پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 606

عمر داودزی: ملا هبت الله اندیښمن دی چې ټرمپ به څه ورسره کوي

د افغانستان د جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی وايي،دطالبانو لخوا په افغانستان کې د امریکایي بندي جورج ګلزمن سمدستي خوشې کیدل دا په ډاګه کوي چې طالبان د واشنګټن د خوشالولو لپاره هر کار کوي.

ښاغلی داوودزی وایي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ” اندېښمن دی چې هغه به له دوي سره څه وکړي”.

د پخواني حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، طالبان هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې امریکا خوشاله وساتي.

د محمود شاه حبیبي ورور:امریکا راسره ژمنه کړې چې د محمود شاه د خلاصون په اړه یې د طالبانو سره خبرې روانې دي

د طالبانو له حکومت سره د بندي محمود شاه حبیبي ورور وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې چې په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

احمد شاه حبیبي ویلي، دوی تمه لرله، چې ورور به یې له نورو امریکایي بندیانو سره یوځای ازاد شي.

هغه ویلي چې لاهم نوموړی د طالبانو په بند کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د طالب چارواکو سره د بندیانو پر خلاصون تر خبرو وروسته د طالبانو حکومت یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.

ولادمیر پوتین؛د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ټیلفوني خبرې کړې

0

‏د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ټیلفوني خبرې کړې.

دیمتري پیسکوف ویلي، چې پوتین په دې خبرو کې له احمد الشرع سره د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د الشرع له هڅو مننه کړې.

د یادونې ده چې د سوریې پخواني ولسمشر بشارلاسد هم روسیه کې پناه اخیستې.

د امریکایي پلاوي له خبرو سره هم‌مهاله؛د طالبانو حکومت امریکایي بندي له زندان څخه آزاد کړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په یو بشر دوستانه اقدام کې یې یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.

بل لورته د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې نن له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د بندیانو پر خلاصون یې خبرې کړي، ددې خبر پخلی یې کړی.

ښاغلي خلیلزاد په ​​ایکس کې لیکلي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لور د “ښه نیت د څرګندولو” په توګه ترسره شوی.

هغه ویلي، چې ټرمپ ته په بهر کې د توقیف شویو امریکایانو خوشې کول او بیرته ستنیدل په لومړیتوب کې ځای لري.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛تېره ورځ ۶ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

تېره ورځ ټي‌ټي‌پي ډلې د پاکستاني پوځیانو خلاف ۶ بریدونه کړي.

دا بریدونه په دېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یادې ډلې ویلي، چې بریدونو کې یې د پوځیانو یو شمېر وسایط هم ویجاړ کړي.

حامد کرزی د طالبانو حکومت ته:هیله ده چې دا کال د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په مناسبت یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

هغه ویلي، هیله لري، چې دا کال نجونې هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته ولاړې شي.

تر دې وړاندې د نوي کال په مناسبت ګڼو بنسټونو او چارواکو د طالبانو له حکومت د نجونو د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه کړې.

زلمي خلیزاد؛کابل کې له امیر خان متقي سره کتلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد له یو پلاوي سره کابل ته راغلی.

خلیلزاد او د بندیانو چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بوایلر کابل ته له راتګ وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتلي.

په دې کتنه کې د بندیانو په تبادلې او ځینو نورو مثبتو اړخونو خبرې شوې.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته زلمی خلیلزاد د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی.

افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت: افغانستان په انزوا کې دی او د طالبانو په واکمنۍ کې یې راتلونکی نامعلوم دی

‏د نوي لمریز کال په پار د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له تېرو تقریبا څلورو کلونو راهیسې افغانستان د انزوا په حالت کې دی او د هېواد راتلونکی نامعلومې خواته روان دی.

اعلامیه کې راغلي، د یو بل کال پیل سره هم د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او د هلکانو زده‌کړې بیا د ملايي کچې ته راټیټې شوې دي.

یاد خوځښت زیاته کړې، چې د ملایې طرز فکر د اسلامي اصولو د طرز فکر سره په مخالفت کې دی او د اسلامي احکامو سره هیڅ مطابقت نه لري.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د افغانستان سفارت‌خانې فلج او په نړیوال سټیج کې د افغانستان استازیتوب نور کوي.

دوی یو وار بیا هیله ښودلې، چې افغانستان کې په نوي کال کې د نفې سیاست ختم او ټول په یو ټغر راټول شي.

فضل محمود فضلي:طالبانو د خپلو بادارانو د خوشالۍ لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، افغانې نجونې او ښځې د استعمار د زړې دښمنۍ قرباني دي او د طالبانو د ناانساني سیاستونو له امله له زده‌کړو محرومې دي.

نوموړي د نوي کال په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د کار، ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندېدل او هغوی ټولنه کې له هر راز ګډون څخه بې برخې کول کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تاریخ تکرار او یو تاریخي ظلم دی.

نوموړی وايي دا یوه زړه او تکراري استعماري پروژه ده چې په پوره بې رحمۍ او قساوت د حاکمې نیابتي ډلې په وسیله پلې کېږي.

د فضلي په خبره، د افغانو نجونو پر زده‌کړو بندیز نه زموږ د ټولنې له عقایدو سرچینه اخلي او نه هم زموږ له دودونو؛ بلکې دا یوازې د واکمنې نیابتي ډلې بهانې دي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره او زموږ د نسلونو تباهۍ لپاره کوي.

فضلي وايي، افغانان باید سپیڅلې مبارزه وکړي او د یو ستراټیژیک فکر له لارې هدف ته ورسېږي.

سپینه ماڼۍ:ولسمشر ټرمپ د جنسیت په مسله کې جدي دی

0

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وايي، چې اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه.

کارولین لیویت ویلي، چې ټرمپ په دې اړه هغوی ته مشوره ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل نن سهار پر غزې بریدونه پیل کړل چې ۶۹ تنه یې وژلي.

حماس بیا وايي، دا بې دلیله تاوتریخوالی دی او د بندیانو برخلیک به خراب کړي.