پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 609

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي:د تورخم دروازه نن پرانېستل کېږي

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې د تورخم دروازه به نن له غرمې وروسته خلاصه شي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې تېره ورځ به د تورخم لار پرانېستل شي؛ خو دغه لار نن هم تړلې ده.

بل لورته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند هم ویلي چې په دې اړه نن هم غونډه کېږي او په ډېر احتمال ښايي دا لار نن پرانېستل شي.

یو شمېر سرچینې وايي، چې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه غوښتنه نه ده منلې، چې د تورخم دې غاړې تاسیسات باید د اسلام اباد په خوښه جوړ شي؛ نو ځکه دغه لار تر اوسه تړلې پاتې ده.

شهباز شریف:پاکستان کې حالات ښه نه دي، سیاسي ګوندونه دې همکاري وکړي

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له سیاسي ګوندونو غوښتي چې په تمامه معنی د پاکستان له حکومت سره ودریږي.

هغه د امنیتي کمېټې په ناسته کې د ترورزیزم پر وړاندې پر یوې ملي اجماع ټینګار کړی.

نوموړي د عمران خان د ګوند له لوري د دغې غونډې د رد په اړه هم خفګان ښودلی دی.

په دې ناسته کې بیا د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، هغه کسان چې غواړي پاکستان له امنیتي لارې ضعیفه کړي؛ باید وپوهېږي، چې دوی ټول متحد دي او هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسېږي.

خواجه اصف:د پاکستان د ثبات دښمنان په افغان خاوره کې هم خوندي نه دي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اخطار ورکړی، چې د افغانستان خاوره کې به د وسله والو پر وړاندې اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د امنیت لپاره هیڅ مصلحت او دوستي ځای نه لري.

خواجه اصف پرون په دې اړه جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې د امنیت په برخه کې نرم چلند د پاکستان په زیان دی او دی له هرې ویرې پرته خپل دوښمن پسې هر ځای ورځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل وايي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

سیف الاسلام خیبر:له فلسطین وروسته د سعودي وار دی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند په سعودي عربستان نیوکه کړې، چې پر اسرائیلو یې د یمن یو شمېر توغندیو د توغولو مخنیوی کړی.

سیف الاسلام خیبر ویلي، چې د سعودي وار به هم را ورسېږي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په رسمي ډول په عربستان نیوکه کوي.

د یادونې ده، چې سعودي تېره شپه ناوخته د یمن له لوري د یو شمېر توغول شویو توغندیو مخنیوی کړی او په خپله فضا یې شنډ کړي دي.

د اکراین کړکیچ؛امریکایي او روسي ولسمشرانو په اوربند او مهمو مسایلو خبرې وکړې

0

روسیه وایي ، ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له وړاندیز سره موافقه وکړه چې د اوکراین پر زیربناوو او د انرژۍ پر تاسیساتو به د راتلونکې یوې میاشتې لپاره بریدونه نه کوي.

څو شیبې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې، دواړه هیوادونه پلان لري چې د منځني ختیځ په یوه هیواد کې سمدستي د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي.

کرملین ټینګار کړی چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې او د یوې تلپاتې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یې د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې یو اساسي شرط ګڼلی دی.

د ټرمپ او پوتین تر منځ له دوه ساعته خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په اوکراین کې د سولې او اوربند پر اړتیا خبرې وکړې.

یمن؛د اسرائیل په یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه کړي

0

بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې یمن پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي.

دا توغندي د اسرائیل په اشغال کړیو شمالي سیمو لګېدلي.

تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت؛په تېرو شپږو میاشتو کې د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۴۳ مدرسې جوړې کړې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د پوهنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۳ مدرسې جوړې کړې او د درې مدرسو چارې یې پیل کړې دي.

پر دغو مدرسو تر سل میلیونه افغانیو زیات لګښت راغلی، چې په بامیان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، کاپیسا، فراه، بدخشان، بغلان، خوست، غزني، لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې جوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته، د ښونځیو پر ځای مدرسې زیاتې شوې دي.

جنوبي وزیرستان؛تیارزۍ ولسوالۍ کې د پوځ پر موټر چاودنه کې لس پوځیان وژل شوي

0

د جنوبي وزیرستان په تیارزۍ ولسوالۍ کې د پوځ په موټر چاودنه شوې، چې لس پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په ورته مهال بیا د همدې ولسوالۍ په خېسور سیمه کې هم یو پوځي وژل شوی دی.

د یادونې ده چې ټي‌ټي‌پي ډلې د یادو دواړو بریدونو مسوولیت منلی.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزه؛د اسرائیل د بریدونو له کبله تر اوسه ۴۱۹ کسان وژل شوي

0

پر غزې د اسرائیل د بریدونو له کبله تر زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغو بریدونو کې تر اوسه ۴۱۹ تنه وژل شوي او ۵۳۰ نور ټپیان دي.

راپورونه وايي، چې ښايي د قربانیانو شمېر تر دې نور هم لوړ شي.

بل لورته اسرائیل په جبري ډول د غزې خلکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.

پاپ فرانسس:د نړۍ خلک دې نور دا ویجاړونکې جګړې پای ته ورسوي

0

د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس د خپلې ناروغۍ له بستر څخه په را استول شوي پیغام کې د نړۍ له خلکو غوښتي چې نور دا ویجاړونکې جګړې پای ته ورسوي.

نوموړي په یو لیک کې ویلي، بشر ارام فکر، ښه احساس او سوکالي ته اړتیا لري او جګړه یوازې انساني ټولنه، او چاپیریال له منځه وړي.

د یادونې ده، چې نوموړی له څو اوونیو راهیسې د سختې ناروغۍ په بستر ساه اخلي.