پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 6

څانګه صدیقي:نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې په تړاو له پاکستان څخه حساب وغواړي

په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جرمونه بللي دي.

نوموړې پر خپله اېکس‌پاڼه د کونړ د وروستۍ پېښې له انځورونو سره لیکلي چې پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوال بشري قانون له اساسي اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جرمونو بېلګه بلل کېږي.

هغې دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو د وژنې په تړاو د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د واکمنو چارواکو څخه حساب وغواړي او د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

شاه حسین مرتضوي:پاکستان د سیمه‌ییزو شخړو د مدیریت هڅې کوي؛ خو اعتبار یې کمزوری دی

د پخواني ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، چې پاکستان په دې ورځو کې د سیمه‌ییزو شخړو د کنټرول هڅې کوي، خو د دې هېواد منځګړیتوب او اعتبار لا هم د پوښتنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې چې سره له دې چې پاکستان له سعودي عربستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري، د ایران سره پر پوله د شمسي پوځي اډې د امریکا ته د سپارلو سابقه، له افغانستان او هندوستان سره کړکېچونه، او کورنۍ ستونزو د پاکستان د منځګړیتوب وړتیا اغېزمنه کړې ده.

شاه محمود میاخېل:کونړ کې پر ملکي وګړو برید د بشریت پر ضد جرم دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې پر ملکي وګړو برید د بشریت ضد جرم کړی دی.

هغه ویلي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ څو غړي، د ماشومانو په ګډون، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغانستان د اوسني وضعیت له امله تر ډېره چوپه پاتې شوې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ملکي وګړو پرله‌پسې په نښه کول باید وغندل شي او د دې پېښې د عاملینو د حساب ورکولو لپاره باید نړیوال اقدام وشي.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره غیر مستقیمې خبرې ښې روانې دي او ممکن ژر هوکړه وشي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د پاکستان له لارې روانې دي او ښه پرمختګ لري.

ټرمپ ویلي چې ښايي ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي.

هغه دا ادعا هم کړې چې ایران د پاکستان تر بیرغ لاندې د تېلو د ټانکرونو شمېر دوه چنده کړی او اوس شاوخوا ۲۰ ټانکرونو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.

ټرمپ دا هم ویلي چې د ایران د پارلمان رئیس د اضافي ټانکرونو د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

هغه په مرکه کې زیاته کړې چې امریکا غواړي د ایران د تېلو کنټرول ترلاسه کړي؛ خو دا کار ښايي د امریکا اوږدمهاله پوځي حضور ته اړتیا ولري.

حمدالله فطرت:د کونړ پر اسعداباد د پاکستاني پوځ بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د پاکستاني پوځ اړوند ملیشو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد بریدونه کړي دي.

د فطرت په وینا، دغه برید نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې د پاکستاني پوځ لخوا د کونړ اسعداباد پر اړوندو کلیوالو سیمو او د ولسي وګړو پر کورونو د هاوانونو او نورو درنو وسلو په کارولو ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پاکستان نږدې هره ورځ د کونړ په مختلفو کلیوالو سیمو د ملکي خلکو کورونه هدف ګرځوي، او د مالي زیان سره سره، ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

اسرائیل؛تهران کې د العربیه تلویزونې شبکې دفتر هدف ګرځولی

0

د قطر اړوند العربیه ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې د دغې شبکې دفتر هدف ګرځول شوی.

د العربیه شبکې د معلوماتو له مخې، برید د بې‌پیلوټه الوتکې له لارې ترسره شوی او توغندی د ژوندۍ خپرونې پر مهال پر ودانۍ لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د العربیه شبکې کارکوونکي له دې پېښې روغ وتلي، خو د شاوخوا ودانیو لږ تر لږه لس تنه اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

یاده شبکه دا پېښه د روانې جګړې له پیل راهیسې په تهران کې د یوې نړیوالې رسنۍ پر دفتر لومړنی مستقیم برید بولي.

تر دې دمه د اسرائیل له لوري په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي، او لا هم د برید اصلي هدف روښانه نه دی.

دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې یوه ورځ وړاندې په لبنان کې هم د اسرائیلي بریدونو پر مهال درې خبریالان وژل شوي وو.

د ایران د سمندري ځواک قوماندان:د غچ اخیستنې شېبې ته انتظار باسو

0

د ایران د دولتي ټلوېزیون د خبرونو شبکې یو پیغام خپور کړی چې د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان ته منسوب شوی دی.

په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې د هرمز تنګي ختیځه برخه او د عمان سمندر هغه سیمه چې د هرمز تنګي او فارس خلیج د ننوتلو دروازه بلل کېږي، د ایران د سمندري ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

په پیغام کې دا هم ویل شوي چې د ایران سمندري ځواک د امریکا د پوځ پر وړاندې د غچ اخیستنې مناسبې شېبې ته انتظار باسي.

اسرائیل؛د لبنان په سويل کې درې لبناني خبریالان وژلي

د لبنان په سوېل کې د اسراییلو د هوايي برید له امله درې لبناني خبریالان وژل شوي دي.

د المنار ټلویزیون د راپور له مخې، دغه برید پر یو ملکي موټر شوی چې پکې خبریالان سپاره وو.

د معلوماتو له مخې، علي شعیب د المنار خبریال او فاطمه فتوني د المیادین خبریاله د یو توغندي په لګېدو کې وژل شوي دي.

وروسته د لبنان چارواکو تایید کړه چې محمد فتوني، چې فلمبردار او د فاطمې ورور و، هم په همدې برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

المنار ټلویزیون د حزب‌الله تر ادارې لاندې فعالیت کوي، او المیادین هم د سیمې له ایران پلوه رسنیو څخه ګڼل کېږي.

بل لور ته، د اسرائیل پوځ په خپره شوې اعلامیه کې علي شعیب «ترهګر» بلل شوی، خو د دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی، او د نورو دوو خبریالانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایراني رسنۍ:تهران کې د اسرائیل او امریکا په توغندیزو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په سوېل کې د ري ښار په سیمه کې د اسرائیلي او امریکايي توغندیزو بریدونو له امله د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په همدې برید کې څلور ایراني وګړي هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ایراني سرچینو ویلي چې برید پر استوګنیزو سیمو شوی، خو د پېښې د دقیقو جزئیاتو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

تر دې دمه په تهران کې د طالبانو حکومت سفارت څه نه دي ويلي.

تمیم عاصي:د افغان ښځو د حقونو موضوع سیاسي او استخباراتي شوې ده

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي، چې د افغان ښځو د حقونو برحقه داعیه د ځینو کړیو او اشخاصو له لوري د سیاسي موخو او شخصي ګټو لپاره کارول کېږي.

هغه دا کار د ښځو پر حقونو «لویه جفا» بللې او ټینګار یې کړی، چې د دې داعیې استخباراتي کول د اوسنیو حاکمانو له سیاستونو هم زیاته زیانمنه پایله لري.

عاصي ادعا کړې، چې ځینې «معلوم‌الحال» افراد او حلقې د بهرنیو استخباراتي ادارو، په ځانګړي ډول د ISI او نورو شبکو سره اړیکې لري او د ښځو د حقونو تر نامه لاندې د پیسو او موقف د ترلاسه کولو هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ځینو کسانو سره د پاکستان او یو شمېر اروپایي پلازمېنو او اسرائیل په ګډون په نورو هېوادونو کې د شکمنو ناستو او اړیکو په اړه معلومات لري، چې د هغوی «استخباراتي ماهیت» څرګندوي.

هغه له اصلي فعالانو وغوښتل، چې خپل صفونه له هغو کسانو جلا کړي چې د ده په وینا د «نفوذي او استخباراتي کړیو» برخه دي.

عاصي ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزه د هر افغان ګډ مسوولیت دی، خو د هغه په خبره، د مشکوکو کړیو پر وړاندې چوپتیا «خیانت» ګڼل کېږي او باید د رښتینو او مشکوکو فعالانو ترمنځ کرښه روښانه شي.