پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 590

د امریکا کانګرس غړي؛ظاهر اغبر امریکا ته دعوت کړی

د امریکا کانګرس یو غړي تیم بورچت، تاجکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ظاهر اغبر امریکا ته دعوت کړی.

بورچت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اغبر ته یې د صالح په څېر بلنه ورکړې.

نوموړي لیکلي، چې سفیر اغبر په زړورتیا سره، د کابل له حکومت منلو ډډه وکړه او په واقعي معنی یې د افغانستان د خلکو استازولي وکړه.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د بورچت لخوا امرالله صالح ته په بلن‌لیک کې د ولسمشر خطاب شوی وو.

ذبیح الله مجاهد:تېر کال مو پر کونډو، یتیمو او معلولینو دولس نیم میلیارده افغانۍ وېشلې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته دولس نیم میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې او پر دوی وېشل شوې ده.

نوموړي ویلي، ټول هېواد کې 653زره ۲۶۵ تنه کونډې، یتیمان او معلولین شته، چې ۱۶۷ زره او ۶۴۵ تنه یې د دوی د حکومت، ۱۲۲ زره او ۲۹۹ د جمهوریت او پاتې نور بیا د بېلابېلو عواملو له کبله په دغه ډله کې شامل شوي.

محمد خراساني:مونږ یوازې له پاکستاني پوځ او ادارو سره جګړه کوو، امریکا دې اندېښنه نه کوي

0

د تحریک طالبان پاکستان ډلې هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی، چې پکې دغه ډله د امریکا لپاره احتمالي ګواښ بلل شوی.

د یادې ډلې ویاند ویلي، چې دوی کومه بهرنۍ اجنډا نه لري، بلکې یوازې د پاکستان پوځ، استخباراتو او هغو کړیو سره مبارزه کوي چې د پاکستان حکومت تر شا ولاړ دي.

محمد خراساني ویلي، امریکا او ملګري ملتونه باید د پاکستان شریرو عناصرو د تبلیغاتو پرځای حقیقت درک کړي.

ایران؛په تېرو درې میاشتو کې ۲۱ افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو د سازمان شمېرې ښیي، چې په تېرو درې میاشتو کې دغه هېواد ۲۱ افغانان اعدام کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ډېره دغه افغانان د نشه‌یي توکو پر جرم اعدام شوي.

دا بندیان په کرج، زاهدان، شیراز، بندر عباس، ګرګان، اصفهان، او بروجرد ښارونو کې اعدام شوي دي.

اکسپرس ورځپاڼه:که ایران د اتومي تړون سره موافقه ونه کړي؛ نو د سپټمبر تر میاشتې به له منځه یووړل شي

0

د بریتانیا اکسپرس ورځپاڼې د ټرمپ حکومت ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، که ایران د اتومي تړون سره موافقه ونه کړي او خپل اتومي پروګرام پای ته ونه رسوي، نو د سپټمبر تر میاشتې به له منځه یووړل شي.

دې نشریې په داسې حال کې د نظامي برید یادونه کړې چې رسنیو راپور ورکړی، امریکا په سیمه کې خپل نظامي حضور پیاوړی کوي.

خو اکسیوس د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران سره جګړه نه غواړي، بلکې نظامي ځواک د قوي مذاکراتي دریځ لپاره کاروي.

اکسیوس همداراز لیکلي چې د ټرمپ حکومت د تهران سره غیرمستقیمو مذاکراتو ته جدي پام کوي، او د ایران حکومت په خپل لیک کې ټرمپ ته یوازې له غیرمستقیمو خبرو اترو سره موافقه ښودلې.

د ازبېکستان ولسمشر:د طالبانو حکومت افغانستان کې ثبات ټینګ کړی

د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضایف وایي، طالبان توانېدلي چې دغه هېواد کې ثبات ټینګ کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې اوسني حکومت د خپلو داخلي سرچینو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی.

د میرضایف په خبره، په تېرو ۱۵ کالو کې یې ۲۳ میلیارده کیلو واټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړې ده.

اکسیوس: تهران په لیک کې ټرمپ ته ویلي چې یوازې له غیرمستقیمو خبرو اترو سره موافق دی

0

اکسیوس د امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې سپینه ماڼۍ په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د پراخېدو تر څنګ، د تهران د غیرمستقیمو مذاکراتو وړاندیز جدي ارزوي.

د اکسیوس د راپور له مخې، یوه امریکایي چارواکي ویلي چې ډونالډ ټرمپ د ایران ځواب ترلاسه کړی.

دا رسنۍ لیکي، د ټرمپ په استولي لیک کې د مستقیمو اټومي خبرو وړاندیز شوی و؛ خو ایران یوازې د عمان په منځګړیتوب د غیرمستقیمو خبرو اترو موافقه کړې.

د اکسیوس د معلوماتو له مخې، د سپینې ماڼۍ دننه سخت اختلافات شته؛ ځینې چارواکي باور لري چې له ایران سره لا هم توافق ممکن دی؛ خو یو شمېر نور خبرې بې‌ګټې ګڼي او د ایراني اټومي تاسیساتو پر ضد د برید ملاتړ کوي.

یو امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ د ایران سره جګړه نه غواړي، خو باور لري چې باید د نظامي ځواک د زیاتولو له لارې بازدارنه رامنځته کړي، ترڅو مذاکرات د ځواک له موقفه ترسره شي.

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز:په ۲۰۲۳ کال کې ۴.۳ میلیونه کډوال اروپايي اتحادیې ته تللي

0

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز یوراستات د احصایې له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۴.۳ میلیونه کسان اروپايي اتحادیې ته کډه شوي، خو دې شمېر کې د اوکرایني کډوالو لنډمهاله پناه‌غوښتنې نه‌پکې شاملوي.

د ۲۰۲۲ کال په پرتله، د کډوالو شمېر ۱۷.۹ سلنه کم شوی.

همداراز، ۱.۵ میلیونه کسان د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ کډوال شوي دي.

د احصایې له مخې، په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۱۰ کسان له اتحادیې بهر کډوال وو، چې مالټا (په هر ۱۰۰۰ کې ۷۶ مهاجر)، قبرس (۴۳) او لوکزامبورګ (۴۰) د مهاجرت لوړې کچې لرلې.

برعکس، سلواکیا (۱ مهاجر په هر ۱۰۰۰ کې)، فرانسه (۶) او ایټالیا (۷) د مهاجرت تر ټولو ټیټې کچې ثبت کړي.

لوکزامبورګ د اروپايي اتحادیې له نورو غړو هېوادونو څخه د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر لري، په داسې حال کې چې چک جمهوریت د اروپايي اتحادیې د نورو غړو هېوادونو له لوري تر ټولو کم مهاجر منلي دي.

تقریباً د اروپايي اتحادیې په ټولو هېوادونو کې، د اروپايي اتحادیې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو شمېر له هغو کسانو ډېر و، چې د اتحادیې له غړو هېوادونو راغلي وو.

په دې برخه کې لوکزامبورګ (چې ۸۵.۷ سلنه مهاجر د اروپايي اتحادیې له غړو هېوادونو ورته راغلي) او سلواکیا (۵۷.۵ سلنه)، استثنا دي..

له اروپايي اتحادیې بهر د کډوالو تر ټولو لوړه سلنه چک جمهوریت (۸۹.۲ سلنه)، لیتوانیا (۸۸.۹ سلنه) او ایرلند (۸۷.۲ سلنه) ثبت کړې ده.

ټي‌ټي‌پي:د روژې میاشت کې مو ۱۷۵ پاکستاني سرتېري وژلي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي، چې روژې میاشت کې یې ۱۷۵ پاکستاني امنیتي سرتیري وژلي.

یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، چې تېره میاشت یې ۲۶۰ بریدونه ترسره کړي، چې ۳۷۸ امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، چې دغو بریدونو کې ۲۱۲ امنیتي سرتېري تپیان شوي دی.

تاجکستان او قرغیزستان؛د کاسا-۱۰۰۰ پروژې یوه برخه رسماً پیل کړه

د تاجکستان او قرغیزستان مشرانو نن د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژې یوه مهمه برخه رسماً پرانیسته.

په دې مرحله کې د ۵۰۰ کیلو ولټه انتقال‌ مزي شامل دي، چې د قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي.

د راپورونو له مخې، کاسا-۱۰۰۰ پروژه به تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې بشپړه شي.

افغانستان به هر کال دغه پروژه کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي او د برېښنا د ترانزیت له حقه به ۵۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي.

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د دې لپاره طرحه شوې چې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه، د افغانستان له لارې، جنوبي آسیا ته ولېږدوي.