سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 596

د ندای بلوچ مسوول؛محمد اصف فیض‌یار د طالبانو له بنده ازاد شوی دی

د هرات یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې د ندای بلوچ رسنیز بنسټ مسوول محمد اصف فیض‌یار د طالبانو له بنده ازاد شوی دی.

سرچینو ویلي، چې فیض‌یار د پنجشنبې ماښام د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی.

د یادونې ده چې نوموړی د چهارشنبې په ورځ د طالبانو لخوا نیول شوی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شمالی کوریا؛هر ډول اټومي ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره یې ستراتیژیک کروز توغندي ازمویلي دي

0

شمالی کوریا وایي، چې د هر ډول اټومي ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره یې ستراتیژیک کروز توغندي ازمویلي دي.

دا اقدام څو ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې پیونګ‌یانګ خبرداری ورکړ چې د امریکا او د هغې د متحدینو د دښمنۍ زیاتوالي ته، چې د ټرمپ د حکومت راهیسې روانه ده، ځواب ورکړي.

ستراتېژیک کروز توغندی یو لیرې واټن ویشتونکی توغندی دی، چې په ټیټ ارتفاع الوت کولی شي، لوړ دقت لري، او د اټومي جنګ‌سر د لېږد ظرفیت لري.

افغان کټ ملي لوبډله؛نن د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې له اسټرالیا سره مخامخ کېږي

0

افغانستان نن د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

دا لوبه به د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه د پاکستان په لاهور ښار کې د قذافي په لوبغالي کې پیل شي.

افغانستان تېره لوبه کې انګلستان د ۸ منډو په توپیر مات کړ.

د یادونې ده، چې نیمه پایلوبې ته د لار موندنې لپاره دغه سیالۍ کې د دواړو لوبډلو لپاره بریا حیاتي ارزښت لري.

افغانستان تر دې دمه یوه بریا او یوه ماته لري او دوه امتیازونه یې ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا، اسټرالیا د یوې بريا او یوې مساوي لوبې له امله درې امتیازونه لري او د “B” ګروپ په دویم مقام کې ځای لري.

ذاکر جلالي؛ترکیه کې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې له پخواني سفير جهاد ارګن‌ای سره لیدلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي ریس ذاکر جلالي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې له پخواني سفير جهاد ارګن‌ای سره لیدلي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ذاکر جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا برخه کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لیک سپارلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې جهاد ارګن‌ای د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي سلا مشورې مهمې بللې او ویلي، چې هېواد يې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د هرات امنیتي غونډه او د افغان سیاستوالو بیلابیل نظریات؛شاه محمود میاخیل: د هرات امنیتي غونډه کې د ملي سرود نه خپریدل د تاسف وړ دی

حلیم فدایي: په غونډه کې د ملي سرود نه خپریدل دومره ژوره مسله نه ده

د جمهوري ګوند مشر او د ملي دفاع پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل چې د هرات تېرې امنیتي غونډې ګډونوال، دا ځل مادرید کې ځکه په دې غونډه کې ګډون رد کړ چې په وینا یې ملي ارزښتونو ته په کې پاملرنه نه کیده.

ښاغلي میاخیل په خپل یو یادښت کې چې په حماسه میډیا کې هم خپور شو لیکلي:«دې کنفرانس خپل ماهیت د لاسه ورکړی چې نه په هرات کې و او نه د سیمې په یو هیواد کې. د هرات سیمه‌ییز امنیتي کنفرانس د کرزي صیب په وخت کې پیل شوی و چې د سیمې د هیوادونو تر منځ امنیتي ستونزې حل کړي. د ابتدا نه د هرات د امنیتي کنفرانس په هکله شک او تردید موجود و چې د دې کنفرانس مصارف نهایت لوړ و او دا کنفرانس د دوی لپاره یوه لنګه غوا وه»

خو بل لورته د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي وایي چې د خلکو په نیتونو شک نه شي کولای او د ملي سرود خپریدل ډیره ژوره مسله نه ده.

ښاغلي فدایي د نویده خوشبو سره په سپړنې خپرونه کې ویلي، هغه کسان چې په دې اړه نیوکې کوي هغوې د اجندا او موضوع څخه د خلکو پام بلې خواته اړوي.

ډیلي مېل:واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د بچه‌بازۍ پدیده پراخه شوې

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د بچه‌بازۍ پدیده پراخه شوې.

دیلي مېل لیکي، چې طالبانو که څه هم د ۲۰۲۱ کال د واکمنېدو پر مهال هڅه وکړه چې نړۍ ته یو نرم انځور وړاندې کړي؛ خو د دوی سخت‌دریځې پالیسۍ دا ثابتوي چې ادعاوې یې ناسمې وې.

راپور وړاندې لیکي، چې طالبان د “امر بالمعروف” قانون د پلي کولو تر نامه لاندې، فقط د ښځو پر وړاندې سخت چلندونه ترسره کوي.

راپور زیاتوي، چې دا پدیده د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده، د سختو دریځونو له امله لا زیاته شوې ده.

دغه راپور کې ویل شوي، چې تېرو دوو لسیزو کې د بچه‌بازۍ په اړه ګڼ مستند راپورونه خپاره شوي، چې ښيي دا ناوړه عمل د قدرت په شبکو کې دوام لري.

دیلي مېل دا هم لیکلي، چې طالبان د اسلامي ارزښتونو په نامه زرګونه کسان جګړې ته هڅولي، خو پخپله له ماشومانو سره جنسي تېري ترسره کوي.

چمپینز ټرافي سیالۍ؛پاکستان له نړیوالو لوبو بهر شو

0

د کرکټ چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې نن د کوربه پاکستان او بنګله دېش لوبه په راولپنډۍ کې د باران له کبله لغوه شوه او په دغه سیالیو کې د پاکستان سفر پای ته ورسېد.

پاکستان په ۲۰۱۷ کې دغه ۵۰ اوریز جام ګټلی و؛ خو په روانو سیالیو کې یې په اې ګروپ کې نیوزیلنډ او هند ته خپلې لوبې وبایللې او له مخکې تګ څخه پاتې شو.

له اې ګروپ څخه نیوزیلنډ او هند نیمه پایلوبو ته وتلي دي.

په بي ګروپ کې افغانستان، جنوبي افریقا او استرالیا نیمه پایلوبو ته د تللو لپاره سیالي کوي او انګلستان له وړاندې تګ څخه پاتې شوی دی.

د طالبانو حکومت؛په هرات کې د ندای بلوچ مسوول مدیر نیولی

د ندای بلوچ خبري اژانس، چې د افغانستان په لویدیځ کې فعالیت کوي، اعلان کړی چې د دې اژانس د مسوول مدیر د نیول کېدو له امله خپلې خپرونې بندوي.

دغې رسنۍ په خپله ایکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «موږ خپلې خپرونې د ندای بلوچ د مسوول مدیر محمد اصف فیضیار د نیول کېدو له امله بندوو.»

یادې رسنۍ ددغه مسول مدیر د نیول کېدو دقیق دلیل نه دی ښودلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت:۱۲۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مو د فراه او نیمروز له ګمرکونو ستانه کړي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی، چې تېره میاشت یې ۱۲۴ ټانکره ټیټ کیفیت لرونکي وارداتي ډیزل او ګاز د فراه او نیمروز له ګمرکونو بېرته ستانه کړي دي.

یاد وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې تېلو کیفیت د نفتو د موادو د کیفیت او نظارت ریاست له لوري ارزول شوی، چې پایله کې دا مواد د کیفیت له پلوه په ټیټ حد کې ثابت شوي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د دې نفتو د وارداتو د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو د فراه او نیمروز ګمرکونه د ایران سره پر پوله واقع دي.

تر دې مخکې هم طالبانو له ایران څخه د وارد شویو بې‌کیفیته تیلو د بېرته ستنولو خبر ورکړی و، چې دې مسئلې د ایراني چارواکو نیوکې هم راپارولې وې.

ایراني چارواکو ادعا کړې وه، چې د طالبانو له لوري د تیلو د کیفیت ارزونه غیرمعیاري ده.

فارن پالیسي:ډونالډ ټرمپ پر طالبانو د فشار راوړلو په هڅه کې دی

فارن پالیسي یوې مقالې کې ویلي، چې ټرمپ غواړي د وسلو غوښتلو له لارې پر طالبانو فشار راوړي.

مقاله کې راغلي، افغانستان کې د امریکا په شل کلن حضور کې د دوی فشار پر طالبانو وو؛ خو تر وتلو وروسته امریکا پر دغې ډلې د فشار افشنونه له لاسه ورکړي او اوس هڅه کوي، چې د وسلو غوښتلو له لارې پر طالبانو فشار راوړي.

ټرمپ روانه اوونۍ ویلي وو، که طالبان له امریکا مرستې غواړي؛ نو وسلې دې بېرته ور وسپاري.