډالرو ارزښت لري.

هند ویلي، چې دا جنګي الوتکې د خپل سمندري ځواک د پیاوړتیا لپاره پېري.

د هند دفاع وزارت زیاتوي چې دوی ته به دا الوتکې تر ۲۰۳۰ کال پورې ور وسپارل شي.

سعودي عربستان:که هر چا په ناقانونه ډول د حج هڅه وکړه؛ نو سخته سزا به ورکړو

0

سعودي عربستان وایي، د حج موسم پر مهال به هغو کسانو ته سختې سزاوې ورکړي، چې د حج ترسره کولو لپاره په غیر قانوني ډول هڅې کوي.

د سعودي عربستان د نویو مقرراتو پر اساس؛ که څوک په غیر قانوني ډول د حج هڅه وکړي؛ نو ۲۰ زره درهمه به جریمه شي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو.وزارت دغه راز ویلي، چې هغه کسان به هم لس زره درهمه جریمه کړي، چې په غیر قانوني ډول حاجیانو ته د ټرانسپورت اوسېدو او نورې اسانتیاوې برابروي.

د محمد محقق په مشرۍ؛د مقاومت شورا پلاوی ایران ته تللی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو پلاوی د محمد محقق په مشرۍ ایران ته تللی، څو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

په پلاوي کې الماس زاهد، خواجه محبوب صدیقي، عبدالله قرلق او حبیب‌الرحمان سیاف هم شامل دي.

یادې شورا له ایران څخه د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمستیا مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دا سفر به د لا همکاریو او د کډوالو د ملاتړ لپاره ګټور تمام شي.

دا لومړی ځل دی چې ایران د طالبانو د مخالفې دې شورا پلاوی د یو رسمي پلاوی په توګه مني.

خوست؛د تڼیو اوسیدونکو په غرنیو سیمو کې د بادامو بڼونه جوړ کړي

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د بادامو بڼونه جوړ کړي.

دوی ویلي، چې دا کار یې له یوې خوا د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراخولو لپاره ګټور ګڼل کېږي، او له بلې خوا خلکو ته دوامداره عاید او کاري بوختیا برابروي.

د ځایي باغوانانو په وینا، تر اوسه په دې غرنیو سیمو کې له ۲۰ زیات بڼونه جوړ شوي او شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بادامو نیالګي پکې کرل شوي دي.

د خوست د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح رسنیو ته ویلي، چې تڼي، نادرشاه کوټ او کربوزه هغه ولسوالۍ دي چې د بادامو د کرلو لپاره ښه اقلیم لري، او که بزګران او اړوندې ادارې ګډ کار وکړي؛ نو خوست به د کرنیز اقتصاد له مخې پراخ پرمختګ وکړي.

اسکندر مومني:په بندر عباس کې چاودنه د بې‌پروايۍ له امله شوې

0

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی چې د بندر عباس په رجايي بندر کې شوې چاودنه د خوندیتوب د مقرراتو د نه رعایت او بې‌پروايۍ له امله رامنځته شوې.

مومني ویلي، چې ددې پېښې په تړاو تورن کسان پېژندل شوي او احضار شوي دي.

دا چاودنه چې د شنبې په ورځ وشوه، تر اوسه یې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

د هرمزګان ولایت چارواکو ویلي، اور لا هم بشپړ نه دی مړ شوی، او د اور وژنې هڅې روانې دي.

د ایران ولسمشر او د ستر مشر آیت‌الله خامنه‌اي له لورې د پېښې د څېړنې امر شوی، او سیمه‌ییز چارواکي وايي چې څېړنه روانه ده.

ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ اندیښمن کړی یم

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د تېرې اوونۍ د وسله وال برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

رویټرز ویلي، چې د ګوتریش مرستیال ویاند فرحان عزیز حق ویلي، چې انتونیو ګوتریش دواړو هېوادونو ته د زیات زغم سپارښتنه کړې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي ګوتریش ټینګار کړی چې تر ټولو سختې شخړې هم د معنا لرونکو او رغوونکو خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول حل کېدلی شي.

هغه زیاته کړې، که دواړه خواوې ومني، ملګري ملتونه چمتو دي چې د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هر ډول سوله‌ییز حل ته لاره هواره کړي.

بلوچستان؛د تیلو ټانکر چاودېدو ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ مرستیال کمېشنر امجد حسین ویلي، چې د تېلو یو ټانکر د ویلډینګ پر مهال اور اخیستی او چاودېدلی دی.

هغه ویلي، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی ځای پر ځای وژل شوی او له ۴۰ زیات کسان، چې پکې پولیس هم شامل دي، سخت ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د اور لګېدو علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د مارک کارني په مشرۍ؛لیبرال ګوند د کاناډا فدرالي ټاکنې وګټلې

0

د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د کاناډا په فدرالي ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه.

دغه بریا د کاناډا لپاره یو ستر بدلون بلل کېږي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسو له امله اقتصادي ګواښونه موجود وو.

ټرمپ، چې د سوداګریزې جګړې سیاست یې پیل کړی و، د کاناډا اقتصاد ته سخت ګواښ پېښ کړی و.

لیبرال ګوند د ټرمپ د پالیسو مخالف ګڼل کېږي او دغه بریا د کاناډا د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په مانا ګڼي.

فرانسه:که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په عمل بدلې شوې؛ نو دوی هم مذاکراتو ته چمتو دي

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند العربیه ته ویلي، چې درې اروپایي هېوادونه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دي.

نوموړي ویلي، که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په عمل بدلې شي؛ نو دوی هم له ایران سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې عباس عراقچي ویلي وو، چې اروپایي هېوادونه په خپله خوښه دغو خبرو کې ګډون نه غواړي.

واټس‌اپ اپلیکیشن؛د غږ ثبتولو اپشن کې بدلون راوست

0

واټس‌اپ اپلیکیشن د غږ ثبتولو اپشن کې بدلون راوستی.

تر دغه بدلون وروسته د واټس‌اپ کارونکي کولای شي، چې په یو ځل د ریکارډ بټنې په وهلو سره خپل غږ تر اخره ریکارډ کړي.

تر دې وړاندې د غږ ثبتولو لپاره د ریکارډ بټن تر اخره نیول کېده او یاهم پورته کش‌کېدله ترڅو ثبتوونکی په اسانه خپل غږ ثبت کړي.