پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 5

روسي رسنۍ:افغانستان پلان لري له روسیې څخه هر کال دوه میلیونه ټنه نفتي توکي وپېري

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مشر رستم خبیبولین ویلي چې د طالبانو حکومت چارواکي پلان لري له روسیې څخه هر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه نفتي توکي وپېرې.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د اوسنیو تړونونو موده له درېیو تر شپږو میاشتو پورې ده او وروسته بیا بیا تجدیدېږي.

د راپورونو په اساس، تمه ده چې د روسیې څخه د نفتي توکو د پېرلو اوږدمهاله تړون ډېر ژر د کازان ښار په نړیوال اقتصادي فورم کې لاسلیک شي، چې د افغانستان د انرژۍ اړتیاوې په دوامداره توګه پوره کړي.

اسماعیل بقایي:له امریکا سره هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده شوې او یوازې د منځګړو له لارې پیغامونه رسېدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د وروستي پړاو له خبرو وروسته تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده شوې.

بقایي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې د ځینو منځګړو له لارې پیغامونه رسېدلي دي او د ده په وینا په دغو منځګړو کې پاکستان هم شامل دی، چې د امریکا د خبرو غوښتنه یې تهران ته رسولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې هغه څه چې د ۱۵ مادو د وړاندیز په نوم یادېږي، د امریکا له لوري ډېرې زیاتې غوښتنې او غیرمنطقي غوښتنې دي.

بقایي ټینګار کړی چې ایران به یوازې د درناوي او متقابلو اصولو پر بنسټ هر ډول خبرې ومني او د فشار او یو اړخیزو غوښتنو تر سیوري لاندې مذاکره نه کوي.

د بشر حقونو نړیوال بنسټ:ملګري ملتونه دې افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو له پاکستان پوښتنه وکړي

د بشر حقونو نړیوال بنسټ ویلي چې پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو پر ملکي سیمو درنې وسلې او بې‌تفکیکه هاوان مرمۍ کارولي دي.

یاد بنسټ ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له پاکستانه یې غوښتي چې پر ملکي سیمو بریدونه سمدستي ودروي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې د دې پېښو په اړه پلټنې وکړي او د مسوولو کسانو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

ایران؛د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان علي رضا تنګسیري مړینه تایید کړه

0

ایران په رسمي ډول د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان علي رضا تنګسیري مړینه تایید کړه.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی څو ورځې وړاندې د ایران په جنوبي سیمه کې د یو برید پر مهال سخت ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د سپاه پاسداران په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تنګسیري مړینه د «دښمن د برید» پایله ده، خو د برید د څرنګوالي او عاملینو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تنگسیري د ایران د سمندري ځواکونو له مهمو قومندانانو څخه و، چې د ستراتیژیکو اوبو په ځانګړي ډول د خلیج فارس په سیمه کې یې مهم رول درلود.

وړاندې اسرائیل د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې و، چې تنګسیري یې د جیټ الوتکې لخوا هدف ګرځولی او وژلی دی.

راپورونه:امریکا د چټک غبرګون چترباز ځواکونه منځني ختیځ ته استولي

0

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې په افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

یاد سازمان ویلي چې وروستیو بارانونو په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی او دا د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي، ځکه د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

د خوړو او کرنې سازمان د وړاندوینو له مخې ویلي چې د هېواد د مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو ځینې سیمې ښايي د مارچ له ۳۰مې څخه د اپرېل تر ۵مې پورې د سختو ورښتونو شاهدې وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان:په افغانستان کې د څلورمې پرلپسې اوونۍ لپاره د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې په افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

یاد سازمان ویلي چې وروستیو بارانونو په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی او دا د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي، ځکه د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

د خوړو او کرنې سازمان د وړاندوینو له مخې ویلي چې د هېواد د مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو ځینې سیمې ښايي د مارچ له ۳۰مې څخه د اپرېل تر ۵مې پورې د سختو ورښتونو شاهدې وي.

ایمل فیضي:پاکستان د سیمې لوی شیطان او فرصت‌طلب هېواد دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ویاند ایمل فیضي پاکستان د سیمې لوی شیطان بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد «دلالي» کوي او څو مخیز سیاست مخته وړي.

فیضي څرګنده کړې چې پاکستان له هر لوري ګټه اخلي: له عربي هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې ایران غندي او د هغوی لپاره د اکمالاتو د کرښې چمتووالی ښيي، خو له ایران سره په خبرو کې ادعا کوي چې د ایران تر څنګ ولاړ دی.

هغه ویلي چې له امریکا سره د اړیکو په برخه کې پاکستان ټرمپ د نوبل د سولې جایزې مستحق بولي، د نفتو د تېرېدو خبرې رسنیزې کړي او د مذاکراتو منځګړیتوب هم تعقیب کړي.

فیضي ټینګار کړی چې پاکستان د څو مخیزو معاملو له امله د سیمې د نورو هېوادونو لپاره د بې باورۍ سبب شوی او ایران یې اوس فرصت‌طلبه ګڼي.

څانګه صدیقي:نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې په تړاو له پاکستان څخه حساب وغواړي

په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جرمونه بللي دي.

نوموړې پر خپله اېکس‌پاڼه د کونړ د وروستۍ پېښې له انځورونو سره لیکلي چې پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوال بشري قانون له اساسي اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جرمونو بېلګه بلل کېږي.

هغې دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو د وژنې په تړاو د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د واکمنو چارواکو څخه حساب وغواړي او د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

شاه حسین مرتضوي:پاکستان د سیمه‌ییزو شخړو د مدیریت هڅې کوي؛ خو اعتبار یې کمزوری دی

د پخواني ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، چې پاکستان په دې ورځو کې د سیمه‌ییزو شخړو د کنټرول هڅې کوي، خو د دې هېواد منځګړیتوب او اعتبار لا هم د پوښتنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې چې سره له دې چې پاکستان له سعودي عربستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري، د ایران سره پر پوله د شمسي پوځي اډې د امریکا ته د سپارلو سابقه، له افغانستان او هندوستان سره کړکېچونه، او کورنۍ ستونزو د پاکستان د منځګړیتوب وړتیا اغېزمنه کړې ده.

شاه محمود میاخېل:کونړ کې پر ملکي وګړو برید د بشریت پر ضد جرم دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې پر ملکي وګړو برید د بشریت ضد جرم کړی دی.

هغه ویلي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ څو غړي، د ماشومانو په ګډون، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغانستان د اوسني وضعیت له امله تر ډېره چوپه پاتې شوې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ملکي وګړو پرله‌پسې په نښه کول باید وغندل شي او د دې پېښې د عاملینو د حساب ورکولو لپاره باید نړیوال اقدام وشي.