پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 607

عبدالله عبدالله:هیله لرم چې راتلونکی کال د هیواد د ښځو او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي

د پخواني حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي تعلیمي کال او نوروز د پیل په درشل کې ویلي چې هیله لري په راتلونکي کال کې د هیواد د ښځو او نارینه وو “انساني او اسلامي حقوق” تامین شي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې تمه لري د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره شرایط برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته نوی تعلیمي کال پیلېږي؛ خو د طالبانو حکومت د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې ساتلې دي.

د بشري حقونو یو بنسټ:طالبان په سیستماتیک ډول اقلیتونه له بشري مرستو محروموي

د بشري حقونو یو بنسټ ویلي، چې طالبان په سیستماتیک ډول اقلیتونه له دولتي خدماتو، پروژو او بشري مرستو محروموي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، طالبان بشري مرستې د قومیت او ملګرتیا پر اساس وېشي.

راپور کې راغلي چې اقلیتونه له دولتي دندو هم لرې کېږي.

اکسیوس:ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو پر سر د خبرو لپاره علي خامنه‌یي ته دوه میاشتې وخت ورکړی

0

اکسیوس خبري اژانس ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو پر سر د خبرو لپاره د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ته دوه میاشتې وخت ورکړی.

اکسیوس زیاته کړې، چې ټرمپ علي خامنه‌یي ته لیک کې تونده ژبه کارولې.

دا لیک د عربي متحده اماراتو له لوري ایران ته سپارل شوی.

سرچینه زیاتوي، که دواړه اړخونه هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو ښایي اسرائیل یا امریکا د تهران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:د موبایلونو واردونکي مکلف دي، چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم له ادارې د وارداتو جواز ترلاسه کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، تر دې وروسته د موبایلونو واردونکي مکلف دي، چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم له ادارې د وارداتو جواز ترلاسه کړي.

یاد وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، داسې سیسټم یې فعال کړی، چې هدف یې د ټیټ‌کیفیت او جعلي موبایلونو د وارداتو مخنیوی او همدارنګه د غلا شوو ګرځنده ټلېفونونو کنټرول دی.

د دې سیسټم له مخې، ټول د موبایل IMEI شمېرې باید بازار ته تر وړاندې کېدو مخکې ثبت شي.

ډونالډ ټرمپ؛د نوروز د مبارکي ترڅنګ د دغه دود نمانځونکي د بډایه کلتور او لوړ استعداد خاوندان بللي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نوروز او نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت، ټولو هغو کسانو ته مبارکي ویلې چې دا لرغونی جشن نمانځي.

ټرمپ په خپل بیان کې ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا، زه خپلې غوره هیلې د دې بختور جشن په مناسبت وړاندې کوم.

هغه دغه راز ویلي، چې نوروز یوه پخوانۍ عنعنوي لمانځنه ده او دا یو فرصت دی چې د تېر کال نعمتونه وستایل شي او د نوي پسرلي لپاره له هیلې ډکه روحیه چمتو شي.

هغه همداراز د نوروز نمانځونکي د بډایه کلتور او روښانه استعدادونو خاوندان بللي او ویلي چې دوی په ریاضیاتو، ساینس، حقوق، ټکنالوژۍ، او هنر کې مهم رول لوبوي.

اسرائیل:ځواکونو یې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو ځمکني عملیات هم پیل کړل

0

اسرائیل اعلان کړی، چې ځواکونو یې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو ځمکني عملیات هم پیل کړل.

دا عملیات له هوایي بریدونو دوه ورځې وروسته پیلیږي.

دوی وایي چې دا عملیات د غزې په شمال او جنوب کې د یو حائل لپاره پیل شوي دي.

د یادونې ده چې د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه تر ۴۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

محمد فرید حمیدي:د کابل او کندهار واکمنان د سمې پر ځای په کږه ولاړ دي

د هېواد پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، افغانستان په تېر کال کې داسې شاتګ وکړ، لکه څو لسیزې یې چې بایللې وې.

نوموړی وایي، تاریخ سره هغه ملتونه مخکې تګ کولای شي، چې په سمه ولاړ وي؛ خو زیاتوي چې د کابل او کندهار واکمنان د سمې پر ځای په کږه ولاړ دي.

ښاغلی حمیدي وایي، طالبانو ښځې له ژونده ایستلې او د نجونو پرمخ یې ښوونخي تړلي، چې دا یوه غیر انساني کړنه ده.

د هغه په خبره، نارینه له باکیفیته زده‌کړو لرې شوي، ادارې له غیر مسلکي کسانو ډکې دي، درانده مالیات وضع شوي، کانونه او شخصي شتمنۍ لوټ کېږي، د خلکو سپکاوی او شکنجه، د مخالفانو هدفي وژنې، جنسي تېري او پراخ فساد هغه څه دي چې افغانستان یې لسیزې شاته وغورځوو.

ضیاالحق امرخېل:د زده‌کړو محرومیت ولس ډېر ناهیلی کړی

د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وایي، د زده کړو محرومیت ولس ډېر ناهیلی کړی او د دغه ضایع شوي وخت جبران ناپذیره دی.

ښاغلي امرخیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، فقر، بې روزګاري او ناهیلي دا هر څه د زغملو دي؛ خو له زده کړو سره دومره بې روخي او نه پاملرنه او د دغه طلایي فرصت جبران ناپذیره دی.

هغه ویلي:«خلک غواړي چې خپلې لوڼې یې د تعلیم په برکت ښه راتلونکی ولري، نه دا چې ډک بازار کې سوال ته کیني او یا د خیرات ویشلو ځایونو مخې ته راټولې شي.»

ضیاالحق امرخېل د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال کې دې د ملت دغه غوښتنه بابیزه نه ګڼل کېږي او نور دې د دغې نیم قشر محرومیت ته د پای ټکی کېږدي.

اسراییلو؛په غزه کې د ملګرو ملتونو پر دفتر هوایي برید کړی

0

فلسطیني رسنیو ویلي، چې اسراییلو په غزه کې د ملګرو ملتونو پر دفتر هوایي برید کړی.

دوی ویلي، چې په دې برید کې یو بهرنی وګړی وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

بل لورته د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر ملګرو ملتونو برید نه دی شوی.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، د پېښې له ځایه خپرې شوې انځورونه ښيي چې ټپیان د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې (UNMAS) غړي دي، چې د چاودیدونکو توکو د پاکولو په برخه کې فعالیت کوي.

ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اصف درانی:د طالبانو حکومت داعش پاکستان پورې تړلي؛ خو د کابل پر هوایي ډګر د برید طراح افغان و

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، نور د دې وخت را رسېدلی، چې طالبان د ورانکارو ډلو پر وړاندې د مسؤلیت نه ادا کولو له انکار ډډه وکړي او په نړیوالو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت داعش پاکستان پورې تړلي؛ خو د کابل پر هوایي میدان د برید طراح افغانی او افغانستان کې اوسېده.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.