سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 592

په غزه کې اوربند؛اسرائیل وایي د روژې په مناسبت د امریکا له طرحې سره موافق دی

د غزې اوربند له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته، د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر وايي، چې د اوربند په اړه په منځني ختیځ کې د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویتکاف وړاندیز مني او د روژې میاشتې په مناسبت د دغه اوربند غزولو ته هم دوام ورکوي.

له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ویتکاف د وړاندیز پر اساس به غزې کې نیمايي اسرائیلي بندیان ازاد او د نیمو جسدونه به ورسپارل کېږي او پاتې نور به له یو دایمي اوربند وروسته ازادیږي.

تر دې وړاندې بیا د حماس ډلې ویاند ویلي و، چې دوی د لومړي پړاو اوربند غځولو لپاره یې د اسرائیل فرمول رد کړی دی.

د مدني ازادیو ټولنې؛ګوانتانامو ته د امریکا حکومت له لوري د کډوالو د لېږد په اړه شکایت کړی

د مدني ازادیو ټولنې ګوانتانامو ته د امریکا حکومت له لوري د کډوالو د لېږد په اړه شکایت کړی.

یادې ټولنې ویلي، چې ګوانتانامو ته هغه بندیان هم لېږل کېږي، چې کومه جرمي کړنه یې نه ده ترسره کړې.

دغې ټولنې په تکزاس کې د فدرال محکمې ته خپل شکایت استولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بنګله دېش، افغانستان، وینزویلا او پاکستان اوسېدونکي ګوانتانامو ته د لېږد له ګواښ سره مخ دي.

د افغان نجونو پر زده کړو او سفر بندیز؛د امریکایي پورن فلمونو اداکاره د طالبانو له وسلې سره د هېواد په ملي پارکونو ګرځي

د امریکايي پورن فلمونو مشهوره اداکاره ویتني رایټ، د شنبې په ورځ، د روژې په لومړۍ ورځ، د افغانستان له بېلابېلو ښارونو څخه خپل نوې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې.

هغه په یو عکس کې لیدل کېږي چې کلاشنکوف یې پر اوږه دی او داسې ښکاري چې دا پورن اداکاره د طالبانو تر امنیتي تدابیرو لاندې بېلابېلو ښارونو ته سفر کوي.

تر دې مخکې، هغې د بند امیر، چې د افغانستان ملي پارک دی، د خپل حضور ویډیو خپره کړې وه.

دا اداکاره داسې مهال بند امیر ته تللې چې د طالبانو حکومت د یو نیم کال راهیسې د افغان ښځو دغه ځای ته پر تګ بندیز لګولی.

هغه وخت د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي وو چې ښځې نشي کولای بند امیر ته سفر وکړي او په وینا یې سیاحت فرض نه دی او نه هم واجب.

د یادونې ده چې د ویتني رایټ سفر د ګڼو خلکو توند غبرګونونه راپارولي او د طالبانو پر حکومت نېوکه کوي چې د افغان نجونو پرمخ مو د ښوونځیو دروازې تړلي او خارجي نجونو ته د سیاحت هر ډول امکانات برابروئ.

ضعیف د ټرمپ او زیلنسکي لیدنې ته په غبرګون:دغه پېښه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي، د عبرت ښه درس دی

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، هغه کسان چې د امریکا په دوستۍ تکیه کوي، باید د اوکراین د ولسمشر «تحقیر» ته په سپینه ماڼۍ کې پام وکړي او ترې عبرت واخلي.

ښاغلي ضعیف پر خپله ایکس‌پاڼه د ولادیمیر ‏زيلنسكي او ډونالډ ټرمپ لفظي شخړې ته په غبرګون کې ویلي:« د اروپا او امریکا د ګټو لپاره یې خپل د جنت غوندې، غني او پرمختللی هیواد د جنګ په لوخړو کنډ کپر او د هغوی خیرات ته محتاجه کړ»

نوموړي زیاته کړې، چې په امریکا د زیلنسکي د باور نتیجه نن دا شوه، چې له سپینې ماڼۍ څخه حقیر وشړل شو.

هغه دغه راز ویلي، چې دغه پېښه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي، د عبرت ښه درس دی.

زیلنسکي:له امریکا سره د کاني زېرمو پر سر هوکړې ته چمتو یم

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې دی امریکا سره د کاني زېرمو پر سر هوکړې ته چمتو دی.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا د اوکراین امنیتي تضمین لپاره لومړی کام دی.

زیلنسکي دا څرګندونې سپینې ماڼۍ کې ټرمپ سره له جنجالي بحث وروسته کړې دي.

ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر سولې ته غاړه نه ږدي.

د المان د بهرنیو چارو وزیره:له اوکراین څخه به خپل ملاتړ زیات کړو

المان ویلي، چې دوی به له اوکراین څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایر بوک ټینګار کړی، چې له اوکراین څخه د دفاع په برخه کې د فرانسې او نورو هېوادونو پانګونه اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له زیلنسکي سره د ټرمپ له جنجال وروسته، د ګڼو هېوادونو مشرانو له اوکراین ملاتړ اعلان کړی.

شهباز شریف:د حقانیه مدرسې ښوونکي او زده کوونکي ټول پاکستانیان دي؛ مونږ به یې ضرور غچ اخلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اکوړه خټک پر حقاني مدرسې برید او د حامد الحق وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې د دغه برید غچ به خامخا اخلي.

هغه یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، ترهګرو ته به داسې قبر وباسي، چې بیا سر راپورته نه کړي.

نوموړي ویلي، چې دا مدرسه د دیني او عصري زده کړو یو مرکز دی، ښوونکي او زده کوونکي یې اصلي پاکستانیان دي.

شریف زیاتوي، چې دوی له ترهګرۍ پاک شوي وو، خو دغې بلا بیا سر راپورته کړی او دوی یې د بیا راپورته کېدو ټول عوامل پېژني.

مسعود پزشکیان:ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د ګاونډیو او نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی.

هغه ویلي، ایران د خزانو پر سر ویده دی او تر هغې، چې خپل ځان بدل نه کړي، نور یې نشي بدلولی.

د پزشکیان په خبره، په داسې شرایطو به هدف ته رسېدل ناممکن وي.

مولانا عبدالحق:پاکستان کې اسلامي نظام راولو او د خپلو شهیدانو غچ به اخلو

د مولانا حمیدالحق سیاسي ځای ناستي مولانا عبدالحق ثاني ویلي، ژمنه کوي، چې پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.

هغه د خپل پلار د جنازې مراسمو کې ویلي، پاکستان د هیچا شخصي ملکیت نه دی او دوی به په کې اسلامي نظام نافذوي.

نوموړي ویلي، « پاکستان زمونږ دی او مونږ به د خپلو شهیدانو د وینو انتقام اخلو.»

هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا د چا کار دی؛ خو ژمنه یې کړې، چې غلی به پاتې نه شي.

د یادونې ده، چې حمیدالحق حقاني د جمعې په ورځ په یوځانمرګي برید کې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د اکوړه خټک په حقاني مدرسې کې ووژل شو.

آصف دراني:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف پاکستاني پاسپورټونه درلودل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې پاکستان د خپلې ګټې لپاره د مجاهدینو مشرانو ته پاکستاني پاسپورټونه ورکړي وو.

دراني له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف او د هغوی کورنۍ پاکستاني پاسپورټونه درلودل.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې طالبان له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې واک ته ورسول شول او اوس له پاکستان سره یوازې د ټي ټي پي په سر مشکل لري.

اصف دراني د هغې پوښتنې ځواب هم په “هو” ورکړی، چې طالبان او مجاهدین دواړه اسلام اباد واک ته رسولي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې که طالبان د افغانستان ثبات او د سیمې امنیت ته پام ونه کړي، نو له منځه به لاړ شي.