یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 599

امریکایي سناتور:نتنیاهو د تاریخ خونخواره څېره ده او ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته دعوت کړی نه وی

0

د امریکا ولسمشرۍ ته پخوانی کاندید او اوسنی سناتور برني سندرز د نتنیاهو سپینې ماڼۍ ته بلنه غندلې او هغه یې د جنګي او بشري جنایتونو مسؤل بللی.

نوموړي ویلي، نتنیاهو په غزه کې سیستماتیکه وژنه او لوږه جاري ساتلې، او تاریخ به هغه د خونخوارې بلا په توګه ثبت کړي.

د هغه په خبره، نتنیاهو هره ورځ غزه کې انسانان وژني، جنګي جنایتکار دی او محکمې یې د نیولو امر کړی؛ خو ټرمپ بیا هم سپینې ماڼۍ ته را دعوت کړی دی.

عباس عراقچي؛جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره کتلي

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تېره ورځ په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

په دغو لیدنو کې دواړو خواوو د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا لیدنې اغېزناکې بللې دي.

رویټرز:په مصنوعي ځیرکتیا د مارکو روبیو په جوړ شوي غږ د څو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته پیغامونه لېږل شوي

0

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې یو کس تېره میاشت د مارکو روبیو په جعلي غږ، چې د مصنوعي هوش (AI) له لارې تولید شوی و، ځان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر معرفي کړی و.

راپور وایي چې دغه جعلي کس د درېیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او دوو امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې، چې تماسونه د پیغام‌رسولو “سیګنال” اپلیکېشن له لارې د غږیزو او لیکلي پیغامونو په بڼه لېږل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو یادښت کې ویلي، دا عمل د دې لپاره شوی چې د هدف کسانو حسابونو یا معلوماتو ته لاسرسی تر لاسه شي.

اسرائیل کې د چین سفارت:ایران ته مو هیڅ ډول وسلې نه دي استولي

0

اسرائیل کې د چین سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دغه هېواد له ایران سره د پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو مرسته کړې ده.

سفارت په یوه رسمي بیان کې ویلي، دا راپورونه “غلط او له واقعیت لرې” دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د “مېدل ایست آی” خبري سرچینې د یوه عربي ډیپلوماټ له قوله راپور ورکړی و، چې چین د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، چیم ایران ته توغندويي سیستمونه لېږدولي او ایران یې په بدل کې چین ته د نفتو محمولې لېږلي دي.

خیبرپښتونخوا؛په مردان سیمه کې یو ملا امام د ماشوم له وهلو وروسته د ماشوم د ورور لخوا په چړو وژل شوی

0

د خیبرپښتونخوا په مردان کې یو ملا امام د ماشوم زده‌کوونکي له وهلو وروسته د هغه د مشر ورور له خوا په چړو وژل شوی.

سرچینې وايي، وژل شوی ملا له باجوړ څخه مردان ته راغلی و چې هلته یې د جومات امامت او ماشومانو ته د دیني زده‌کړو ښوونه کوله.

دغه ملا امام یو ماشوم وهلی و، ماشوم کور ته تللی او وروسته د هغه مشر ورور جومات ته ورغلی او ملا یې په چړو وژلی دی.

ددغې پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو پولیسو ویلي چې د نېولو هڅې یې روانې دي.

د ترکیې د بهرنیو او دفاع وزیرانو سفر اسلام‌آباد ته؛د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې کېږي

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د دفاع وزیر جنرال یاشار ګولر د چهارشنبې په سهار اسلام‌آباد ته رسېدلي دي.

د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې اترې ښودل شوې ده.

که څه هم د پاکستان او ترکیې بهرنیو چارو وزارتونو د سفر نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویل کېږي چې دا سفر د دواړو هېوادونو د نږدې ستراتیژیکو اړیکو په دوام ترسره کېږي.

پاکستان او ترکیې په وروستیو کلونو کې په نظامي، اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې پراخې همکارۍ کړې دي.

ترکیې د هند او پاکستان تر منځ د پولو پر سر نښتو کې د پاکستان د ملي حاکمیت ملاتړ کړی و.

امریکا؛تګزاس کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر له سلو واوښت

0

د امریکا په تګزاس ایالت کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۰۹ تنو ته لوړ شوی چې ډېری یې ماشومان دي.

دغه سېلابونه د روانې جولای میاشتې په څلورمه راغلي او د تګزاس مرکزي برخې یې سختې ویجاړې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د ایالتي چارواکو له قوله وايي چې شاوخوا ۱۸۰ نور کسان لا هم ورک دي او د اوبو کموالي او د لټون پراختیا سره کېدای شي مړي نور هم زیات شي.

ریچارډ بنټ:د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم هغه هېوادونو ته څرګند پیغام دی چې غواړي طالبانو سره اړیکې عادي کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت، ویلي چې د طالبانو د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم هغو هېوادونو ته یو څرګند پیغام دی چې غواړي د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي کړي.

ریچارډ بنت په اکس لیکلي، طالبان د ښځو او نجونو اساسي حقونه او کرامت تر پښو لاندې کوي، او د نیولو دا حکم د عدالت پر لور یو لوی ګام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نړیوالې جزایي محکمې د بشریت ضد جرمونو له امله د شیخ هبت‌الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

بل لورته د طالبانو حکومت دا حکم بې‌اساسه بللی او ویلي یې دي چې نړیوال جزایي عدالت نه‌ مني.

خلیلزاد ایران ته:افغان کډوال له احترامه په ډک چلند را وباسئ

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له ایران غوښتي چې افغان کډوال دې په مدني او د درناوي وړ ډول بېرته هېواد ته واستوي.

نوموړي ویلي، له ایران څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه ترلاسه کړي او ټینګار یې کړی چې د کډوالو د ایستلو بهیر باید ورو شي یا هم له افغان او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره همغږي وشي.

خلیل‌زاد زیاته کړې چې ډېری افغان کډوال چې له ایران ایستل کېږي، په خپل هېواد کې د اوسېدو مناسب ځای نه لري او افغانستان د جګړې وروسته له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دی چې دا شمېر راستنېدونکي په لنډ وخت کې نه شي جذب کولی.

احمدالله علیزی:بهرني هېوادونه د افغانستان درد نه شي دوا کولی؛ د طالبانو حکومت باید د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان دا مهال د کورنیو ستونزو او نړیوالو فشارونو تر منځ راګېر دی او یوازې د ملي تفاهم او ټول‌شموله مشارکت له لارې له دغه کړکېچه وتلی شي.

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنه د روسیې د خپلو اهدافو برخه بللې.

هغه ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه نه‌شي کولای د افغانستان لپاره سیاسي ثبات جوړ کړي او افغانان باید خپله د هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي.

ښاغلي علیزي د طالبانو حکومت له مشرتابه غوښتي چې ټول افغان مشران، له هر قوم او تفکره، راټول او د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي.