سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 597

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت:۱۲۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مو د فراه او نیمروز له ګمرکونو ستانه کړي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی، چې تېره میاشت یې ۱۲۴ ټانکره ټیټ کیفیت لرونکي وارداتي ډیزل او ګاز د فراه او نیمروز له ګمرکونو بېرته ستانه کړي دي.

یاد وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې تېلو کیفیت د نفتو د موادو د کیفیت او نظارت ریاست له لوري ارزول شوی، چې پایله کې دا مواد د کیفیت له پلوه په ټیټ حد کې ثابت شوي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د دې نفتو د وارداتو د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو د فراه او نیمروز ګمرکونه د ایران سره پر پوله واقع دي.

تر دې مخکې هم طالبانو له ایران څخه د وارد شویو بې‌کیفیته تیلو د بېرته ستنولو خبر ورکړی و، چې دې مسئلې د ایراني چارواکو نیوکې هم راپارولې وې.

ایراني چارواکو ادعا کړې وه، چې د طالبانو له لوري د تیلو د کیفیت ارزونه غیرمعیاري ده.

فارن پالیسي:ډونالډ ټرمپ پر طالبانو د فشار راوړلو په هڅه کې دی

فارن پالیسي یوې مقالې کې ویلي، چې ټرمپ غواړي د وسلو غوښتلو له لارې پر طالبانو فشار راوړي.

مقاله کې راغلي، افغانستان کې د امریکا په شل کلن حضور کې د دوی فشار پر طالبانو وو؛ خو تر وتلو وروسته امریکا پر دغې ډلې د فشار افشنونه له لاسه ورکړي او اوس هڅه کوي، چې د وسلو غوښتلو له لارې پر طالبانو فشار راوړي.

ټرمپ روانه اوونۍ ویلي وو، که طالبان له امریکا مرستې غواړي؛ نو وسلې دې بېرته ور وسپاري.

ملا برادر:افغانان په ناسالمه توګه په سیاسي ګوندونو وېشل شوي، چې دې کار د افغانانو یووالی له منځه وړی

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانان په ناسالمه توګه په سیاسي ګوندونو وېشل شوي، چې دې کار د افغانانو یووالی له منځه وړی.

ملابرادر د لویې جرګې په تالار کې د یووالي لپاره جوړې شوې غونډه کې ویلي چې دوی د قومونو تنوع ته د ملي یووالي د سمبولونو په سترګه ګوري.

نوموړي یو وار بیا له هېوادوالو غوښتي چې د هېواد او نظام د دوښمنانو پر تبلیغاتو باور ونکړي.

د هارورډ پوهنتون نظر پوښتنه؛۷۶ سلنه خلک د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ کوي

0

د هاروراډ پوهنتون د یوې نظر پوښتنې له مخې، د امریکا ډېر خلک د ایران پر اتومي وسلو د برید، له غزې څخه د حماس دایمي اېستلو او نظامي عملیاتو کې د اسرائیل د ملاتړ پلویان دي.

دغه نظر پوښتنه د روان ۱۴۰۳ کال حوت په لومړۍ او دویمه نېټه په امریکا کې شوې، چې تر ډېره یې موضوعات د امریکا د کورني او بهرني سیاست موضوعات وو.

په دغه نظر پوښتنه کې ۷۶ سلنه خلکو د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه تللو پلوي کړې او ۷۸ سلنه نورو بیا ویلي، چې حماس باید په دایمي ډول له غزې لرې شي.

سرچینې:پنجشېر کې د بزکشۍ یو میدان سره چاودنه شوې

سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشېر په جنګلک سیمه کې د ماین چاودنې خبر ورکړی.

د معلوماتو له مخې، دا چاودنه نن سهار نهه بجې د بزکشۍ میدان ته څېرمه شوې.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د دفاع له وزیر د ټرمپ غوښتنه:ټول هغه جنرالان منفک کړه، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو پروسه کې ښکېل وو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له دفاع وزیر غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله کې ټول ښکېل امریکایي جنرالان له دندې لرې کړي.

نوموړي دا څرګندونې د کابینې ناسته کې کړې دي.

هغه یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو بهیر ناکام بللی.

مولوي کبیر:مرستندویه بنسټونه باید د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو کې مرسته وکړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وایي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو راستنېدو پر کډوالو د مرستو د وېش بهیر هم اغېزمن کړی دی.

هغه د چین له سفیر سره خبرو کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د کډوالو لپاره د ښار ګوټو جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

په ورته مهال د چین سفیر ژاو شینګ ویلي چې هېواد یې له کډوالو سره مرستو ته چمتو دی.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو تبادله؛اسرائیل سل فلسطیني وګړي مصر ته سپارلي

0

اسرائیل سل فلسطیني بندیان نن مصر ته لېږلي.

دا د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو د تبادلې لړۍ ده؛ خو د رویټرز د راپور له مخې، یاد کسان به تر هغه په مصر کې پاتې وي، چې بل هېواد یې منلو ته غاړه نه وي ایښي.

تر دې وړاندې بیا حماس د اسرائیلي وګړو څلور جسدونه دغه هېواد ته سپارلي وو.

رابرت ډیکسن:د بریا مبارکي درته وایم؛ خو هیله لرم چې د افغان ښځو لوبډله هم میدان کې ووینم

له انګلستان څخه تر سیالۍ ګټلو وروسته، د افغانستان لپاره د برېتانیا سفیر رابرت ډیکسن ویلي، هیله لري چې د افغان ښځو ټیم هم لوبې ترسره کړي.

هغه ویلي، افغان لوبډلې ته مبارکي وایي، خو په دې تمه دی، چې ژر تر ژره د افغان ښځو لوبډله هم میدان کې وویني.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېره شپه انګلستان ته تاریخي ماتې ورکړه.

دا سیالۍ له دې کبله هم جالبه وه، چې تر دې وړاندې له افغان لوبډلې سره د انګلستان د لوبې لغوه کولو لپاره خورا کمپاین شوی و.

نورالدین عزیزي:د هېواد ځان‌بسیاینه او د خلکو لپاره غوره خدمتونه زموږ اساسي هدف دی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، وایي چې د هېواد ځان‌بسیاینه او د خلکو لپاره غوره خدمتونه د دوی اساسي هدف دی.

نوموړي د خصوصي سکتور له استازو سره په ناسته کې ویلي، چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ به توازن رامنځته کړي.

عزیزي ادعا کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، افغانستان د ترانسپورتي سیستم په برخه کې پرمختګ کړی.

هغه ویلي، چې د صادراتو او وارداتو توازن به د افغانستان اقتصاد پراخ کړي او د پولې د ثبات لامل به شي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د خپلو اقتصادي لاسته‌راوړنو ادعا کوي، چې د افغانستان میلیونه ځوانان د فقر او بې‌کارۍ له امله د مهاجرت په سختو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.