پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پښتونخوا په لکي مروت کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د دوه موټر سایکل سپرو له لوري شوی وو.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پښتونخوا په لکي مروت کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د دوه موټر سایکل سپرو له لوري شوی وو.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
یاد بنسټ ویلي، چې تر اوسه ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
دغې بنسټ ویلي، که دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زدهکړو بې برخې شي.
د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت د یو بل ښوونیز کال په را رسېدو سره بیا هم د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ناروي پایتخت اسلو کې د افغانستان سفارت ته د لومړي سکرتر د معرفي کېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت د عامه اړیکو مسوول ویلي چې نجیب الله شیرخان د ناروې له لوري د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منل شوی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسلو کې به د افغانستان د سفارت کونسلي خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د وري له ۴مې یو ځل بیا پیل شي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي وايي، چې د امریکا ګواښونه به کوم ځای ونه نیسي.
نوموړي ویلي، دوی له هیچا سره د جګړې پلوي نه دي؛ خو که څوک ورسره جګړه وغواړي؛ نو باید وپوهېږي، چې بدې پایلې به ورته ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران د اټومي تاسیساتو په پر سر د تهران او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند شفقت علي خان وايي، د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نېټه بیا نه نوې کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د اې سي سي کارت لرونکي او غیر قانوني افغان کډوال باید د مارچ تر ۳۱ پورې پاکستان پرېږدي.
نوموړي په دې اړه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي شورا اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، چې پاکستان د دغې شورا غړی نه دی؛ نو له دې امله دغې شورا سره کومه همغږي نه لري.
شفقت علي خان ویلي، له افغان کډوالو سره په تېرو شلو کالونو کې هر شوی کمک د پاکستان د غوښتنو پر اساس وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټامي بروس وايي، د افغان سول لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هیڅ رسمي دولتي موقف نه لري.
مېرمن بروس په یوه خبري غونډه کې ویلي، نپوهېږي، چې زلمی خلیلزاد ولې له رسمي موقف پرته د یو هئیت په مشرۍ افغانستان ته تللی.
هغې له طالب چارواکو سره د خلیلزاد د ناستې په اړه هم له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد د پنجشنبې مازیګر د یوپلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.
له نږدې یوې میاشتې ځنډ وروسته، د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه.
دا لار نن سهار پرانېستل شوې او اوس پرې بار وړونکي موټر او مسافر دواړه پرېښودل کېږي.
که څه هم ټاکل شوې وه، چې دا لار تېره ورځ پرانېستل شي؛ خو هاغاړې ته د سکنرونو د نه فعالېدو له کبله وځنډېده.
دغه لار د تورخم دې غاړې ته د طالبانو له لوري د تاسیساتو د جوړېدو له امله تړل شوې وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ټینګار کړی، چې طالبان باید د نجونو د زدهکړو مخینوي په اړه ځواب ووايي.
ریچارډ بنټ ویلي، چې طالبانو د جنسیتي ځورونې له کبله نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو منع کړې دي.
هغه، د نجونو په ملاتړ هغه هشټګ هم کارولی، چې« پرېږدئ، چې افغان نجونې زدکړې وکړي.»
د یادونې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره بیا هم د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه نه ده ورکړې.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې عربي متحده امارات به په راتلونکو لسو کالونو کې په امریکا کې د ۱.۴ تریلیونه ډالرو په ارزښت سرمایه ګذاري وکړي.
دا پانګونه به د مصنوعي ځیرکتیا، انرژي، او تولیداتو په برخه کې ترسره کېږي.
رویټرز ویلي، چې اماراتو دا اعلان د شیخ طحنون او ټرمپ له لیدنې وروسته کړی دی.
د یادونې ده، چې متحده عربي امارت د نفتو په برخه کې د امریکا یو پخوانی شریک هېود هم بلل کېږي.
سرچینې وایي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی.
سرچینو ویلي، چې صادق خان به د طالبانو حکومت له مشرانو سره د لیدنو او خبرو اترو ترڅنګ، د سرحدي همغږۍ په ناسته کې هم ګډون وکړي.
تر اوسه د نوموړي د لیدنو جزئیات نه دي خپاره شوي.
د یادونې ده چې دا د صادق خان دوهم سفر دی چې په وروستیو درې میاشتو کې یې کابل ته کوي.