یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 596

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د پنځوس اوريزه سياليو په لېست کې اووم مقام خپل کړی

د کرکټ نړېوالې شورا د تازه درجه بندي له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوريزه سياليو په لېست کې اووم مقام خپل کړی دی.

افغان لوبډله په دغه لېست کې له انګلينډ، مخکې او له هند، نيوزيلنډ، اسټراليا، سريلانکا، پاکستان او سویلي افريقا ورسته ده.

تر دې وړاندې افغان لوبډله په نهم او کله لسم مقام کې وه؛ خو سږکال بیا دا یو بې‌ساری پرمختګ دی.

پاکستاني متخصصین:نریندرا مودي رواني ناسم توازن لري او سیمه‌ییزې روغتیا ته ګواښ پېښوي

په اسلام‌اباد کې د روانپوهانو ملي کنفرانس کې د پاکستان متخصصینو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې جګړه‌پارونکې بللې او ویلي چې هغه ذهني ناسم توازن لري او باید رواني ارزونه یې وشي.

دوی خبرداری ورکړ چې د مودي ویناګانې د سیمې د میلیونونو خلکو رواني سلامتۍ ته خطر پېښوي.

د کنفرانس ګډونوالو ټینګار کړی چې د پاکستان ولس له پرله‌پسې طبیعي ناورینونو، ترهګرۍ، اقتصادي ستونزو او نورو رواني ټپونو سره سره، لا هم پیاوړی زغم ښودلی؛ خو دوامدار رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شوی او پاکستان وارخطا دی چې هند پرې برید ونه کړي.

جنرال سمیع سادات:پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې وو

د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سویس له لوري د پښتنو د اېستنې غبرګون کې ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ پر ضد مبارز ولس دی او له سویس څخه د دوی ایستل یو نژادپال عمل دی، چې د توجیه وړ نه دی.

نوموړي ویلي، چې د دوی دا کړنه غیراخلاقي، غیرقانوني او غیرانساني عمل دی.

نوموړی وایي، پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي، او له دغه قوم سره یوازې د قومیت پر اساس چلند د نژادپرستۍ ښکاره بڼه لري.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، یوازینی لوری چې د افغانانو له ایستنې خوښي کوي، طالبان دي؛ ځکه دوی له هغو افغانانو وېره لري چې له وطنه بهر دي او د بدلون هیله ورسره تړلې ده.

سادات زیاتوي، د طالبانو ظلم ته د پای ټکی اېښودل یوازې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو له‌خوا ممکن دی، ځکه دوی تر ټولو زیات قرباني شوي او مقاومت یې کړی.

د قابله‌ګانو نړیواله ورځ؛اروپایي ټولنه وایي، قابلو د افغانستان روغتیایي وضعیت ژوندی ساتلی

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ د می پنځمه د قابله‌ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان قابله‌ګانو له هڅو ستاینه کړې ده.

یادې استازولۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د قابله‌ګانو پیاوړتیا د روغتیایي نظام د بنسټونو د تقویت سبب ګرځي او د مړینې کچه راټیټولی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولو نجونو او ښځو لپاره، په ځانګړي ډول طبي زده‌کړو ته لاس‌رسی، د افغانستان د روغتیایي سیسټم لپاره حیاتي ارزشت لري.

د پاکستان او هند ترمنځ د کړکیچ دوام؛پاکستان د فتح په نوم یو بل توغندی ازمویلی

پاکستان د «فتح» په نوم یو ۱۲۰ کیلومتره واټن‌لرونکی ځمکنی توغندی ازمایلی، چې دا د روانې اوونۍ دوهم ازمایښتي توغندی دی.

دا ازموینه د هند سره د زیاتېدونکو کړکېچونو په منځ کې شوې.

د پاکستان پوځ وايي، هدف‌یې د ځواکونو عملیاتي چمتووالی او د توغندي دقت ارزول دي.

پاکستاني پوځ د شنبې په ورځ هم یو بل ۴۵۰ کیلومتره واټن‌لرونکی توغندی ازمایلی و.

دغه نظامي خوځښتونه داسې مهال ترسره کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې په کشمیر کې د تفریح لپاره تللي ۲۶ سیلانیان ووژل شول.

د صالح په مشرۍ زرغون بهیر:ټول پښتانه طالبان نه دي او ډېرو د طالبانو پر ضد مبارزه کې نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړې

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په یوې اعلامیې کې له سویس او نورو هېوادونو غوښتي، چې ټولو پښتنو ته د طالبانو په سترګه ونه ګوري.

اعلامیه کې ویل شوي، چې ټول پښتانه طالبان نه دي او له پښتون سره د طالب د کلیمې تړل نه یوازې دا، چې یو نامناسب کار دی؛ بلکې ناوړه پایلې هم لري.

د اعلامیې پر اساس، پښتنو د طالبانو ضد مبارزه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او اوس د طالبانو په نوم د دوی اېستل د ټولو موازینو خلاف دی.

دا په داسې حال کې ده چې سویس ویلي، پښتانه به له خپل هېواد وباسي.

بلوچستان؛په نوشکي کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۹ تنو ته لوړ شوی

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د تېرې ورځې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې له ځایه ۲۴ تنه د شدیدو سوځېدنو له امله د کراچۍ روغتون ته انتقال شوي وو، چې له ډلې یې یو شمېر د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

چارواکي وایي، مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د یوه خراب شوي ټانکر د فلزکارۍ نندارې ته راټول شوي وو او ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې له ۶۰ زیات کسان ټپیان شول.

مولوي عبدالکبیر:زمونږ ادارې د خلکو خدمت کې دي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وایي، چې حکومت یې د ټولو خلکو غږ اوري او ستونزو ته یې رسېدنه کوي.

نوموړي د اهل تشیع له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې د «امارت» ټولې ادارې د خلکو خدمت کې دي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو په ادارو په ځانګړي ډول محکمو کې د طالبانو له ناسم چلند شکایتونه شوي.

حلیم فدایي:طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي

وروسته له هغې چې د سویس یو شمېر افشا شویو اسنادو څرګنده کړه، چې دا هېواد غواړي د طالبانو تر واک لاندې د کم ګواښ له امله پښتانه پناه‌غوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د جمهوري نظام پخواني والي محمد حلیم فدايي دا طرحه توپیري، خطرناکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.

نوموړي ویلي، چې طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي.

ښاغلی فدايي زیاتوي، چې طالبانو د پښتنو مخکښ مشران وژلي او د جمهوري نظام پر ضد یې جګړه کړې ده.

بل لورته ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له سویس د یادې پرېکړې وضاحت غوښتی او دا یې د بشري او کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونو خلاف بللې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛د دواړو هېوادونو ځواکونو یو ځل بیا پر یو بل ډزې کړې

د پاکستان پوځ ویلي چې د هند ځواکونو بې له کوم دلیل څخه د دغه هېواد د تلاشۍ پوستو پر لور ډزې کړې دي، چې د پاکستان پوځ ورته مناسب ځواب ورکړی دی.

د پاکستان رسنیو، په ځانګړي ډول جیو نیوز، د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دا نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له دوام سره هممهاله ده.

د پوځ په وینا، دا ډول یرغليز اقدامات د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي، خو دوی د هر ډول برید پر وړاندې د دفاع توان لري.

تر اوسه د پېښې د دقیق ځای او مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.